ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Mortar Mix Ratio Proportioning for Masonry Construction
د مسالې مخلوط نسبت لکه د مسالې د سیمنټو او شږې تناسب د معماري جوړونې په ښکلا او کارکردګۍ کې مهم رول لري.د مسالې مرکبه موادو ته مناسب تناسب ورکول لاندې ګټې لري.
- په مقاومت کې یوشان والی .
- یوشان کاروړتیا.
- یوشان رنګ .
- د سیلان اوتناسب یوشان والی.
معمولا د مسالې د شږې او سیمنټو تناسب ورکول د وزن پرځای د حجم پراساس ترسره کیږي.په لاندې توګه د ASTM C270 سټنډرډ مشخصاتو له مخې د بیلابیلو مسالو تناسبونه ښودل شوي.
- د M مساله پورتلنډ سیمنټ 1 برخه ، چونه ¼ برخه ، شږه 3 ½ برخې .
- د S مساله پورتلنډ سیمنټ 1 برخه ، چونه ½ برخه ، شږه 4 ½ برخې .
- د N مساله پورتلنډ سیمنټ 1 برخه ، چونه 1 برخه ، شږه 6 برخې .
- د O مساله پورتلنډ سیمنټ 1 برخه ، چونه 2 برخه ، شږه 9 برخې .
- د K مساله پورتلنډ سیمنټ 1 برخه ، چونه 3 برخه ، شږه 12 برخې .
د مسالې مخلوط تناسب ورکولو لپاره د پام وړ ټکي .
د مسالې د شږې د اندازه کولو په وخت باید ډیر پام وشي ځکه په شږه کې شته لمدبل متغیر وي.په شږه کې شته لمدبل به د شږې د پړسیدو لامل شي.د وچې شږې په پرتله به لمده شږه ډیر حجم ولري کوم چې په اندازه کولو کې غلطي پیداکوي.په مخلوط کې دا بدلون به د مسالې په مقاومت او پیوند په خواصو ناوړه اغیز وکړي.که د مسالې مخلوط کې له غوښتل شوې اندازې زیاته شږه واچول شي نو کاروړتیا به یی کمه او پیوند یا نښتل به یې کمزوري شي .داسې مساله به د کنګل کیدو –ویلي پرمهال ډیر بدحالت ولري.غوره خبر داده چې اندازه یې وخت په وخت وکتل شي،کله چې شږه د حجم له مخې پیمانه کیږي نو د اندازه کولو بکس باید له لرګي څخه جوړ شي. د موادو پیمانه کوونکی کولي شي تجربه وکړي چې په څو بیلچو سره د پیمانې بکس ډکیږي .نو که په حجم کې بدلون راځي هغه پرې اسانه پوهیدای شي.
د کانکریټو په پرتله د مسالې کاروړتیا لوړه وي .دا ځکه چې معماري واحدونه یو اندازه اوبه جذبوي چې دا به په مساله کې د اوبو-سیمنټو نسبت راټيټ کړي او په دې سره به دهغې مقاومت او پیوند کمزوری شي.نو ځکه له کارولو وړاندې باید د معماري واحدونه د څه وخت لپاره په اوبو کې ډوب شي .د مسالې غلظت د سلمپ او اوبو-سیمنټو نسبت په واسطه نه ورکول کیږي .معمولا دا دګلکار د تجربې له مخې پیداکیږي .هغه مساله چې ډیره وچه وي ګلکار هغه په سمه توګه نه شي هوارولی او ډیره لمده مساله ډیره زر لاندې کیني او ګلماله پرې ښه کار نه کوي.
د یوې ښې مسالې ځانګړتیاوې . Features of a Good Mortar Mix
یوه ښه مساله باید لاندې ځانګړتیاوې ولري.
- ښه کار وړتیا باید ولري.
- په اسانه خپره شي.
- په جینټونو کې په اسانه ننوځي .
- په عمودې سطحو باید ونښلي.
- وکولی شي واحد لین برابر کړی او اسانه لیول شي.
د مسالې مخلوط ډولونه .
په معماري ودانولو کې درې ډوله مخلوط مساله کاریږي.
- سیمنټ –چونه مسالې مخلوط
- معماري سیمنټ مسالې مخلوط
- مسالې سیمنټ مخلوط
- سیمنټ چونه مساله مخلوط. Cement Lime Mortar Mix
ددې مسالې مخلوط د چونې شږې په مخلوطولو سره چې وروسته ورسره سیمنټ هم ورګډ شي ترلاسه کیږي.دا مساله به ډیر ښه یوشان فزیکي خواص ولري.دا مساله ډیره ښه کاروړتیا،د اوبو ساتلو وړتیا ،د ځان نیونې زیات وخت او زیات مقاومت لري.
- معماري سیمنټ مساله . Masonry Cement Mortar
ددې مسالې مخلوط ددې لپاره منځ ته راغلی چې د مخلوطولو پروسې راکمې کړي.دا مخلوط د شږې او سیمنټو په مخلوطولو ترلاسه کیږي.مرکبه مواد یې نظر تولیدي حالت سره توپیر لري.
د معماري سیمنټ مرکبه مواد. The constituents of masonry cement are:
- د لوړ مقاومت او زیات ځان نیونې وخت لپاره پورتلنډ سیمنټ کاریږي .
- د کاروړتیا زیاتولو لپاره پلاستیک سیزر کاریږي.
- د زیات مداومت او او کاروړتیا لپاره هوا –ورکوونکي علاوه کوونکي کاریږي.
- دمسالي سیمنټ مخلوط. Mortar Cement Mix
ددې مسالې مخلوط د نوي نسل معماري سیمنټ دي ،د مسالې سیمنټو مخلوز د معماري سیمنټ په شان دي ،یواځنی توپیر یې دادی چې په داسې چمتو کیږي چې په هغې کې د هوا مقدار راکم شي.معماري سیمنټ مخکې پیک کیږي او دو له اوبو او شږې سره د ساختماني کار په ساحه کې مخلوط کیږي .دا دمسالې خواص ښه کوي او انحنايي نښتلو مقاومت زیاتوي.