بیم هغه ساختماني عنصر دی چې معمولا له انحنا سره مخ وي نو ځکه د ساختماني تحلیل او شننې پرمهال ډیر تمرکز پر کوږوالي مومنټ ،عرضي قوې او کړوپیدو (Deflection) باندې کیږي.کله چې پر بیم باندې د کوږوالي یا انحنا مومنټ عمل کوي نو په بیم کې د کوږوالي نسبي اوږدیدل (bending strain)منځ ته راځي .مقاومت کوونکی مومنټ د داخلي تشنجاتو(Internal stresses) له امله پیداکیږي .د مثبت مومنټ له امله د بیم په بره برخه کې فشاري نسبي اوږدیدل (Compressive strain)او لاندې برخه کې کششي نسبي اوږدیدل (Tensile Strain) پیداکیږي .د کانکریټو کششي محکمیت کمزوری دی او پخپله دانحنايي عنصر په توګه کارول یی مناسب نه دي .که بیم له کوږوالي مومنټ سره مخ شي او سیخان په کې نه وي کارول شوي نو کششي ناحیه به یې له فشارې ناحې وړاندې ناکامه شي او له کاره به ولویږي .همدا لامل دی چې په کششي ناحیه کې یې فولادي سیخان اچول کیږي .فولادي سیخان دټولو کششي کږونکو تشنجاتو پروړاندې مقاومت کوي ځکه کله چې په کانکریټو کې درزونه پیداشي نو د کانکریټو محکمیت په کشش کې صفر کیږي .
مستطیلي بیم.
د مستطیلي بیم ډيزاین پروسیجر په لاندې ډول خلاصه کیدای شي .
1. د ACI کوډ له مخې د بیم لپاره یو یو مناسب ژوروالی فرض کړۍ .که د بیم کړوپیدل په پام کې نیول اړینه موضوع نه وي ترټولو کم پیړوالی په پام کې ونیول شي.یوه اسانه لاره داده چې په لومړني توګه د وایې هرفوټ لپاره 0.75 انچ ژوروالی په پام کې ونیول شي.
2. د بیم لپاره یو مناسب پلنوالی فرض کړۍ (د پلنوالی او ژوروالی نسبت 1:2 فرض کړۍ یعنی پلنوالی د ژوروالی نیم اندازه )
3. د بیم خپل وزن او ډیزاین بار محاسبه کړۍ .
4. فکتور شوی بارو محاسبه کړۍ ،1.4DL+1.7LL .
5. ډیزاین مومنټ Mu محاسبه کړۍ .
6. د یوګوني سیخ بندی شوي بیم لپاره ترټولو زیات ممکنه نومینال مقاومت مومنټ Mnϕ محاسبه کړي .
7. د یوګونې سیخ بندۍ لپاره ترټولو زیات ممکنه ممکنه نومینال مومنټ Mnϕ او ډیزاین مومنټ Mu له مخې د سیخ بندۍ ډول وټاکۍ .که چیرې Mnϕ له Mu کم وي دوه ګونې سیخ بندي ډیزاین ورته وشي .
8. د یوګوني سیخ بندي شوې مقطعې ډیزاین مومنټ ظرفیت(Capacity moment) پیداکړۍ .(کانکریټ –سیخ جوړه)
9. د یوګوني سیخ بندي شوې مقطعې لپاره د سیخ مساحت پیداکړۍ .
10. ضروري باقي مانده مومنټ (residual moment )پیداکړۍ ،ددې لپاره د یوګوني سیخ بندي شوې مقطعې له ټول ډیزاین مومنټ څخه ډیزاین ظرفیت مومنټ منفي کړۍ.باقي مانده مومنټ هغه مومنټ دی چې بیم د بارونو د پرله پسې واردیدو پروړاندې الاستیکي غبرګون ښودو جوګه کوي.دا په دې مانا دی چې که په یو بیم بار وارد شي او ترې بیرته لرې شي په بیم کې یو اندازه مومنټ لا شتون لري چې د بل ځل بار واردیدو سره جمع کیږي .فورمول یی m=M-Me .دلته m باقې مانده مومنټ او M د ټولو بارونو له امله مومنټ دی چې په مقطع کې منځ ته راغلی او Me الاستیکي مومنټ دی چې په همغه مقطع کې به دهمغه بار لاندې د الاستیکي خاصیت درلودو له امله منځ ته راشي.
11. د اضافي باقي مانده مومنټ لپاره د سیخانو مساحت پیداکړۍ .
12. د کششي ساحې او فشاري ساحې ټولو سیخانو مساحت مالوم کړۍ .
13. سیخانو قطر غوره کړۍ او سیخان ډیزاین کړۍ .
14. د بیم فرض کړای شوی ژورالی او پلنوالی بیاځلې چک کړۍ .
T ډوله بیم ،
1. د بیم لپاره مناسب موثر ژوروالی فرض کړۍ .
2. د بیم لپاره ډیزاین مومنټ Mu پیداکړۍ .
3. د ACI له مخې د تاقچې موثر پلنوالی b فرضي ونیسي .
4. فرض کړۍ تاقچې فشاري ناحیه اتکا کوي او ددې له مخې ترټولو زیات ممکنه نومینال مقاومت مومنټ Mnϕ محاسبه کړي.
5. که چیرې Mnϕ له Mu زیات وو ،نو بیم به له b موثرې تاقچې سره د مستطیلي T بیم په شان ډيزاین شي .او که چیرې Mnϕ له Mu کم وي نو به بیم د حقیقي T په شان خاصیت ولري.
6. له داخلي جوړې (internal couple) څخه اټکلیز بازو فاصله پیدا کړۍ.
7. د سیخانو اټکلیز مساحت محاسبه کړۍ .
8. سیخانو قطر وټاکۍ او سیخان ډيزاین کړۍ.
9. د بیم پلنوالی چک کړۍ.
10. د بیم حقیقي ژوروالی پیداکړۍ او بیاځلې دبیم تحلیل وکړۍ .