لیکنه: فضل ربي شیرزاد
یادونه: د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو اوونیو کې، د پوهنې وزارت پخواني مرستیال ښاغلي صدیق پتمن په یو تلویزیوني بحث کې پر دولت سخته نیوکه وکړه چې د مرکزي بانک په خزانه کې یې څه دپاسه اته ملیارده ډالره ساتلي خو د سترو دولتي پروژو د تمویل لپاره ورڅخه کار نه اخلي. ومې غوښتل لومړی د مرکزي بانک په خپلواکۍ یو څو کرښې ولیکم او که موکه برابره شوه دویم ځل د مرکزي بانک لپاره د بهرنیو اسهارو دزیرمو د اهمیت په اړه جلا لیکنه وکړم.
د شلمې پیړۍ په ورروستیو لسیزو کې او په ځانګړي توګه د ۱۹۷۰ مو کلونو په جریان کې په ګڼو هیوادونو کې پراخ انفلاسیون پالیسي جوړونکي په دې فکر کې واچول چې څرنګه کولی شي د مرکزي بانکونو د مدیریت په بڼه کې بدلون راولي. ګڼ شمیر څیړونکي تر یو لړ تحقیقاتو وروسته دغې پایلې ته ورسیدل : هغه مرکزي بانکونه چې د پولي پالیسۍ د اجراء په برخه کې خپلواکي نه لري، همیشه د سیاسیونو تر فشار لاندی وي تر څو اقتصاد ته وده ورکړي او بیکاري راکمه کړي. خو دا چې اقتصاد له خپل ظرفیت څخه پورته تولید نشي کولی، دغه سیاست په اوږد مهال کې دبیو د کچې د لوړوالي ( انفلاسیون) لامل کیږي.
ددغې ستونزې یو حل دا وو چې د پولي پالیسۍ د طرحې او اجراء مسؤلیت له حکومت څخه راجلا کړی شي او دغه کار یوې ځانګړې خپلواکې ډلې ته وسپارل شي. همدا وخت وو چې دا نظریه رامینځته شوه چې له حکومتي دستګاه څخه د مرکزي بانک خپلواکي کولی شي د انفلاسیون په کموالي کې اغیزمن واقع شي.
همدا وو چې زیاترو هیوادونو داسې قوانین رامینځته کړل چې مرکزي بانک یې د حکومت له کنټرول څخه بهر کړ یانی مرکزي بانکونه یې خپلواک کړل. د اروپايي اتحادیې د ۱۹۹۲ کال تړون (Maastricht Treaty) د اروپا د پولي اتحادیې د رامینځته کیدو د یوې برخې په توګه له غړو هیوادونو وغوښتل چې خپلو مرکزي بانکونو ته خپلواکي ورکړي. په پایله کې د اروپايي اتحادیو هغو هیوادونو چې خپلواکه مرکزي بانکونه یې نه درلودل، داسې قوانین رامینځته کړل چې دمرکزي بانکونوخپلواکي یې زیاته کړه. دا چې د مرکزي بانک خپلواکي څه ته وايي ؟ څه ډول اندازه کیږي؟ د بیلابیلو هیوادونو ترمینځ د مرکزي بانک د خپلواکۍ کچه څومره ده ؟ او بالاخره د افغانستان بانک څومره خپلواکه دی؟ هغه پوښتنې دي چې په دې مقاله کې یې د ځواب موندلو هڅه شوی.
د یادولو وړ ده چې په دې مقاله کې ډیره اتکاء په هغو څیړنو شوی چې د مرکزي بانکونو د خپلواکۍ د اندازه ګیرۍ، پیژندنې او پایلو په اړه د بیلابیلو عالمانو لخوا ترسره شوي. په وروستۍ برخه کې د افغانستان بانک ترڅیړنې لاندی نیول شوی او هڅه شوی له یوې خوا د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې د افغانستان بانک خپلواکي وڅیړل شي او له بلې خوا په دې بحث شوی چې په تیره څه دپاسه یوه لسیزه کې د افغانستان بانک په واقعي توګه څومره خپلواکي درلوده.
