لیکنه: رحمت الله پښتون
مفاهمه
د مفاهمې لغت چي د لاتيني ژبي څخه سرچينه اخلي د يو څيز عادي کولو په مانا راغلی. مفاهمه په عاميانه خبرو او اترو کي کاريږي. مفاهمه د خبري کولو، لیکلو او يا وه يو شخص ته پیغام لېږدولو څخه عبارت ده. مفاهمه په اصل کي تر دې هم اظافه بحث کوي. په دې تلقين کول تر څو ستاسو پيغام تر خپل مشخص هدف پوري ورسيږي، او هغه مخاطب ستاسو په پيغام په بشپړه توګه پوه سي او ځواب هم ستا د غوښتني په بڼه درکړي، دا هر څه په خپل وار کي د مفاهمې د اساسي رکن سره تړاؤ پيدا کوي.
مفاهمه د برخورد او رفتار يو مهم فکتور دی؛ هر کله چي انساني برخورد د مفاهمې د اساساتو سره تړاؤ پيدا کړي، هلته د مفاهمې اثر هم زياتيږي.
د مفاهمې تعريفونه
لاندني ځيني تعريفونه د مفاهمې په اړوند مختلفو پوهانو ور کړي.
۱. کېت ډېويس، «مفاهمه د معلوماتو د انتقالولو او د يو او بل تر منځ د پوهاوی يوه پروسه ده.»
۲. ډي. اي. مکفرلېنډ، «مفاهمه د يو مانا لرونکي انتقالي پروسې څخه عبارت ده چي د بشرونو تر منځ محاوره او تبادله روغه ساتي. په مشخصه توګه، دا يوه پروسه ده چي په هغه سره مانا درک کيږي او د بشرونو تر منځ پوهاوی را منځ ته کيږي.»
۳. پيټر لېټل، «مفاهمه د هغي پروسې څخه بحث کوي چيري چي د هغه په ذريعه معلومات د منفردو او يا د سازمانونو تر منځ تيريږي د يو تير لرلي موافقت پر اساس.»
ددې تعريفونو څخه څرګنده سول چي مفاهمه د دوو ګروپونو تر منځ خبري او نظريات تبادله کوي. مفاهمه د معلوماتو او ماناؤ د انتقال يوه لړۍ ده چي وه يوه شخص ته او يا وه يو ګروپ ته انتقال کيږي. اساسي رکن یې مانا ده.
مفاهمه هغه وخت کاميابه تمامه کيږي کله چي تر لاسه کوونکی د نظريې په تر لاسه کولو پوه سي عيني شان لکه څرنګه چي ليږونکي اراده درلودل. دواړي خواوي بايد نه يواځي پر معلوماتو راضي سي، بلکه پر مانا یې هم اعتقاد وکړي.
ددې لپاره چي يوه نظريه ولېږو، موږ وه مختلفو سمبولونو ته اړتيا محسوسو (لغاتونه، نښانې، انځورونه، غږونه) کوم چي د يو نظريې لپاره په کار وړل کيږي. سمبولونه بايد د مقابل لوري لخوا درک کړل سي کوم چي موږ ورته خپل پيغام او نظريه لېږدو. دواړه خواوي بايد د سمبولونو څخه يو شانته مانا درک کړي. که لږ توپير وليدل سو، نو بيا د ښه اړيکو او مفاهمې ساتلو پروسه له منځه ځي.
د مفاهمې عناصر
که غواړو د مفاهمې د فعاليت تحليل وکړو، موږ لره ښايي د مفاهمې عناصر، او د هغه په پروسې باندي ځان با خبره کړو.
موږ اووه (۷) عناصره يا فکتورنه لرو د مفاهمې په پروسه کښي:
- سرچينه/لېږدونکي: دا هغه څوک دي کوم چي د مفاهمې د فعل او کار لپاره ابداع او نوښت کوي.
- تماشتيان/تر لاسه کوونکي: دا هغه څوک دي چي د هغو لپاره مفاهمه اراده سوې وي.
- هدف/موخه: دا د لېږدونکي يو خاص علت دی چي، د مفاهمې د کولو او ساتلو لپاره، او همدا شان د هغي نتيجې د تر لاسه کولو لپاره کوم چي موږ يې غوښتونکي ؤ.
- قرينه (متن)/چاپيريال: دا يو پس منظر او زمينه ده چي په هغه کښي مفاهمه ځای نيسي.
- پيغام/محتوا: دا هغه معلومات دی کوم چي د انتقال لپاره کاريږي.
- ذريعه/چېنل: دا د پيغام د لېږدولو لپاره يوه ذريعه ده.
- بالعکس ځواب (Feedback): دا د ترلاسه کوونکي ځواب دی وه مفاهمې ته په هغه حال کي چيري چي د لېږدونکي لخوا نظارت سوی وي.
