لیکنه: فضل ربي شیرزاد
آیا د افغانستان بانک یو خپلواک مرکزي بانک دی؟
وروسته تر دې چې د مرکزي بانک د خپلواکۍ مفهوم او د اندازه ګیرۍ شاخصونه په تیرو دوو لیکنو کې تر بحث لاندی ونیول شول، په دغه لیکنه کې د خپلواکۍ د همدغوشاخصونو په رڼا کې د افغانستان مرکزي بانک ( دافغانستان بانک) تر ځیرنې لاندې نیسو او په دې بحث کوو چې دغه بانک ته له یوې خوا په قانون کې څومره خپلواکي ورکړل شوي او له بلې خوا عملا دغه بانک د خپلو موخو په تعقیب کې د دولت د نورو څانګو له لاسوهنو څومره خوندي دی.
د افغانستان بانک خپلواکي د قانون د موادو په رڼا کې
د افغانستان بانک قانون چې په ۸۱۹ ګڼه جریده کې په ۳۰ / ۱۱ / ۱۳۸۲ نیټه خپور شوی، د افغانستان بانک د فعالیتونو لپاره قانوني چوکاټ برابروي. دغه قانون په ډیرو برخو کې د افغانستان بانک ته ددې زمینه برابره کړی چې د یو خپلواک ارګان په توګه، د دولت د نورو څانګو له مداخلې پرته، خپلې موخې تعقیب کړي. ددغه قانون له ځینې حکمونو او موادو څخه دلته د د بیلګې په توګه یادونه کوو.
د افغانستان بانک قانون د دریمې مادې دریمه فقره حکم کوي: [quote]“ د افغانستان بانک د خپلو هدفونو د تحقیق په منظور، ددې قانون د حکمونو مطابق د بشپړې خپلواکۍ لرونکی دی او هیڅوک نشي کولی د افغانستان بانک د تصمیم نیونې د هیئت غړي په خپلو دندو کې جې په غاړه یې دي، تر ناوړې اغیزې لاندی راولي او یا په بل ډول د افغانستان بانک په فعالیتونو کې مداخله وکړي”[/quote] د افغانستان بانک د خپلواکۍ په اړه ددغه عام حکم ترڅنګ، دغه قانون د مرکزي بانک د خپلواکۍ بیلابیلو اړخونو لکه د بانک د مشرتابه خپلواکۍ ( د مشرتابه د تصدۍ دوره، د رهبري شورا د غړو او رئیس ټاکنه او ګوښه کیدل…)، د بانک مالي او وظیفوي خپلواکه په اړه هم یو شمیر مواد لري چې دلته ورڅخه په لنډ ډول یادونه کوو.
د افغانستان بانک د عالي شورا او رئیس په اړه د یاد قانون احکام ( شخصي خپلواکي):
لکه څرنګه چې مخکې ورڅخه یادونه وشوه، یو مرکزي بانک هغه وخت خپلواکه ګڼل کیږي چې له یوې خوا د مرکزي بانک د رهبري شورا او رئیس په ټاکلو او ګوښه کولو کې د حکومت او د دولت د نورو څانګو واک محدود وي او له بلې خوا د رهبري شورا د غړو د تصدۍ دوره اوږده وي. هر څومره چې د رهبري شورا د رهبرۍ د غړو د تصدۍ دوره اوږده وي، په هماغه اندازه د بانک په خپلواکۍ کې مثبت رول درلودی شي.
– د افغانستان بانک عالي شورا له اوو غړو څخه جوړه ده چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس، دعالي شورا رئیس ، د افغانستان بانک لومړی مرستیال د عالي شورا مرستیال او پاتې نور ۵ د عالي شورا غړي دي.
- د عالي شورا غړي د ملي شورا په موافقه د جمهور رئیس لخوا د 5 کلونو لپاره مقرریږي او د غړو بیا مقرریدل مجاز دي
– د افغانستان بانک د عالي شورا غړي نشي کولی د خپلو دندو د اجراء په موده کې په سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړي
– هغه څوک چې د وزیرانو د شورا یا د ملي شورا غړیتوب ولري او یا هم بله کومه لوړه دولتي دنده ولري، د عالي شورا د غړي په توګه نشي مقرریدی
- د عالي شورا غړي یوازی هغه وخت له خپلې دندې لیرې کیدی شي چې:
- په داسې جرم محکوم شوی وي چې مجازات یې حبس وي
- په هغه صورت کې چې د محکمې لخوا ورشکسته اعلان شي یانی نشي کولی خپل پورونه ادا کړي
- په هغه صورت کې چې د عالي شورا د غړیتوب شرایط یې له لاسه ورکړي وي
تر دې هاخوا هیڅوک نشي کولی د افغانستان بانک رئیس او دعالي شورا نور غړي له دندو لیرې کړي.
