د معماري سختماني کارونو لپاره کلسیم سلیکیټ خښتې یا شګه – چونه خښتې . Calcium Silicate Bricks or Sand- Lime Bricks for Masonry Construction works
کلسیم سلیکیټ خښتې له شګې او چونې جوړیږي او دشګې- چونې د خښتو په نوم مشهورې دي.داخښتې په ساختماني صنعت کې د بیلابیلو موخو لپاره کاریږي لکه په ودانۍ کې ددښکلا کارونه،معماري کارونه اونور.د شګې -چونې خښتو کارول په استرلیا اروپایې ، او افریقايي هیوادونو کې ډیر دود دی.د هندوستان د کرالې په ولایت کې ددې خښتو کارول ډیرمشهور دي.
د شګې چونې خښتو لپآره کاریدونکي مواد. Materials Used for Sand Lime Bricks.
د کلسیم سلیکیټ خښتو یا شګې –چونې خښتو د جوړولو لپآره لاندې مواد کاریږي.
1. شګه .
2. چونه .
3. اوبه او
4. پګمنټ یا د رنګ خمیره.
1. شګه . Sand
کلسیم سلیکیټ خښتې په غټ مقدار کې شګه لري چې مقدار یې له 88 تر 92% پورې رسیږي.دا په دې مانا ده چې ددې خښتو خواص په ټوله کې د کاریدونکې شګې په خواصو پورې تړاو لري.نو شګه باید ډیره ښه درجه بندي وي او هیڅ ډول ککړتیاوې لکه عضوي مواد ،منحله مالګې او نور مضره مواد ونه لري.د کلی مقدار کیدای شي تر 4% پورې موجود وي کوم چې دخښتې په ښویه کولو او پرس کولو کې ګټور تمامیږي.
2. چونه . Lime
د کلسیم سلیکیټ په خښتو کې د چونې مقدار له 8 تر 12% پورې وي .کاریدونکې شګه باید ښه کیفیت او لوړ مقدار کلسیم چونه ولري.
3. اوبه .Water
د کلسیم سلیکیټ خښتو لپاره باید پاکې اوبه وکارول شي.سمندري اوبه یا هغه اوبه ونه کارول شي چې منحله مالګې او یا له 0.25% زیات عضوي مواد لري.
4. پګمنټ . Pigment
معمولا پګمنټ ددې لپآره کاریږي چې خښتو ته رنګ ورکړي.دا د شګې او چونې سره د مخلوطولو پروخت ورعلاوه کیږي.د خښتې ټول وزن له 0.2 تر 3% پګمنټ مقدار لري.بیلابیل پګمنټونه د بیلابیلو رنګونو ترلاسه کولو لپاره کاریږي ،چې یو شمیر یې په لاندې ډول دي.
i. تورکاربن پګمنټ د تور او خاکستري رنګ ورکولو لپاره .
ii. اوسپنې اکساید پګمنټ د سور او نصواري رنګ ورکولو لپاره .
iii. کلسیم اکساید پګمنټ د شین یا زرغون رنګ ورکولو لپاره .
iv. اوچیري (Ochre) پګمنټ زیړ خاکستري رنګ ورکولو لپاره .
د کلسیم سلیکیټ خښتو تولیدول. Manufacturing of Calcium Silicate Bricks
په لومړی ګام کې ،د شګې،چونې او پګمنټ مناسب نسبتونو له مخې د 3 تر 5% اوبو سره مخلوط کیږي.بیا خمیره لاسه ته راځي چې د قالب کولو غلظت لري.خمیرې ته د خښتو شکل ورکول کیږي او د خښتو د پرس کولو لپاره میخانیکي دوارني پرس کوونکي میزونه(rotary table press) کاریږي.دفشار ورکولو فشار له 31.5 تر 63N/mm2 پورې وي.