د دوی څخه هر يو په خپل اصل کي مغلق دی؛ د هري مفاهمې د تحليلولو لپاره د پورتني هر يو عنصر د موجوديت څخه ځان با خبره ساتل اړين دی.
سوداګريزه مفاهمه
د سوداګريزي مفاهمې کلمه د هغي کلمې څخه عبارت ده چيري چي قابليت د پيغام د لېږدوني او تر لاسه کوني ولري او د رسمي اهدافو لپاره هغه که يو سواګريزه کاروبار وي، هغه که د يو سازمان اداره کول وي او هغه که د يو دولتي اورګان سمبالونه وي استعماليږي.
دا هم د ليکني (written) او هم په شفاهي (oral) بڼه کارول کيږي. رسالې، خبرنامې، يادښتونه، پاملرني دا ټول رسمي، تجارتي او سوداګريز فعاليتونه دي؛ همدا شان مرکې، مجلسونه، کنفراسونه، نمایشونه او مذاکرات هم رسمي فعاليتونه ګڼل کيږي. ځيني له دغو څخه ډېر رسمي بڼه لري؛ ګروپي مباحثه نظر د کمپنۍ وه مجلس ته دومره رسمي بڼه نه اختياروي؛ يو رساله يا خط لږ رسمیت لري نظر وه يو خبر نامې (report) ته.
دوستانه لنډ خبر لېږدول، ملګرو او دکورنۍ غړو ته خطونه لېږدول، شعرونه د خپل ځان د لذت لپاره زمزمه کول او يا نورو ته کيسې بيانول تر څو ملګري پرې خوښ کړي په سوداګريزه مفاهمه کي هيڅکله نه شمېرل کيږي.
د مفاهمې زده کړه او د هغه د زده کړي قابليت ته اړتيا لازمي ده، دا ځکه چي مفاهمه د تجارت او سوداګرۍ اصل دی، او داسي څوک نسته چي په يو نه په يو سوداګريزه اړيکه کي ښکېل نه وي. خلک په هر مسلک کي اړتيا لري تر څو پخپل کسب کي ددې هنر ښه تخم وه شيندي. ډاکټران، انجينران، فلمي هنرمندان، اداره کوونکي (د هر سازمان)، متعلمين، او داسي نور په خپل ورځني ژوند کي د يو نه يو سوداګريزي مفاهمې سره مخامخ وي.
د مفاهمې هدفونه/ آفاقې
هدف يو داسي څيز دی چي موږ يې غواړو د خپلو هڅو په ذريعه سرته ورسو. دا يوه پروسه ده چي د هغه په ذريعه سره د يو فعاليت تعهد لاسته راوړل کيږي. کله چي موږ مفاهمه سرته رسوو موږ د هغه د کولو لپاره علت هم لرو. کله چي موږ وه خپل ملګري ته څه ليکو او يا ورسره خبري کوو، زموږ هدف دا وي تر څو د هغه سره دوستانه ماحول جوړ او هماهنګه سو. مګر په يو سوداګريزه او رسمي حالتونو کي، کله چي موږ د مشتريانو سره په اړيکه کي سو، او يا د خپل دفتر د همکارانو سره او همدا شان د خپل ریسانو سره په کار کي، موږ يو مشخص هدف او آفاقي لرو؛ موږ غواړو چي يو شی بشپړه کړو، هغه یاني، د يو کار په بشپړه کېدلو کي کاميابي.
په تجارت کي، موږ د اړيکي د ساتلو لپاره ډېر نوعه علتونه او اهداف لرو. موږ شايد وغواړو چي بل چا ته معلومات ورکړو، کولای سو چي يو درخواست وکړو، هدايت وکړو، او يا شايد شکايت وکړو. موږ دا هم کولای سو چي معلومات واخلو او يا يې زده کړو. زياتره وخت، موږ غواړو چي يو څوک وهڅوو تر څو کوم څه چي د منلو وه هغه یې هم ومني. په عيني حال کي مفاهمه نور هم ستونزمنه هدفونه لري تر څو هغه لاسته راوړل سي او د هغه په ذريعه مفاهمه سرته ورسول سي.
هغه څوک چي د يوې ادارې تنظيم کوونکی او يا مشر وي، او يا همدارنګه سمبالونکی وي تر څو د خپل ټيم غړي سره يو کړي، هم د يو هدف په لرلو غواړي خپل شته همکاران وهڅوي او نور يې هم تشويق کړي. کله کله يو مشر د خپلو غړو تحسين او ستايش هم کوي، او بعضي وخت لپاره ددې چي کار مخ ته يووړل سي، د تهديدولو او ترټلو څخه هم کار اخلي.
