ژباړه: محمد حامد اکبري
دا چې ، صنعت د مادي نعمتونو د تولید عمده سکتور دی.چې له تخنیکي اړخه یې د ملي اقتصاد ټول سکتورونه تجهیز کړي دي،او د نورو اقتصادي سکتورونو د تخنیکي او اقتصادي پراختیا کچه لکه،کرهڼې ،ترانسپورت،ساختمان،مواصلات او مخابرات اوداسې نور د صنایعو د پراختیا په سطحه او طرز پورې اړه لري.
د صنعت سکتور د ماشین آلاتو د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا لپاره او اومه موادو یوه لویه برخه پخپله د صنعت د سکتور او استهلاکي امتعې او د ټولنې د پېژندنې لپاره تهیه او تولیدوي.
د تولید د تخنیکي کچې لوړوالی،د اغېزمنو او مولدتره ماشین آلاتو پواسطه د ټولو اقتصادي سکتورونو د مجهز کېدلو سبب ګرځي،چې دا موخې د صنعت د انکشاف په واسطه تر لاسه کولای شو ۲
په هېواد کې د اقتصادي انکشاف د امکاناتو د چټکوالي او د ستونزو د موفقانه حل لپاره د صنایعو انکشاف او د مادي او تخنیکي بنسټونو اېجاد له عمده او بنسټیز شرط څخه عبارت دی.
سربېره پر دې صنعت او په ځانګړي ډول پرمختللی معاصر صنعت د کارګرانو او د مادي نعمتونو د مولدینو د راټولېدنې د مرکز په حیث، د کارګرانو په زیاتونه کې د تخصص او مهارت له مخې د مختلفو کتګوریو په نظر کې نیولو سره مهم رول لري،د همدې اصل په نظر کې نیولو سره د کار د مولدیت په وده کې د صنایعو انکشاف د ملي اقتصاد په نورو سکتورونو کې د مهم رول لرونکی دی.
له دې سره په تړاو ویلی شو چې صنایع د کرهڼې په انکشاف کې عمده رول لوبوي ځکه چې په ټولو حالاتو کې په ځانګړي ډول په نړۍ کې د نننۍ پرمختللې کرهڼې په شرایطو کې،کرهڼيز وسایل لکه تراکتورونه،کمباسنونه او نور آلات او وسایل په صنعتي تصدیانو کې تولید او د کرهڼې د سکتور په واک کې ورکول کېدل،همدارنګه کیمیاوي سره چې د کرهڼیزو محصولاتو مهمه او اساسي کیلۍ ده،پخپله یو صنعتي محصول ګڼل کیږي،چې د کرهڼې د سکتور او کروندګرو په واک کې ورکول کیږي،په دې ډول د کروندګر میشتو کلیو او ښارونو ترمنځ ټینګې او نه غوڅېدونکې اړیکې رامنځ ته کیږي.
د ترانسپورت او مواصلاتو په انکشاف کې صنایع ځکه د اهمیت وړ دي،چې ټول صنعتي،کرهڼیز او نور محصولات د ترانسپورتي وسایلو په واسطه د نښلوونکو (مواصلاتي) کرښو څخه په ګټه اخیستنه بېلابېلو برخو ته انتقال مومي،داسې چې اومه مواد د استخراج له سیمې څخه فابریکو او د پروسس محلونو ته او کارتمامه مواد له فابریکو او صنعتي تصدیانو څخه مارکېټ او مستهلکینو ته انتقالیږي،د دې سربېره د وګړو،خبرونو او نورو انتقال هم د ترانسپورت او مواصلاتو څخه په ګټه اخیستنه صورت نیسي چې دا ترانسپورتي وسایل د صنعتي محصولاتو له ډلې څخه دي او نښلوونکې کرښې هم د صنعتي محصولاتو څخه په ګټه اخیسته ایجادیږي.
د دې سربېره کولای شو ووایو چې صنایع د سوداګرۍ په انکشاف کې د ملي اقتصاد یو عمده سکتور دی،چې د ډېر اهمیت لرونکی دی؛په ځانګړي ډول د وارداتو په تعویض او د سوداګرۍ د بېلانس په تقویه کې د عمده رول لرونکی دی.
په صنعتي تصدیانو کې کرهنیز محصولات تر پروسس لاندې نیول کیږي او له هغه څخه د ټولنې د لومړنیو اړتیاوو د رفع کولو لپاره بېلابېل مواد تولیدیږي.
نو په دې سبب کولای شو چې ووایو صنعت نه یوازې د نورو اقتصادي سکتورونو د مادي او تخنیکي بنسټ په ټینګښت کې د مهم او عمده رول لرونکی دی،بلکې د بشري ټولنې د ژوند په ټولو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د لوی او مهم رول لرونکی دی،د همدې اصل له مخې په افغانستان کې د وخت دولت په هېواد کې د صنایعو د منظم انکشاف لپاره د دې ترڅنګ چې د اقتصادي صنعتي او ټولنیز انکشاف په پلانونو کې د پام وړ پانګونې په دولتي برخه کې د صنعت سکتور ته ځانګړې کړې،د خصوصي سکتور د انکشاف لپاره یې هم په هېواد کې د صنعتي انکشاف د بانک بنسټ کېښود،د دې بانک بنسټ په ۱۳۵۰ کال کې اېښودل شوی.
You also might be interested in
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی