لیکوال : رحیم الله ځيرک
مقاله هغه نثري لیکنه ده ،چې لیکونکی یې د یوې ځانګړې موضوع او مطلب د څرګندولو له پاره لیکي . په مقاله کې لیکونکی د خپل نظر وړ ټکي بیانوي او غواړي ،چې نورو خلکو یې ولولي او دده د نظر له ټکو څخه خبر شي .
مقاله له رسالې یا کتابګوټي سره له دوو اړخونو څخه توپیر لري . لومړی داچې د رسالې په نسبت د مقالې لمن تنګه ده . بله داده چې د رسالې په پرتله د مقالې مخاطبین او مینه وال زیات دي ، داځکه چې د بحث موضوع د رسالې په پرتله عامه وي . په مقالو کې ځینې یې ډېرې عامې وي ،چې نږدې د ټولو لوستونکو له پاره لیکل کیږي ، موضوع یې هم د انساني ژوند ، ټولنې ، روانو حالاتو او نورو ټولنیزو پېښو به اړه وي او ډېره ځانګړې یا تخصصي بڼه نه لري . ځینې مقالې بیا ډېرې ځانګړې او تخصصي وي . په تخصصي مقالو کې زیاتره مخاطبین د هماغې څانګې یا برخې مینه وال کسان وي ،خو بیا هم عام لوستونکي ترې ګټه اخیستلای شي . موږ به تاسو ته خبره ډېره ساده کړو . دوه ډوله مقالو لیکلو ته مو باید پام وي :
۱- عادي یا اخباري مقالې :
ددې مقالې لوستونکي زیاتره عام مینه وال دي . په دغو مقالو کې ستاسو مخه له ټولو لوستونکو سره وي . که تاسو غواړئ چې د یوې موضوع په اړه عمومي لیکنه وکړئ ، چې مخاطب موټول لوستونکي او عام مینه وال وي او بیا غواړئ دغه مقاله په کومه ورځپاڼه ، جریده ، مجله یا وېبپاڼه کې خپره کړئ نو له لیکلو وړاندې باید دغو ټکو ته بام لرنه وکړئ .
۱- یوه داسې موضوع وټاکئ ،چې هم تاسو ته ډېره مهمه وي او هم اټکل وکړئ چې لوستونکو ته به په دغه وخت کې مهمه او ارزښتناکه وي . د موضوع له انتخاب څخه باید باوري شئ ،چې یو څه به خلکو ته نوي هم وي .
۲- د موضوع له انتخاب وروسته هڅه وکړئ ځان ته هغه ټکي معلوم کړئ ،چې غواړئ د خپلې همدغې موضوع په لیکلو کې یې مطرح او څرګند کړئ . ددې موضوع له لیکنې مو خپل هدف باید ځانته څرګند کړی وي . د هدف له پاره باید سندونه ، فکټونه او حقایق له ځان سره یاداشت کړئ .
۳- لومړی هڅه وکړئ چې له لیکلو وړاندې خپلې مقالې ته یو چوکاټ وټاکئ . په چوکاټ کې به په یوه کاغذ کې د خپلې مقالې اصلي ټکي له ځان سره لنډ لنډ ولیکئ بیا به پرې فکر وکړئ او په لیکلو به یې پیل وکړئ .
۴- موضوع ته اوږدې سریزه مه ورکوئ ، مخامخ خپل مطلب ته راشئ ، لومړی د خپلې موخې په اړه وغږېږئ ،بیا یې تفصیل ولیکئ او په پای کې ترې نتیجه یا پایله ترلاسه کړئ .
۵- له یوې موضوع څخه بلې او بیا بلې موضوع ته ټوپونه مه وهئ . یوازې په هغه حالت کې چې ستاسو له همدې موضوع سره ښه مرسته کوي او داموضوع نوره هم روښانوي ، کولای شئ بله موضوع ورسره یاده کړئ . له خپلې اصلي موضوع څخه مه بهر کېږئ . بیا لوستونکي درسره تنګیږي او فکر یې پاشل کیږي .
۶- خبرې باید ډېرې ژوولې او کړکېچنې نه وي . په هرڅومره اسانۍ سره چې کولای شئ ،خپل مطلب بیان کړئ . خپله اصلي خبره ، خپل اساسي مطلب په ساده او مخامخ بڼه بیان کړئ ، خپلې موضوع ته لایل راوړئ او داسې یې په پېچلې ا
و ژوولې بڼه مه مطرح کوئ ،چې لوستونکي ستاسو د اصلي مطلب او هدف د پیداکولو له پاره پر خپلو مغزو فشار راوړي او یادې ته اړ شي چې بیابیا یې ولولي .
