لیکنه: امین پاچا
تر کړکېچنو ټاکنو وروسته د امریکا او یو شمېر نورو غربیانو په منځګریتوب، د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د یوه تفاهم لیک پر بنسټ، د ملي یووالي حکومت جوړ شو. د حکومت تر جوړېدو مخکې البته په ټاکنیز کمپیان کې دواړو لوریو خلکو ته بېلابېلې ژمنې ورکړې وې، خو ولسمشر غني له خلکو سره دوه ډوله ژمنې کړې وې. لومړی هغه ژمنې چې ده د ټاکنیز کمپاین پر مهال له خلکو سره کړې وې، دویم هغه ژمنې چې د تحلیف ( لوړې) د مراسمو پر مهال له خلکو سره وشوې. خو دې ژمنو نه یووازې عملي بڼه غوره نه کړه بلکې په هېواد کې یې نورې ستونزې هم وزېږوې.
د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنې: په ټاکنیز کمپاین کې ولسمشر غني خلکو سره داسې ژمنې کړې وې، چې که د دې نیمایي هم پلې شوې وای هېواد به ګل ګلزار و. ده د ټاکنو پر مهال هېڅ افغان تر بل افغان کم نه ګڼلو، ارګ یې د ټولو خلکو ځای بللو، امنیت یې ټنګولو، سوله یې راوستله، د ښځو حقونه یې تامینول، ځوانانو ته یې د کار زمینه برابروله، کار یې اهل کار ته سپارلو، حکومت یې د روابطو نه بلکې د ضوابطو پر بنسټ جوړولو او تر ټولو مهمه مسئله د اقتصاد جوړول وو، ځکه دی په اقتصاد کې د ګوتو په شمار دوکتراوې لري.
تر ټاکل کېدو وروسته دې ټولو ژمنو سرچپه بڼه غوره کړه. هېڅ افغان یې تر بل افغان کم نه ګڼلو، په داسې حال کې چې اوس د دندو په ګمارلو کې لومړی حق هغه کسانو ته ورکول کیږي، چې ده ته یې کمپاین کړی و او هغه کسانو چې ده ته یې کمپاین نه و کړی، هغه ټول ډۍ په ډۍ ګرځي. امنیت یې ټینګولو، خو داسې ونه شوه، په هېواد کې ورځ تر بلې ناامنیو زور واخېست. سوله یې راوستله، خو دا هم ونه شوه، په لومړیو کې دا کلمه د ټولو خلکو په ژبو څرخېده، ولې اوس د دې کلمې نوم ورک دی. د ښځو حقوق یې تامینول، په داسې حال کې چې فرخنده د ده د واکمنۍ پر مهال په ډېره بې رحمانه او وحشي توګه ووژل شوه. ځوانانو ته یې د کار هر اړخیزه زمینه برابروله، په داسې حال کې چې اوس ټول ولس که هغه ځوان دی، که سپین ږیری بېکاره ګرځي. خو بلاخره اقتصاد یې جوړولو ځکه په ټاکنیز کمپاین کې ده تر ټولو زیات تاکید په اقتصادي چارو کولو، دې ژمنې یې هم سرڅپه بڼه غوره کړه، له هېواده ټول پانګوال وتښتېدل، پانګونې له سقوط سره مخ شوې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پخوا په پرتله په سلو کې څو سلنه ټیټه شوه…..
دویم هغه ژمنې چې د تحلیف د مراسمو پر مهال یې له ولس سره وکړې: د تحلیف په مراسمو کې، چې ګڼو کورنيو او بهرنیو مشرانو برخه اخیستې وه، ولسمشر له خلکو سره دا ډول ژمنې وکړې:
د اساسي قانون پابندي کوم، کار اهل کار ته سپارم، کابینه په څلوېښتو ورځو کې بشپړوم، د فساد مجرمین محاکمه کوم، د کابل بانګ قضیه څېړم، هغه کوم، داسې کوم، پلانی کار کوم بستانی کار کوم…..ن
له مخکنیو ژمنو سره، سره دا ژمنې یې هم له خاورو سره خاورې شوې او دې ژمنو ته یې په دې ډول د عمل جامه ور واغوسته:
اساسي قانون یې په خپلو لومړیو څو ورځو کې تر پښو لاندې کړ، په اساسي قانون کې د اجرائیه ریاست څوکۍ نه وه، ده دا څوکۍ را منځته کړه. یو شمېر کسان وایي چې دا کار ده د ضرورت په اساس وکړ، زه وایم چې دا د خلکو ګوتې او سرونه پرې کول، دا د څه شي په اساس وو؟ کنه د پښتنو نفوس زیات و، کله چې په سلګونو زرو خوست وال له کورو را وځي او د سر په بدل کې تا ته رایه در کوي ایا دا هم د ضرورپه اساس وو.
کابینه یې له څلوېښتو ورځو تر ننه پورې نه ده جوړه شوې او تر پورونه پورې د دفاع پر وزیر او لوی درستیز چنې روانې وې او اوس چې نومړي پوسټ ته وزیر معرفي شوی له هغه سره عطا محمد نور مخالف دی.
دا کارونه ځکه کیږي چې ده اساسي قانون تر پښو لاندې کړ او اجرائیه ریاست یې رامنځته کړ او د دې ریاست رئیس یې هم خپل حریف وټاکو. له یوه سري حکومت څخه یې پنځه سری حکومت جوړ کړ، (۷۰٪) واک یې خپل حریف ته ورکړ، (۳۰٪) واک ده ته پاتې شو، چې هغه هم له نورو سره وویشل شو. حکومت پوره یو کال په سرپرستی کې پاتې شو، سرپرستانو تر خپلې وسې غلاوې وکړې….
بله مهمه مسئله د کابل بانګ قضیه وه. ولې د کابل بانګ قضیه نیم په نمه کې پاتې شوه، علت څه و؟. اصلي علت زاخېل وال او د عبدالله یو شمېر زاخېلوالان وو، زاخېل وال په ټاکنیز کمپاین کې غني ته تر خپلې وسې د مالیې وزارت بودجه خرچ پرچ کړه او کله چې دی واک ته ورسېد نو په دوهمه ورځ یې محترم زاخېلوال خپل اقتصادي سلاکار ونیولو، خو کله چې د کابل بانګ قضیه ګرمه شوه، په دې قضیه کې زاخېلوال ښکېل وګڼل شو، چې بلاخره دا قضیه نیم په نیمه کې پاتې شوه.
پرته له کورني سیاسته بهرنی سیاست یې هم، یو دوه مخی سیاست و، له بهرنیانو سره په خاصه توګه پاکستان سره یې تر اوسه یو دوه مخی سیاست غوره کړی او دا لړی لا دوام لري. له امریکې څخه تر را ګرځېدو وروسته، دی په بشپړه توګه د سمیې هېوادو په خاصه توګه ایران او پاکستان سره، یو دومخي سیاست پر مخ وړي او دوی یې هم د یوه ماشوم په څېر غلطوي. دا خو ټولو ته څرګنده ده چې ایران او پاکستان دلته خپلې موخې لري او غواړي ځانونه خپلو موخو ته ورسوي.
په دې وروستیو کې یې د پاکستان د ای اس ای او د افغانستان د ملي امنیت تر منځ د ګډ کار کولو یو تفاهم لیک تر ولس پټ لاسلیک کړی، چې د ده دې کار نه یووازې د عام ولس بلکې د یو شمېر پخوانیو رهبرانو غوسې هم را پارولې، چې ښه بېلګه یې هم پخوانی ولسمشر حامد کرزی دی. کرزی چې د دې کار سخت مخالف و، په لومړیو کې یې له خپل مطبوعاتې دفتر څخه یوه اعلامیه خپره کړه، ده وویل چې له پاکستان سره دا ډول تفاهم لیکونه نه یووازې چې ګټه نه لري بلکې په هېواد کې به لا نا امنۍ او ناخوالې وزېږي…..
خلاصه دا چې د غني حکومت په یوه کال کې دومره نیمګرتیاوې لري. که وضعیت همداسې دوام وکړي، فکر نه کوم چې غني دې خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي، ځکه د ده حکومت ټول له ننګونو ډک دی او تر اوسه یې هېڅ داسې کار نه دی کړی چې هېواد یا ولس دې ترې اغېزمن شوی وي.
نور هم زیات منفي پاینټونه لري چې دلته د ټولو یادونه ستونزمنه ده.
په درناوي