په وروستي ګام کې ،خښتې د (Autoclave) په نوم فولادي سلنډرونو کې ایښودل کیږي او دواړه انجامونه یې سیل یعني کلک بندیږي کیږي.د Autoclave قطر 2m او اوږودوالی یې 20m وي.کله چې خښتې په دې بند چمبر کې کیښودل شي نو مشبوع ګازي فشار (saturated steam pressure) ورباندې راپریښودل کیږي چې دا فشار له 0.85 تر 1.6N/mm2 پورې وي.د چمبر دننه تودوخې درجه پورته کیږي او دتعامل پروسې شروع کیږي .په شګه کې د سلیکا (Silica)مقدار او چونه کې د کلسیم مقدار سره تعامل کوي اود کرستال مرکبات منځ ته راوړي چې کلسیم هایپو سلیکیټ(calcium hypo silicate) بلل کیږي.دا پروسې له 6 تر 12 ساعتونو پورې دوام کوي.اوس نو کلسیم سلیکیټ یا د شګې –چونه خښتې ترلاسه شي او ساحې ته لیږدولو ته چمتو دي.
د کلسیم سلیکیټ خښتو ګټې . Advantages of Calcium Silicate Bricks
کله چې کلسیم سلیکیټ خښتې په معماري ساختمانونو کې کاریږي لاندې ګټې لري.
1) د کلسیم سلیکیت خښتو کارول د پلستر لپاره کم مقدار مسالې ته ضرورت وي .
2) د خښتو جوړښت او رنګ په ټولو برخو کې یو شان وي.
3) د چونې شګې خښتو فشاري محکمیت تر 10N/mm2 پورې دی .نو دا دڅوپوړیزه ودانیو لپاره مناسبې دي.
4) دکلی یا خاورو د خښتو په پرتله دا خښتې غوره دي.
5) دشګې چونې په خښتو کې خوره کیدل (Efflorescenceنه پیداکیږي.
6) نه یواځې خښتې له کلسیم سلیکیټ څخه بلاکونه او ټایلونه هم جوړیدای شي.
7) د شګې –چونې خښتو کارول ارام ورکوي او هم د مهندس انجینرانو لپاره اسانه وي ددې خښتو په کارولو سره خپل د خوښې وړ شکل او ډیزاین ترلاسه کړي.
8) ددې خښتو کونجونه سیده او سایز او شکل یې دقیق وي.
9) په هغو باندنیو لوڅ دیوالونو کې چې دکلسیم سلیکیټ خښتې کارول شوې وي دلمر دتودوخې اغیزې کمې وي .
10) رنګه شګه –چونه خښتې د مخ کارونو یعنی پلستر او رنګولو ته ضرورت نه وي نو دودانې لګښت کمیږي.
11) داخښتې د اور پرړاندې ښه مقاومت لري.
12) کلسیم سلیکیټ خښتې له باندني څخه داواز ښه مقاومت لري.
13) د لاندې فکتورونو له امله د ساختماني کار لګښت 40% کمیږي.
الف. د کلسیم سلیکیټ ضایعات ډیر کم دی .
ب .لږ مقدار مسالې ته ضرورت دی .
ج .کله چې داخښتې وکارول شي ددیوال پیړوالی کیدای شي راکم کړای شي ځکه ددې خښتو فشاري محکمیت لوړ دی.
د کلسیم سلیکیټ خښټو نیمګړتیاوې. Disadvantages of Calcium Silicate Bricks
په ځینو شرایطو کې ،د کلسیم سلیکیټ خښتو کارول مناسب نه وي ځکه.
1) که خاوره یا کلی (clay) پریمانه پیداکیږي ،نو د خاورو خښتې نسبت کلسیم سلیکیټ ته اقتصادي وي.
2) دا خښتې په تهداب کې کارول مناسب نه وي ،ځکه داخښتې د اوبو پروړاندې د اوږدې مودې لپاره مقاومت نه شي کولی .
3) دا خښتې داوږدې مودې لپاره د اور پروړاندې مقاومت نه شي نو باید په بټیو کې ونه کارول شي .
4) د سولیدو(Abrasion) پروړاندې ددې خښتو مقاومت ټیټ دی نو په پليو لارو یا پیاده رونو کې باید ونه کارول شي.