۷- د خپلې موضوع تسلسل ، د خپلې لیکنې او خبرو تسلسل درڅخه ګډوډ نه شي . کوښښ وکړئ هر څه په ترتیب سره بیان کړئ .
۸- په لیکنو کې د کلماتو په لوبو پسې مه ګرځئ . دې ته په ساده ټکو کې لفاظي وايي او تاسو باید هڅه وکړئ ،چې له لفاظۍ څخه ځان وساتئ . موضوع د بیان په ډول یا الفاظو کې داسې مه رانغاړئ ،چې وغواړئ مقاله مو په اصطلاح ډېره نغاړلې راشي . نه ! په دغو مقالو کې غوڅه خبره غوره ده .
۹- کله مو چې لیکنه بشپړه کړه ، یو ځل بیا یې په غور او دقت ولولئ . لازم سمون پکې راولئ بیا یې هم لوستونکي په توګه په انتقادي نظر ولولئ او هر کله ،چې ډاډه شوئ چې په لیکنه کې مو خپل هدف ته رسېدلي یاست او لوستونکو ته به هم خپل مطلب ورسولای شئ ، بیا نو د خپرېدو نیت وکړئ .
۲- علمي او څېړنيزه مقاله :
د علمي او څېړنیزو(تحقیقي ) مقالو له پاره د یوې موضوع په اړه د ډېرو زیاتو معلوماتو لرل ، پر موضوع پوره پوهېدل او دډېرو کتابونو مطالعه لازمي دي .
علمي او څېړنیزې مقالې زیاتره ځانګړې او تخصصي بڼه لري او له همدې کبله یې د لیکلو اولوستلو ساحه ځانګړې ( یا تر یوه حده محدوده ) ده ، د تخصص کسان یې لیکي او زیاتره یې له یوې ځانګړط علمي موضوع سره اړوند کسان د لوستلو لېواله وي . د یوې علمي مقالې د لیکلو له پاره لاندې ټکي په پام کې نیول کیږي .
۱- له پرله پسې لوستلو ( مطالعې ) اولټون وروسته باید ځانته داسې یوه موضوع و ټاکي ،چې ستاسو په نظر نوې د او په دې برخه کې ډېرې څېړنې نه دي شوې . که څېړنې شوي دي ، نیمګړتیاوې لري او تاسو غواړئ ددې موضوع په اړه نوي ټکي څرګند کړئ . ستاسو په نظر به دغه موضوع د نور زیات لټون غوښتنه کوي .
۲- ټول هغه کارونه چې د همدې موضوع په اړه تر تاسو د مخه ترسره شوي ، په دقت سره ولولئ او په لازمو برخو کې ترې یادښتونه واخلئ . له دغو یادښتونو څخه به په خپله مقاله کې ګټه واخلئ . یادښتونه به په یوه جلا کاغذ کې لیکئ . پر پاس څنډه به د یادښت موضوع لیکئ . بیا به یادښت لیکئ او په پای که به یې د کتاب نوم ، لیکوال ، د چاپ کال او وخت او د یادښت د مخونو شمېره لیکئ . دغه لیکنه ځکه په کار ده ،چې تاسو به بیا د خپلې مقالې په اخځونو او لمن لیکونو کې خپلې دغه دګټې وړ منابع لیکئ . د کتابونو په لټون پسې بېلابېلو کتابتونونو ته لاړ شئ او یا له هغو کسانو سره اړیکې پیداکړئ ،چې ددې موضوع اړوند کتابونه لري او یا د منابعو او اخځونو به باب لاښوونه درته کوي .
۳- د يادښتونو له بشپړېدو وروسته ، خپلې مقالې ته یو چوکاټ جوړ کړئ . کوم کوم ټکي غواړئ چې په پرله پسې توګه یې بیان کړئ ، د موضوع تسلسل ته لازم غور وکړئ ، پر چوکاټ بیا ځلې نظر واچوئ .
۴- خپله لیکنه په پوره غور او دقت سره ولیکئ .
۵- خپله لیکنه بیابیا ولولئ ، سمونه پکې وکړئ او هر کله چې پر خپله لیکنه ډاډه او باوري شوئ نو مقاله د خپرېدو له پاره رسنیو ته وسپارئ .
[review]