د معمارۍ د فشاري مقاومت ازمایښت کولو میتودونه . Methods of Testing Compressive Strength of Masonry
د ودانیو نړیوال کوډ او (ACI 530.1- 11) کوډ د مشخصاتو له غوښتنو سره سم، د معماري ساختمان جوړولو پرمهال او له جوړونې وروسته د هر 464.5 m2 لپاره د فشاري مقاومت ازمایښت کول ضرور ګڼل کیږي .د کانکریټي او کلی خاورې معمارۍ د فشاري مقاومت د مشخص کولو لپاره دوه لارې شته ،کوم چې یو یې واحد مقاومت میتود(unit strength method) او بل هم معماري منشور (masonry prism method)میتود دی .د ازمایښت دا میتودونه په ACI 530.1-11 کې ورکول شوي.
د ازمایښت لپاره انجینر او یاهم مهندس یو له دې میتودونو غوره کوي .که له وړاندې میتود غوره شوی نه وي نو قراردادی ته اجازه ورکول کیږي چې دمعماري کار د فشاري مقاومت د پیداکیدو لپاره میتود غوره کړي .
د واحدمقاومت میتود په پرتله د منشور میتود قیمت زیات وي .د واحد مقاومت میتود پایله د منشور مقاومت په پرتله دومره دیقیقه نه وي .
د معمارۍ د فشاري مقاومت د ازمایښت کولو میتودونه . Methods of Testing Compressive Strength of Masonry
د معمارۍ د فشاري مقاومت مالومولو لپاره ازمایښتونه په لاندې ډول دي .
واحد مقاومت میتود .Unit strength method
منشور ازمایښت میتودPrism test method
د معمارۍ د فشاري مقاومت ازمایښت کولو واحد مقاومت میتود.Unit Strength Method of Testing Compressive Strength of Masonry
په واحد مقاومت میتود کې کې ،معماري واحدونه باید له جوړولو وړاندې او د جوړولو پرمهال ازمایښت شي څو د هغې د پوره مقاومت په اړه ډاډ ترلاسه شي.دمعمارۍ د فشاري مقاومت مشخص شوي قیمتونه(f’m) نه یواځې دمعماري واحد په مقاومت پورې اړه لري بلکي همداراز په کې کارول کیدونکې مسالې پوره هم اړه لري.هم د کلی(clay) خاورې او هم دکانکریټو واحدونه باید ASTM اړوند مشخصاتو سره مطابقت ولري.د کلی خاورې معماري واحدونو لپاره د ASTM مشخصات د ASTM C 62-05 برخه کې تشریح شوي چې عنوان یې دي :د ودانیو د خښتو لپاره سټنډرډ مشخصات (standard specification for building bricks).دا هغه ډک واحدونه دي جې له کلی او یا هم shale څخه جوړ وي .که چیرې خښتې یوآځې د مخ کارونو لپاره کاریږي بیا یی مشخصات ASTM C 216-05a سره سمون ولري چې عنوان یې دی :د مخ خښتو لپاره سټنډرډ مشخصات(standard specification for facing brick).دا خښتې ډکی وي چې له کلی او یا هم shale څخه جوړې وي .که چیرې خښتې منځ خالي وي بیا یې مشخصات ASTM C 652-05 سره سمون ولري چې په کوډ کې عنوان دی د منځ خالي خښتو لپاره د سټنډرډ مشخصات (standard specification for hollow brick).
د کلی معماري واحدونه باید د ازمایښت میتود د نمونې اخستلو برابر وي .
په ورته توګه ،کانکریټي معماري واحدونه هم باید دASTM مشخصاتو سره سمون ولري،کوم چې ASTM C55-03 او په کوډ کې عنوان دی :د کانکریټي خښتو لپاره سټنډرډ مشخصات .او دوزن برداره کانکریټي معماري واحدونو لپاره بیا ASTM C90-06: کاریږي .
که چیري په معماري کار کې ګروټ (grout)کارول شوی وي ،نو کاریدونکی ګروت باید د کانکریټو او کلی لپاره د ASTM C 476 مشخصات پوره کړي او د ګروت فشاري مقاومت باید معماري د فشاري مقاومت نه زیات او یا ورسره مساوي وي او په هیڅ حالت کې له 13.79 MPa کم نه وي .سربیره پردې ،د بستر جینټ پیړوالی باید هم کانکریټي او هم د کلی معماري لپاره له 15.87 mm سره مساوي او یا ترې کم وي .
د معماري د فشاري مقاومت لپاره منشورازمایښت کولو میتود .Prism Method of Testing Compressive Strength of Masonry
معماري منشور په شکل کې ښودل شوي چې معماري واحدونو ،مسالې او که ضرورت وي ګروت څخه تشکیل شوی وي ، کوم چې د ASTM C 1314-03b کوډ له مخې د فشاري مقاومت لپاره ازمایښت شوی .د کوډ ASTM C 1314-03b برخه د منشوري معماري جوړونې،ازمایښت کولو او فشاري مقاومت پ(f’m)یداکیدو په اړه بحث کوي.دا ازمایښت چک کوي چې ایا کارول شوي معماري مواد کولی شي غوښتل شوی مقاومت پوره کړی یا نه .
