په څو پوړیزه اوسپنیزوکانکریټو ودانيو کې د ساختماني جینټونو ورکولو مخنیوی ناشونی دی ځکه شونې نه ده چې د څو پوړونو پایې په یوځل کانکریټ واچول شي او جوړې شي . نو په اوسپنیرکانکریټي پایو او بیمونو کې ساختماني جینټونه هغه وخت ورکول کیږي کله چې د کانکریټ اچول بلې ورځې ته پريښودل کیږي او یاهم له 30 دقیقې ځنډ وروسته بیا شروع کیږي .په داسې وخت کې باید ساختماني جینټ ورکول شي داسې چې د کلک شوو او تازه کانکریټو ترمنځ نښتل پرخپل حال وساتل شي.تجربو ښودلې چې ساختماني جینټ ورکول پرعرضي قوې اغیز لري او انحنايي مقاومت دومره اغیز نه لري ،نو ځکه په هغو ځایو کې باید د ساختماني جینټ له ورکولو ډډه وشي چیرته چې عرضي قوه زیاته وي .دساختماني جینټ برخه باید ددویم ځلې کانکریټ اچولو وړاندې پوره پاکه شي او د سیمې برس په واسطه وتوږل شي .
په پایه کې ساختماني جینټ . Construction Joints in Column
کله چې د پایې په وسط کې جینټ پریښودل کیږي نو وروستۍ پاتې شوې سطحه باید همواره او یا مایله نه وي .بره سطحه باید زیږه وي او یوه اندازه جغل ولري چې ښکاره شي .په لاندې پوړ کې ساختماني جینټ بیم لاندې او بره پوړ کې د بیم لپاسه ورکول شي.
په بیمونو او بیم-پایې جینټ کې ساختماني جینټ . Construction Joints in Beams and Beam-Column Joint:
په بیمونو کې ساختماني جینټونه باید د پایې له مخ څخه د وایې ¼ په اندازه کې ورکول شي او باید هیڅ وخت د پایې سره نژدی ورنه کول شي.او د بیم –پایې جینټ کې ،ساختماني جینټ باید هغه وخت ورکول شي چې د پایې یو اندازه د بیم لیول لپاسه جوړ شوی وي .او د بیم لپاره باید د پایې له مخ څخه په ¼ واټن کې ورکول شي.په عام ډول سره جینټ هغه ځای کې ورنه کول شي چیرته چې عرضي قوه زیاته وي ،عرضي قوه په وسط کې ترټولو کم حد کې وي .