ژباړه: سمیع الله لودین
ماغزه چې د انسان په کوپړۍ کې ځای پر ځای شوي دي، لږ څه بیضوي شکل لري. ماغزه د ټولو احساساتو او اعصابو مرکز دی، او یوه لویه کار خانه او دستګاه ده، چي د دندې او جوړشت له نظره نوې او مدرني الکترونیکي دستګاوې او کارخانې ورسره هیڅ د مقایسې وړ نه دي، د نړۍ ډیر پرمختللي ماشین الات ورته ډیر کوچني او د کوچنیانو د لوبو د شیانو په کچه ارزښت لري.
د مغزو دنده یوازې د احساساتو او اعصابو نظارت نه ده، بلکي ټولي کړنې او دندې له دې مرکز څخه ترسره کیږي دا ټول ستر کارونه یوازي د ۱۲۰۰ ګرامه مغزو په واسطه ترسره کیږي. باید په دې پوه شوو، چې دا وزن ثابت نه دی، کیدای شي زیات او کم وي، لکه څنګه چې د مشهور فرانسوي عالم (در کوویه) د ماغزو وزن ۱۸۴۰ ګرامه و او د (مورني) د ناپیلیون سلاکار وزیر ماغزه ۱۵۰۰ ګرامه وو، په ځیونو کسانو کې د مغزو وزن یو کیلو ګرامه هم وي، چې په نورمال ډول ژوند کوي. د انسان د مغزو وزن د هغه د هوښیارۍ او زکاوت په اندازه کوم ځانګړی اغیز نه لري، د دې پرځای د دماغ سطحی قشر د هوښیارۍ په کچه مهمه اغیزه لري، د مثال په توګه په حیواناتو کې دا سطحي برخه نرمه او نازکه وي ځکه خو د ارادې او عقل لاندې نه راځي هر څومره څې د حیوان درجه لوړیږي، هغومره یې د مغزو قشر لوړیږې، ژورې او سوري پیدا کوي او بې ادارې کیږي.
د مغزو د هرې نقطې دندې د مغزو د الکترونیکي څپو په واسطه تعینېږی. که وغواړو چې هره برخه په ځانګړې توګه تشریح کړو، نو ډیر وخت به ونیسيو له همدې امله یواځې څلور مهمې برخې یا لوبونه تشریح کوو.
۱ . د تندي برخه، څې د فونټل په نوم یادیږي دا برخه د بدن ټول ارادې حرکات ترسره کوي.
۲ . د تندي وروستۍ برخه، څې د پرېټل په نوم یادیږي دا برخه احساساتو ته ځانګړې شوي ده، لکه د ګرمي او یخڼي احساس او داسې نور.
۳ . د غوږونو د څنګ برخه، څي د ټیمپورل په نوم یادیږي دا برخه د اورېدلو او خبرې کولو لپاره ده د دې برخې له برکته اورو او خبرۍ کوو.
۴ . د سر د شا برخه، چې د اوکسيپټل په نوم یادیږي دا برخه د لیدلو او دشیانو د انځورولو دنده ترسره کوي، سربېره پر دې دا برخه د حا فظې مرکز هم بلل کیږي د دې برخې له برکته کولای شو د خپل تېر ژوند یادونه (خاطرات) دوباره په یاد کړو، په حقیقت کې دا د خاطراتو مرکز دي.
پر دې ټولو منظمو تشکیلاتو سربېره ماغزه په دې نه شې توانېدلای،چې د بدن ټولې دندې ترسره او منظمیې کړې. لکه څنګه چې عصبي ریښه له مغزو تېره او وړوکي مغزته او بیا تر حرام مغزه پورې رسېږي چې په حقیقت کې د انسان په ژوند کې اساسي رول ترسره کوي، په ځانګړې توګه د تنفس د عمل په اجرا کې او د زړه په ضربان باندي ډېر څرګنده اغیزه لري زموږ ژوند کاملآ په ماغزو پورې تړلی دی، دا پخپله د الله جل جلاله د خلقت یو په زړه پورې راز دی کله چې یو انسان د کوم علت له امله بې هوښه کیږې، یا د مسمومیت او دندې په منظمه توګه ترسره کوي انسانان د ورځو ، هفتو او کلونو پورې په داسې بې هوښۍ کې ژوندي پاتې کیږي، داسې ډېر مثالونه په ژوند کې د هر چا تر سترګو شوی دي.
ځینې وخت د خوادثو په پایله کې د مغزو او حرام مغزترمنځ اړیکی پرې کیږي، امکان لري زړه، بډوډي له کاره ولوېږي او نوموړی کس مړشي، خو د مصنوعي زړه او ګردو په واسطه کېدای شي دا کس د څه مودې لپاره ژوندی پاتی شي.
بې هوښي او د دندې نه اجرا(دمغزومرګ) د انسان په مرګ دلالت نه شي کولی او دا د ارواپوهانو له مهمو بخثونو څخه ګڼل کیږی. چې د زړه په پېوند کې په نظر کې نیول کیږي، د دي عملیاتو په اوږدو کې له زړه څخه د دماغزه په لوري دویني جریان غوس کېږي.
د دماغزو کامل مرګ په لاندې حالاتو کې ليدل کیږي:
ـ د ټولو دماغي فعالیتونو درېدل
ـ د تنفس دریدل
ـ د وېنې د فشار درېدل
ـ د مغزو د امواجو له منځه تګ، چې د الکتروسفالوګرام په واسطه کتل کیږي، په څلوریشت ساعتونو کې څو ځله باید وکتل شی.
ـ د زړه په بیا راژوندي کولو کې پاتې را تلل، چې د مساژ په واسطه سرته رسېږي. له مصنوعي سږو او زړه څخه ګټه پورته کېږي او حتی امکان لري، څې د سر کوپړۍ خلاصه کولی شي او ماغزه په سترګو وکتل شي، چې مړه دي او کنه؟
ـ د انسان کامله بې هوښي د مغزو د مرګ دلیل نه شي بلل کېدلای، په داسې حالت کې باید د ناروغ د ژوند د ساتلو لپاره له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه و نه شي. د مډرنو طبي وسایلو په واسطه ډېرو ډاکټرانو د الله جل جلاله په مرسته د اشرف المخلوفات ژوند د مرګ په خوله کې ژغورلی دی.
خبره:
ځان هر وخت خوشحاله وساتی ، د دی لپاره څې هر کار تاسو ترسره کوي شی خو که ماغزمو سالمه وی، او غم د ماغزو تر ټولو لوي دوښمن دی. او یو څانګړې سپورت هم پیل کړي ، تر څو هم مو بدن سالم وي او هم مو ماغزه سالم وي. لګه څنګه څی وایو عقل سلیم در بدن شالم است.