ژباړن: نوراحمد فضلي
ومي ویل: څومره د تنهايۍ احساس کوم؟
زه چي درنزدې یم (بقره/۱۸۶)
ومي ویل: ته هميشه نزدې یې، زه لېرې یم… کاش چې کیدلای سوای، ډېر در نزدې وای.
ودې ویل: وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ
هر سهار-مازدیګر دې پروردګار په خاموشۍ، عاجزۍ او بېري سره یادوه (اعراف/۲۰۵)
ومي ویل: دا هم توفیق غواړي!
ودې ویل: أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ
آیا نه دي خوښیږي چې رب دې وبخښي؟! (نور/۲۲)
ومي ویل: ښکاره ده چې خوښیږي مي؛ دا چې وه مي بخښې.
ودې ویل: وَاسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ
نو بیا دي د رب څخه بخښنه طلب کړه او توبه وباسه (هود/۹۰)
ومي ویل: ددې دومره ګناهونو سره، آخر زه څه کار کولای سم؟!
ودې ویل: أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ
مګر نه پوهېږې؛ خدای دئ چي د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي؟! (توبه/۱۰۴).
ومي ویل: نور به نو په کم مخ توبه وباسم او ته به ئې را قبلوې؟
ودې ویل: اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْب
(مګر) خدای پاک پوه، حکیم او دا نا دئ، بخښوونکی د ګناهونو او قبلوونکی د توبې دئ(غافر/۲-۳ )
ومي ویل: ددومره ډیرو ګناهونو سره –سره، زه د کومي ګناه څخه توبه وباسم؟!
ودې ویل: إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا
خدای ج ټول ګناهونه بخښي (زمر/۵۳)
ومي ویل: آیا بیا هم توبه وباسم؟ بیا هم مابخښې؟!
ودې ویل: وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ
آیا سته بل څوک بغیر له خدایه چي ګناهونه وه بخښي؟! (آل عمران/۱۳ )
ومي ویل: نه پوهیږم ولي ستا ددې خبرې پر وړاندي د کمي احساس کوم. اور راباندې بلیږي، ویلي کوي مي، عاشق کیږم او توبه باسم.
و دې ویل: إِنَّ اللَّهَ يُـحِـبُّ الـتَّـــوَّابِـيـــنَ وَيُـحِــبُّ الْـمُـتَـطَـهِّـرِيـنَ
خدای پاک، هم توبه کوونکي او هم هغوی چي پاک دي؛ دوست لري. (بقره/۲۲۲)
بېله غوښتني مي وویل: الهي و ربِّي مَن لي غَیرُک(اې زما پالونکیه! ستا څخه پرته زما څوک نسته.)
و دې ویل: أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ
خدای د خپل بنده لپاره کافي نه دئ؟ (زمر/۳۶).
ومي ویل: ستا ددې پراخو او ډيرو سترو مهربانیو په مقابل کي زه څه کار کولای سم؟!
ودې ویل: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا(41)وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا(42)هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُمْ مِنْ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا
اې هغو کسانو! چي ایمان مو راوړیدی(مومنانو) د رب ذکر مو په کثرت سره کوئ او شپه و ورځ ئې تسبېح او پاکي بیانوئ. ستاسي پروردګار هغه ذات دئ چي خپله او هم ئې ملائیکې پر تاسي نعمتونه او رحمتونه وروي ترڅو تاسي د تاریکۍ څخه د روښنایۍ پر لور را وکاږي. الله ج د مومنانو په نسبت بې حده مهربان دئ. (احزاب/۴۱-۴۳)