لیکنه: آرش ننګیال
د انسانانو یوه اساسي غوښتنه داده چې خلکو کې منلی او ښاغلی شي. دې غوښتنې ته د رسېدو لپاره شهرت تر ټولو اسانه لاره ده.
کله چې یو کس مشهور شي نو د خلکو لپاره الګو یا مثال جوړ شي، خلک تل غواړي چې د مشهور کسانو سره ناسته ولاړه وکړي، مجلس او خبرې ورسره وکړي، عکسونه او امضا یې واخلي.
دا ډول مینه هېڅ ډول سرحد نه مني. لکه زه چې د فوتبال مشهور ستوري کریس رونالدو سره بې کچې مینه لرم. د لوبو د لیدلو لپاره یې شپې رنې کوم.
خو زه هم د خپلې مینې بدله غواړم. هغه چا سره چې زه مینه کوم او مینوال یې یم، زه ترې تمه هم لرم. زما موخه دا نه ده چې زه ترې د ملګرتیا، پیسو یا ترې د چکر وهلو تمه ولرم، بلکې زما تمه به دا وي چې ما سره ښه سلوک وکړي. په دې مانا چې هغه باید خپلو مینوالو ته ارزښت ورکړي. دا یوازې زما نه بلکې د هر چا غوښتنه ده.
که څوک غواړي چې هم د شهرت او هم د محبوبیت خاوند شي باید خپلو مینوالو ته ارزښت ورکړي او تولنیزو نزاکتونو ته پام وکړي.
ـ د عکس اخیستل
عام خلک غواړي چې ځینو مشهورو کسانو سره یادګاري عکسونه واخلي. شاید دا ورته له هرڅه ډېر ارزښت ولري. مشهورو کسانو ته پکار ده چې په داسې ډول له خپلو مینوالو سره عکسونه واخلي چې مینه او محبت پکې له ورایه ښکاره شي. داسې نه لکه زموږ ځینې مشهوره کسان چې نه خو له خپلو مینوالو سره په سلوک پوهېږي او نه ورسره سم عکس اخلي او نه ورته لاس لیک کوي….
مینوال به یې په یوه دنیا امید او خوښۍ څنګ ته ولاړ وي خو دی به یا بل چا سره په خبرو بوخت وي، یا به یې وچلی تروش وي او یا به یې مبایل سره لوبې کوي…
مشهوره کسان باید خپلو مینوالو ته ارزښت ورکړي، داسې عکس ورسره واخلئ چې هغه کې مینه او محبت له ورايه ښکاره شي، په اوږه یې لاس کېدي، ځان ته یې رانژدې کړئ، مسکا وکړئ، ځکه چې ستاسو عکس شاید کلونه عمر وکړي نو پکار ده چې ستاسو له عکس نه ښه خاطره ولري نه دا چې درنه نفرت وکړي او د بد اخلاقه نوم درباندې کېدي.
ـ ایا تاسو د شهرت خوبونه نه لیدل…؟
ـ خبرې اترې.
د ځینو کسانو لیدلو نه نا لیدل ډېر ښه وي. ځکه موږه د هغو کسانو په هکله ذهني تصویر جوړوو چې مینه ورسره لرو خو له نژدې مو نه وي ليدلي…
یوه ورځ له کوټې نه څوک راغلی و چې د بی بی سي د تعلمي پروژو د نوي کور نوي ژوند د ډرامې یو مشهوره ممثل ممنون مقصودي، بنجاري ماما چې زه وم او نور کسان وګوري. زه د هغه کس مینې ته حیران شوم. له پوره محدودیتونو سره. سره مې سړی دفتر ته بوتلو او هغه ارمان کې ورته پوره کړو چې له امله یې له کوټې نه راغلی و. نو دې مینې ته ارزښت ورکړئ او په قدر یې پوی شي، دا هغه مینه ده چې په اسانه یې نه شئ پیدا کولای.
دا هغه بې مقصده مینه ده. شاید داسې نور ډېر کسان وي چې د خپلې خوښې لوبغاړی، هنرمند او…. لیدو ته ورشي. نو مشهورو کسانو ته پکار ده چې خپله مینه ترې ونه سپموي، باید مینه ورسره وشي، خوږې خبرې ورسره وشي، څو چې له ځانه سره ښې خاطرې یو سي نه دا چې په خپل راتګ پېښمانه شي او و وايي چې له دې لیدو نه. نه لیدل غوره وو.
ـ ټلیفوني اړیکې.
په اوسني عصر کې مبایلونو د خلکو ترمنځ واټن را لنډ کړی دی. اوس نو ډیری کسان یوازې په دې بسنه کوي په مبایل درسره خبرې وکړې او خپله تنده ماته کړې. خو زموږ ځینې مشهوره څېرې له خپلو مینوالو سره څنګه چې پکار ده هغسې خبرې نه کوي. یا یې مبایل نه اوکې کوي او که اوکې یې کړي او نارینه وي نو سمې خبرې ورسره نه کوي او که جنۍ وي نو له دوو خبرو ورسته ورته د دام اېښودلو لپاره لارې چارې سنجوي. عکسونه ترې غواړي او داسې او…
ـ رنسۍ او مشهوره څېرې.
د مشهورو او نوم وتو کسانو مرکې هرڅوک په مینه اوري او غواړي چې د ژوندانه په هکله یې مالومات ترلاسه کړي. ځینې مشهوره څېرې د مرکې په ارزښت پوهېږي او پر دې یې هم فکر کړی وي چې یادې مرکې کې څه ووايي او څه ونه وايي خو ځینې مشهوره څېرې ( په تېره زموږه ځینې) له څېرې ډېر ښه ښکاري خو کله چې خوله خلاصه کړي هره خبره یې چیغې وهي چې ما مه اورئ. دوی ته چې څه په خوله راځي وایي یې. نه د خان خیال ساتي او نه هم د خپلو اورېدونکو. دوی باید پوه شي چې اورېدونکو ته کومې خبرې په زړه پورې دي او کومې نه دي. کومې خبرې وکړي او کومې ونه کړي….
نو اول یې زده که بیا کوژده که.
په درنښت