د مسالې علاوه کوونکي مرکبونه –ډولونه ،کارول او په معماري جوړونه کې ګټې. Mortar Admixtures – Types, Uses and Benefits in Masonry Construction
د مسالې علاوه کوونکي مرکبونه یو ډول کیمیاوي مرکبونه دي چې په مساله کې د سیمنټو ،شګې او اوبو سره ورزیاتیږي څو د مسالې یو شمیر خواص زمونږ د خوښې سره سم وړاندې کړي لکه د اوبو ضد ،د اوبو دفع کوول(water-repellency) ،د ښوره کیدو(efflorescence) کنترول ،د کارقابیلت ښه کول،د جوش کیدو یا ځان نیونې وخت زیاتول او وروسته کول(retarding) او داسې نور .دمسالې علاوه کوونکي په 1:3 نسبت سره په معماري جوړونه کې کاریږي .
د معماري مسالي لپاره کاریدونکي علاوه کوونکي مرکبونه له هغه سره توپیر لري چې په عام ډول سیمنټي کانکریټو کاریږي،ځکه د هغې کارول په مساله کې دومره اغیزمن نه وي .د بیلګې په ډول ،د هوا درلودونکې مسالې علاوه کوونکی مرکب د پلاستیک سیزر په توګه کاریږي څو د ذراتو ترمنځ ښویه والی منځ ته راوړي او د مخلوط لپاره د ضرورت وړ اوبو مقدار ورسره راکم کړي .هغه همدارنګه د مسالې کثافت راکموي کوم چې د ګلماله کولو لپآره ګټور دی او وروسته له سختیدو یخ نیونې(freeze-thaw) پروړاندې ښه مقاومت کوي .په مساله کې د علاوه کوونکي مرکب اغیز د مسالې د مخلوط ،مخلوطونکي او د ورځې هغه وخت پورې اړه لري چې مساله په کې مخلوط کیږي .د د جوش وخت چټک کوونکې مرکب ددې لپاره کاریږي څود مسالې دجوش کولو وخت چټک کړي او وروسته کونکی یې ددې لپاره کاریږي څو د مسالې د جوش کیدو وخت وروسته کړي.که په مساله کې وروسته کونکي مرکبونه (retarders admixture) وکارول شي نو هغه ددې اجازه ورکوي مساله جوړولو وروسته ان 36 وروسته هم وکارول شي.کله چې وروسته کوونکی مرکب د معماري واحدونو او یا بلاکونو ترمنځ وکارول شي د مسالې یو اندازه اوبه او کیمیاوي مواد د بلاکونو په واسطه کش کیږي ،ځکه نو د سختیدو پروسې پیل کیږي .نو په معماري کارونو کې باید همداسې وروسته کوونکی مرکب وکارول شي چې جذبولو خاصیت ولري.
د علاوه کوونکي مرکب ډولونه او کارول .Types and Uses of Mortar Admixtures
نظر کارونو ته د مسالې علاوه کوونکي مرکب ډولونه .
1. د اوبو ضد علاوه کونکی مرکب ددې لپاره کاریږي چې دمعماري کارونو بستر کې د لمدبل حرکت راکم کړي .
2. د اوبو ساتونکي مرکب له مسالې څخه معماري بلاکونو د اوبو راکشول کموي او کارقابلیت زیاتوي او سلیښت ناکه کیدا زیاتوي (cohesion)او د مسالې اوبه بهیدل(bleeding) کموي .
3. د هوا جذبونکي مرکب دمسالې کارقابلیت(workability) لوړوي.
4. چټک کوونکی مرکب د مسالې جوش کیدو یا ځان نیونې وخت راکموي .
5. وروسته کوونکي مرکب د مسالې ځان نیونې یا جوش وخت زیاتوي او معمولا په تیار مخلوط مسالو کې کاریږي .
6. پولیمیر منتشرونکی مرکب ارتجاعیت زیاتوي او د اوبو دفع کولو کې مرسته کوي .
د مسالې د علاوه کوونکي مرکبونو کارولو ګټې .Benefits of Using Mortar Admixtures
1. دا مرسته کوې چې په مساله کې مناسب اندازه اوبه وساتي.
2. ښوره کیدل راکموي.
3. د کارقابلیت او سلیښت ناک والی ښه کوي.
4. محکمیت لوړوي.
5. د اوبو جذب راکموي.
د مسالې تناسب .Proportioning of Mortar
مساله باید ASTM C-270 له سټندردونو مشخصاتو سره سم متناسب جوړه شي.
د معماري مسالې علاوه کوونکی مرکب څنګه وکارول شي.
د معمارۍ لپاره علاوه کونکي مرکبونه دبیلابیلو موخو لپآره کاریږي او په معماري جوړونه کې بیلابیل خواصو باندې اغیز کوي .ددې کارول د معماري جوړولو په ډول ،مخلوط نسبت ،مخلوطونکي او مخلوطولو وخت پورې اړه لري.د کارولو پروخت د تولیدونکو لخول لیکل شوو مشخصاتو ته باید پام وشي.
د معماري علاوه کوونکو مرکبونو لپاره سټنډرډونه او ازمایښت Standards and Tests for Masonry Admixtures
دمسالې د بیلابیلو خواصو لپاره لاندې ازمایښتونه او سټنډرونه باید په پام کې ونیول شي.
o ASTM C270 – Standard Specification for Mortar of Unit Masonry
o ASTM C90 – Standard Specifications for Load Bearing Concrete Masonry Units
o ASTM C1384 – Standard Specification for Admixtures for Masonry Mortars
o ASTM E514 – Standard Test Method for Water Penetration and Leakage Through Masonry
o ASTM C1072 – Standard Test Method for Measurement of Masonry Flexural Bond Strength
o ASTM C140 – Standard Test Method for Sampling and Testing Concrete Masonry Units and Related Units
o ASTM C780 – Standard Test Method for Preconstruction and Construction Evaluation of Mortars for Plain and Reinforced Unit Masonry
You also might be interested in
ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت[...]
لیکنه: احمدضیأ ابدالي لیک لوست ډير اړین بولم د انسان[...]
لیکنه: ثناء الله مهربان جرم د یو انساني او ټولنیز[...]