د پولي پالیسۍ د جوړولو په برخه کې د خپلواکۍ په اړه د افغانستان بانک د قانون حکم
د یاد قانون دوه شپیتمه ماده په دې اړه داسې حکم کوي : “ د افغانستان بانک د هیواد د پولي سیاست د طرحې، تر لاس لاندی نیولو او اجراء مسؤل دی”
د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې، د قیمتونو ثبات د افغانستان بانک تر ټولو عمده هدف دی. په دې اړه د یاد قانون دویمه ماده داسې حکم کوي : “د افغانستان بانک عمده هدف د کورنیو قیمتونو د ثبات تامینول او ساتل دي “
دولت ته د پور ورکولو او د بودجې جوړولو په پروسه کې د افغانستان بانک د ونډې په اړه قانون داسې حکم کوي:
- دافغانستان بانک نشي کولی دولت یا نورو دولتي ادارو یا مؤسسو ته هیڅ ډول مالي مرستې برابري کړي
– د افغانستان بانک نشي کولی د قرضې هغه اسناد وپیري چې د دولت لخوا صادریږي. یوازی په هغه صورت کې چې د دولتي قرضې د اسنادو پیرودل دافغانستان بانک له پولي سیاست سره مطابقت ولري، یا د افغانستان بانک د پانګې اچونې لپاره لازم وي کولی شي یوازی د دویم لاس په بازار کې راونیسي.
– د مالیې وزیر هر کال د دولت د راتلونکي کال د بودجې د جوړیدو په وخت کې دافغانستان بانک سره مشوره کوي
د افغانستان بانک خپلواکي: له قانونه تر عمله
د افغانستان بانک د قانون پورتنیو احکامو ته په کتو سره، دې پایلې ته رسیږو چې قانونآ دافغانستان بانک د خپلواکۍ په ډیرو معیارونو برابر دی او که د قانوني شاخص په معیارونو وتلل شي، د خپلواکۍ کچه یې تر ۷۰٪ لوړه ده.
خو لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، دا چې مرکزي بانک ته په قانون کې خپلواکي ورکړل شوی، همیشه ددې مانا نه لري چې یاد بانک هرومروه خپلواکه دی. د قانوني موادو د څیړنې تر څنګ، د بانک د مدیریت عملي اړخونه هم باید تر څیړنې لاندی ونیول شي تر څو د بانک د خپلواکۍ او یا تړلتیا په اړه په سمه توګه قضاوت وشي. دلته په لنډه توګه په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان بانک د رئیسانو د تصدۍ دورې، سیاسي تړاونو او د دندې پریښودو لاملونو ته په لنډه توګه نظر اچوو :
- ډاکټر انوارالحق احدي: په ۱۳۸۳ کال کې د لنډې مودې لپاره د افغانستان بانک رئیس وو چې بیا د مالیې د وزیر په توګه وټاکل شو. هغه مهال نوموړی دافغانستان دسوشل ډیموکراټ ګوند ( افغان ملت ) مشر هم وو.
- نور الله دلاوري: له ۱۳۸۳ کال څخه تر ۱۳۸۶ کال پورې د افغانستان بانک رئس وو. چې بیا دولسمشر لخوا ګوښه او د آیسا ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو.
- عبدالقدیر فطرت: له ۱۳۸۶ څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې د افغانستان بانک رئیس وو. فکر کیږي چې په جمعیة اسلامي پورې تړاو لري چې په ۱۳۹۰ کال کې د کابل بانک د بحران په تړاو استعفاء ورکړه او هیواد یې پریښود.
- نور الله دلاوري: له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۳ پورې د افغانستان بانک رئیس وو. په ۱۳۹۳ کال کې د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې یې له کاره استعفاء ورکړه او پر ځاي یې خان افضل هډوال د افغانستان بانک د سرپرست په توګه تر دې وروستیو پاتې شو.
- خلیل الله صدیق: په دې وروستیو کې د ۱۳۹۴ کال د سرطان په میاشت کې د افغانستان بانک د رئیس په توګه ولسي جرګې ته وروپیژندل شو او له ولسي جرګې څخه یې د باور رایه واخیسته.
لکه څرنګه چې مخکی ورڅخه یادونه وشوه، د افغانستان بانک د قانون له مخې د افغانستان بانک په ډیرو برخو کې د خپلواکۍ د شاخص له معیارونو سره برابر دی خو د افغانستان بانک د رئیسانو سیاسي تړلتیا، تر قانوني دورې د پوره کیدو وړاندی استعفاء او له دندې ګوښه کیدل هغه څه دي چې د افغانستان بانک خپلواکي تر پوښتنې لاندی راوستی شي. ددې ترڅنګ، د ملي یووالي په حکومت کې د واک د ویش په ترڅ کې د افغانستان بانک د څوکۍ ویشل بل هغه څه دي چې د مرکزي بانک په خپلواکۍ منفي اغیز کوي.