هغه معماري واحدونه چې معماري منشور جوړولو لپاره کارول شوي د هغو واحدونه نمونې دي جې په جوړونه کې کاریږي .په منشوري ازمایښت کې لږترلږه درې منشورونه ضرورت دي چې مواد یې همغه وي چې په جوړولو کې کاریږي.د منشور جوړولو لپاره لږترلږه دوه معماري واحدونو ته ضرورت دی چې په همغه مرحله کې د ازمایښت په پروسیجر کې ښودل شوی .د اړخ نسبت(aspect ratio) یا په بل عبارت د لوړوالي او ترټولو کم جانبي بعد اندازې ترمنځ نسبت (hp/(tp) باید 1.3 او 5 په انتروال کې وي .
د معماري منشور اوږودوالی او پلنوالی د معماري واحد له اوږودوالی او پلنوالي سره مساوي وي .د منشور جوړولو پروخت نه یواځې مساله او دجینټ پیړوالی بلکې همدارنګه دمنشور ځای په ځای کولو او سیده کولو میتود باید داسې ترسره شي چې د ساختمان جوړولو استازیتوب وکړي.کیدای شي داسې جوړ شي منشور ډک او یا منځ خالي او ګروت په کې نه وي کارول شوی ، اویا هم ډک یا منځ خالې له ګروت مسالې سره جوړ شي چې ډول یې د ساختمان د حقیقي شرایطو پورې اړه لري. د ګروت پروسیجر د هغې نښتل او غلظت باید له اړوند ساختمان سره یوشان وي .د منشور د ګروت کولو لپاره دوه سلسلو منشورونو ته اړتیا ده ،یو ګروپ ګروت کیږي او بل ګروپ نه ګروت کیږي .د ډک منشور د ګروت کولو په حالت کې ،د منشور د ګروت کولو مهالویش باید له 24 ساعتونو کم او 48 څخه زیات نه وي.سربیره پردې ،دا باید هوا نه تیردونکو بوجیو کې وساتل شي او 48 ساعتونو پورې ورسره کار ونه لرل شي ،زیرمه شوي منشورونه باید 24 درجې سانتي ګرید کې وساتل شي.
د منشورونو ازمایښت وروسته له 28 ورځو ترسره شي ،منشورونه د هوا نه تیرونکو بوجیو څخه له ازمایښت کولو دوه ورځې وړاندې راوویستل شي.
Fig.1: Masonry Prisms: (A) Hollow Ungrouted Unit, (B) Hollow Grouted Unit
Fig.2: Solid Unit Prism
د منشوري ازمایښت لپاره فشاري مقاومت په درې مرحلو کې محاسبه کیږي .
لومړی ،هغه معماري منشور مقاومت محاسبه شي چې د منشور ددایمي فشاري بار پر همغه منشور خالص عرضي مقطعې مساحت سره مساوي وي .بیا ورپسې دویمه مرحله کې ،هغه معماري فشاري مقاومت محاسبه شي چې معماري منشورونو د ازمایښت د اړخ نسبت پورې اړه ولري.دریم ،د معماري فشاري مقاومت په پام کې نیول کیږي چې مساوي به وي له هغه معماري منشور سره چې دمعمارۍ منشورونو اړخ نسبت یې 2 وي .کله چې د منشور اړخ نسبت (aspect ratio) له 1.3 تر 5 پورې وي ،د معمارۍ فشاري مقاومت د اصلاح کوونکو فکتور(correction factor) په کارولو سره ترلاسه کیږي .دمعمارۍ فشاري مقاومت د ترلاسه شوو قییمتونو اوسط څخه ترلاسه کیږي .اصلاح کولو فکتورونه په لاندې ډول دی . دلته tp اړخ نسبت دی.
1. که tp مساوی په 1.3 وي نو اصلاح فکتور یې 0.75 دی .
2. که tp مساوی په 1.5 وي نو اصلاح فکتور یې 0.86 دی.
3. که tp مساوی په 1.3 وي نو اصلاح فکتور یې 0.75 دی
4. که tp مساوی په 2 وي نو اصلاح فکتور یې 1 دی.
5. که tp مساوی په 2.5 وي نو اصلاح فکتور یې 1.04دی.
6. که tp مساوی په 3 وي نو اصلاح فکتور یې 1.07دی.
7. که tp مساوی په 4 وي نو اصلاح فکتور یې 1.15دی.
8. که tp مساوی په 5 وي نو اصلاح فکتور یې 1.22دی