لیکنه: فضل ربي شیرزاد
1 د مرکزي بانک د خپلواکۍ اندازه ګیري
په تیره لیکنه کې د مرکزي بانک د خپلواکۍ مفهوم په تفصیل سره وڅیړل شو خو اوس پوښتنه دا ده چې خپلواکي څه ډول اندازه کړو؟ څنګه پوهیدی شو چې د یو هیواد مرکزي بانک د بل هیواد تر مرکزي بانکه زیات یا کم خپلواک دی؟ او یا دا چې یو مرکزي بانک تر پخوا خپلواکه شوی او که خپلواکي یې محدوده شوی. همدغو پوښتنو د ځواب موندلو په موخه ، څیړونکو په بیلابیلو دورو کې هڅه کړی د مرکزي بانکونو د خپلواکۍ د اندازه ګیرۍ لپاره یو شمیر شاخصونه رامینځته کړي تر څو وکولی شي د مرکزي بانک خپلواکي په اعدادو او ارقامو سره اندازه کړي. د مرکزي بانک د خپلواکۍ د اندازه ګیرۍ لپاره له دوه ډوله شاخصونو ګټه اخیستل کیږي :
• قانوني شاخص
• غیر رسمي شاخص
1.1 قانوني شاخص
په قانوني شاخص کې د مرکزي بانک قانون تر مطالعې لاندی نیول کیږي او د قانون د موادو په اساس قضاوت کیږي چې یو مرکزي بانک څومره خپلواکي لري. دغه شاخص په لومړي ځل د Cukierman, Webb, and Neyapti لخوا په ۱۹۹۲ کال کې رامینځته شو. د غو دوو څیړونکو د مرکزي بانکونو قوانین مطالعه کړل او د هغې پر بنسټ یې په څلورو ګروپونو کې د ۱۶ ځانګړنو یو لیسټ برابر کړ چې د مرکزي بانک د خپلواکۍ په اندازه کولو کې نقش درلودلی شي. هرې قانوني ځانګړنې ته یې له صفر ( کم خپلواکه) څخه تر یو (ډیر خپلواکه) پورې نمرې ورکړی او د هرې ځانګړنې لپاره د هغې اهمیت ته په کتو سره یو ځانګړی وزن Weight وټاکل شو.
دلته د بشپړ لیسټ له راوړلو څخه تیریږو او یوازی په ټولیز ډول سره د هغو څلورو سترو موضوعګانو یادونه کوو چې په دغه لیست کې یې ځاي نیولی او له مخې یې د مرکزي بانک خپلواکي اندازه کیږي:
لومړی ګروپ : د مرکزي بانک د مشرانو ګمارنه او له دندې ګوښه کول ( د ټول شاخص ۲۰٪ تشکیلوي)
د بیلګې په توګه، یو مرکزي بانک د خپلواکۍ تر ټولو لوړې نمرې هغه وخت اخیستی شي چې په قانون کې یې د مرکزي بانک د رئیس:
• د تصدۍ دوره تر اتو کلونو زیاته وي
• رئیس د مرکزي بانک د بورډ لخوا ټاکل کیږي ( نه د حکومت او یا پارلمان لخوا)
• رئیس په هیڅ دلیل له دندې نشي ګوښه کیدی
• او رئیس ونشي کړی چې د مرکزي بانک دریاست د تصدۍ پر مهال په حکومت کې بله دنده ولري
دویم ګروپ : د مرکزي بانک د پالیسۍ جوړولو پروسه (د خپلواکۍ د شاخص ۱۵٪ تشکیلوي )
د پالیسۍ د جوړولو په برخه کې درې ځانګړنې مهمې دي او د خپلواکۍ تر ټولو لوړه نمره هغه مرکزي بانک اخلي چې:
• مرکزي بانک خپله پالیسي پخپله جوړوي ( د حکومت له مشورې او ګډون پرته)
• د مرکزي بانک د اهدافو په اړه د شخړې د رامینځته کیدو په صورت کې، وروستۍ خبره د بانک وي
• او مرکزي بانک د دولت د بودجې په جوړولو کې فعاله ونډه ولري
دریم ګروپ : د مرکزي بانک هدف ( د خپلواکۍ د شاخص ۱۵٪ تشکیلوي )
په دې برخه کې، یو مرکزي بانک هغه وخت خپلواکه ګڼل کیږي چې:
• په قانون کې (د قیمتونو ثبات) د یوازیني هدف په توګه راغلی وي
په هغه صورت کې چې بانک ګڼ شمیر موخې ولري ( لکه بشپړ استخدام ) چې د ( قیمتونو د ثبات) سره په ټکر کې وي، نسبتا ټیټې نمرې اخلي. په هغه صورت کې چې د مرکزي بانک په قانون کې له هیڅ هدف څخه یادونه نه وي شوي او یا ( د قیمتونو ثبات) د مرکزي بانک په اهدافو کې نه وي شامل، بانک تر ټولو ټیټه نمره (صفر) اخلي.