1 د مرکزي بانک د خپلواکۍ مفهوم او ماهیت
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون …او ګڼ شمیر نور داسې بنسټونه تر سترګو کیږي چې د خپلواکۍ کلمه یې له نوم سره اخیستل کیږي. په ټوله کې د یو بنسټ خپلواکي ددې مانا ورکوي چې یاد بنسټ زیات یا کم د دولت د نورو څانګو له نفوذ څخه ازاد دی.
د مرکزي بانک خپلواکي دا مانا لري چې دغه بانک د پولي پالیسۍ د جوړونکي په توګه، د پولي پالیسۍ د جوړولو او اجراء په برخه کې ، له هر ډول حکومتي او سیاسي اغیز څخه ازاد وي. د مرکزي بانک خپلواکي درې اړخونه لري چې دلته یې په لنډه توګه تر بحث لاندې نیسو:
a) وظیفوي خپلواکي
یو مرکزي بانک هغه وخت خپلواکه ګڼل کیږي چې د حکومت له مداخلې پرته په ازاده توګه وکولی شي خپلو موخو ته د رسیدو لپاره خپلې پالیسۍ جوړې کړي. د بیلګې په توګه خپلواکه مرکزي بانکونه په خپلواکه توګه د پیسو په بازار کې د ربحې لنډمهاله نرخ ټاکي. په هغه صورت کې چې دربحې د نرخ په ټاکلو کې د مرکزي بانک پر وړاندی خنډونه رامینځته کیږي، دا ددې مانا لري چې بانک پوره خپلواکي نه لري. همدا راز که مرکزي بانک مجبور کړی شي چې په مستقیمه توګه د حکومت د بودجې کسر تمویل کړي، د بانک خپلواکي تر پوښتنې لاندی راځي.
b) شخصي خپلواکي
د مرکزي بانک شخصي خپلواکي د مرکزي بانک د رئیس او د رهبري شورا د غړو په خپلواکۍ پورې اړه لري. دبانک د رئیس او د رهبري شورا د غړو ټاکل، له دندې ګوښه کول، د تصدۍ دوره، سیاسي تړاونه، تحصیلات او مسلکیتوب هغه څه دي چې په دې برخه کې د یادولو وړ دي.
ددې لپاره چې مرکزي بانک خپلواکه واوسي باید داسي رهبري ولري چې وکولی شي په پوره خپلواکۍ سره خپلې دندې پرمخ یوسي. د مرکزي بانک رئیس او د رهبري شورا غړو باید نه د دندې تر اشغال وړاندی په سیاست کې فعاله ونډه درلودلي وي او نه هم تر دندې وروسته په سیاست کې د ګډون تمه تری وشي. تجربو ښودلی په هغه صورت کې چې د مرکزي بانک رئیس او یا د رهبري شورا غړي سیاسي تړاونه ولري، د دولت د نورو ارګانونو لخوا تر فشار لاندی نیول کیږي په ځانګړي توګه په هغه وخت کې چې حکومت بدلون مومي. همدا راز د سیاسي تړاو د درلودلو په صورت کې، د مرکزي بانک رئیس او د رهبري شورا غړي نشي کولی چې د اړتیا په وخت کې د اقتصادي او بودجوي سیاستونو په اړه په سمه توګه خپل غږ پورته کړي.
ددې ترڅنګ، رئیس او د رهبري شورا غړي باید د پولي او بانکي چارو پیژندل شوي او منل شوي متخصصین وي.
c) مالي خپلواکي
په هغه صورت کې چې مرکزي بانک د خپلو عملیاتي لګښتونو د پوره کولو لپاره په حکومت پوری تړلی وي، په هیڅ صورت نشي کولی په خپلواکه توګه خپلې کارونه مخته یوسي. د مرکزي بانک مالي خپلواکي ددې ایجاب کوي چې مرکزي بانک پخپله خپله بودجه وټاکي، د محاسبې ځانګړي اصول پلي کړي، او د ګټې د ویش لپاره روښانه کړنلاره ولري