زموږ مفاهمه په هغه صورت کي شفافه او سالمه وي کله چي موږ د پيغام په هدف پوه، هغه پيغام کوم چي موږ یې لېږو. دا هم يوه بهتره لاره ده تر څو نوموړی هدف د پيغام تر لاسه کوونکي شخص ته واضح کړو. بايد پدې هم ښه خبر او پوه واوسو چي موږ څه لاسته راوړو کله چي موږ د يو مشتري او يا تهيه کوونکي سره په خبرو کي لګيا يو.
ټوله مفاهمه دوه لوی هدفه لري؛ يو یې معلومات او دوهم یې د تشويق څخه عبارت دی. نور هر هدفونه په همدغه دوو کي را نغښتي دي. هر څه چي موږ غواړو د مفاهمې په ذريعه په اړيکه کي واچوو، هرومرو معلومات لرونکي وي. په هغه کښي د تشويق يوه برخه هم شامله وي، دا ځکه چي موږ غواړو مقابل لوری زموږ په هر څه ويلو قانع سي او هر هغه څه چي موږ ويلي هغه ومني.
د کښتني (downward) مفاهمې موخي چي د ريس څخه بيا تر ماموره پوري وي د پورتني (upward) مفاهمې چي د ماموره څخه بيا تر ريس پوري وي په ذات کي مختلف دي. همدا شان د اړخيز مفاهمې موخي چي د يو شانته حيثيت لرلو خلکو تر منځ قرار لري هم متغييره وي.
معلومات
معلومات د حقيقتونو، بڼو او ارقامو مرکب دی چي د مختلفو اهدافو لپاره په مختلفو شکلونو اوډل او اڅڼل کيږي. پيغام چي معلومات ورکوي د ارقامو او حقايقو څخه ډک وي کوم چي پر هغه باندي تجارت مخ ته وړل کيږي. معلومات احساسات او انفعال نه لري.
د مثال په توګه، د مشتريانو يو ليست؛ د هغوی نومونه، پتي (ادرسونه)، د موبايل شميرې دا ټوله د مشتريانو د معلوماتو ذخيره جوړوي. دا د حسابدارۍ او د بقايا د را ټولولو شعبې لپاره هم ګټوره وي کله چي ځيني مشتريانو باندي قرض پاته وي، په همدې توګه د بازاريابۍ د شعبې لپاره هم ګټور تماميږي تر څو خپل توليد تر مشتريانو ورسوي.
د معلوماتو لپاره بله بېلګه، د يو کورس لپاره درسي برنامه او يا همدا شان د يو تجارتي مارکېټ لپاره راپور او داسي نور لرل.
د کار د مخ ته وړلو لپاره موږ وه يو لړ معلوماتو ته اړتيا پيدا کوو. که چيري موږ په يوه نوې دنده کي ګمارل سوي يو، موږ وه يو لړ معلوماتو ته اړتيا لرو تر څو د نومړي دندي وظيفې په څرنګه او کومه بڼه مخ ته يو سو. که چيري موږ په يو نوي حالت کي قرار ولرو، بيا هم وه نوي معلوماتو ته اړتيا لرو تر څو موږ څه نور ترې هيله پيدا کولای سو.
معلومات هم په ليکنيزه بڼه او هم په ويلو توګه ورکول کيدلای سي. همدارنګه په يو مجلس، د طيارو ميدان، د رېل ګاډۍ په ټېشن، او داسي نورو تم ځايونو کي هم ورکول کيدای سي. په زياته کچه معلومات شته او د سازمانونو او په نړيواله سطح له يوه ځای څخه وه بل ځای ته انتقاليږي. موږ بايد په ځان کي دا وړتيا ولټو تر څو څرنګه وکولای سو هغه څه واخلو کوم چي یې تمه لرو.
کمپنۍ وه خپلو مامورينو ته د کمپنۍ د اهدافو، موخو، تګلارو، مخ وړاندو، او پرمختګونو په اړوند معلومات ورکوي، او همدا شان د کار او خدمت په اړوند، د ټرېنينګ، ترقي او مسؤليتونو په اړوند هم معلومات ورکوي. په همدې هدف لرلو سره، دوی يو سمبالونکی چېنل دی. د اعلاناتو تخته به د نوي معلوماتو د وړاندي کولو لپاره استعماليږي؛ ايين نامې (manuals)، معلومات پاڼي به د قوايدو او مادو لپاره استعماليږي؛ د کور غړي، يادښت پاڼي، اعلان پاڼي، جزوې (pamphlets) دا ټوله به د عمومي او دوراني نوي معلوماتو د ورکولو لپاره استعماليږي.
زياتره کمپنۍ د خپل توليد، پرمختګ، او تګلارو په اړوند د اخبارونو، مجلو، تلوېزنونو او داسي نورو رسنيو په ذريعه معلومات تر عوامو رسوي. دا رنګه معلومات د تشويق او هڅي اساسات تامينوي کوم چي د مفاهمې يو بل مهم هدف ګڼل کيږي.