څلورم ګروپ : حکومت ته د پور ورکولو پر وړاندی خنډونه (د خپلواکۍ د شاخص ۵۰٪ تشکیلوي )
حکومت ته د پور ورکولو کچه، د پور موده، د ربحې نرخ، د هغو حکومتي ادارو نوعیت چې له مرکزي بانک څخه پور اخیستی شي او دېته ورته اته ځانګړني دي چې د بانک د خپلواکۍ په دې اړخ پوری اړه لري. په ټوله کې هغه مرکزي بانک تر نورو خپلواکه دی چې د حکومت د بودجې په تمویلولو کې هیڅ او یا خورا محدود نقش ولري او قانونا ونشي کړی چې حکومت ته پور ورکړي.
1.2 غیر رسمي شاخص ( د مرکزي بانک درئیس تبدیلي)
قانوني شاخص د څو دلایلو له امله په یوازیتوب سره نشي کولی د یو مرکزي بانک د خپلواکۍ کچه معلومه کړي. په عمل کې مرکزي بانکونه هاغومره خپلواکه نه وي څومره چې د قانوني شاخص په واسطه ښودل کیږي. لومړی دلیل یې دا دې چې قانون لکه څرنګه چې لیکل شوی، په هماغسې ډول نه پلي کیږي. د قانون حاکمیت د افغانستان په څیر په وروسته پاتي هیوادونو کې تر ډیره کمزوری دی او په یوه او بله پلمه تر پښو لاندی کیدی شي. نو په همدې بنسټ د مرکزي بانک خپلواکي تر ډیره د مرکزي بانک درئیس او د رهبري شورا د غړو په شخصیت او خپلواکۍ پورې اړه لري. دویم دلیل یې دا دی چې ځینې وخت د قانون مواد دومره مبهم او ګونګ وي چې هر تعبیر تری اخیستل کیدی شي چې زیاتره وخت د حکومت لخوا د مرکزي بانک د خپلواکۍ د محدودولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.
د قانوني شاخص تر څنګ، د مرکزي بانک د خپلواکۍ داندازه کولو لپاره ځینې نور شاخصونه هم کارول کیږي چې غیر رسمي شاخصونه یې بولي. په غیر رسمي شاخصونو کې تر ټولو مهم یې د مرکزي بانک د رئیسانو د تبدیلۍ مساله ده. په هره اندازه چې د مرکزي بانک رئیسان ژر ژر تبدیل شي، ددې مانا ورکوي جې د مرکزي بانک خپلواکي محدوده ده او په حکومت پورې تړلی دی. د مرکزي بانک د رئیسانو ژر تبدیلي، حکومت ته ددې فرصت ورکوي چې هغه څوک د بانک د رئیس په توګه وټاکي،
چې د حکومت په خوښه کار کوي او د بانک هغه رئیس چې حکومت چلینجوي، ژر له دندې ګوښه کړي. ددې کار پایله بیا دا وي چې د مرکزي بانک رئیسان نشي کولی په خپلواکه توګه پولي پالیسي پر مخ یوسي او د حکومت مخالفت وکړي.
برعکس که یو رئیس د اوږدې مودې لپاره د مرکزي بانک چاري اداره کړي، په ځانګړي توګه په هغه صورت کې چې د څو انتخاباتي دورو په ترڅ کې د رئیس په توګه پاتې شي، بې له شکه چې کولی شي له یو پیاوړي دریځ څخه په خپلواکه توګه پولي پالیسي پرمخ یوسي د انفلاسیون د کنټرول لپاره اوږدمهاله پلانونه ولري. د حکومت په بدلیدو سره، د مرکزي بانک په رهبرۍ کې بدلونونه ددې مانا ورکوي چې مرکزي بانک خپلواکي نه لري او تر ډیره په حکومت پورې تړلی.