مخکې له دې چې د امنيت د شـــورا جــوړښت، د رائــې اخيستنه او جلسات، دشـــورا دندې، واکونه، پریکړې، باندې په تفصیل سره بحث ولرو په لومړې قدم کې د ملګرو ملتونو سازمان په هکله ځینو اړینو پوښتنو ته ځواب ورکوو له هغې وروسته به خپلې اصلې موضوع ته راوګرځو.
ولې د ملګرو ملتونو سازمان ایجاد شو؟ د ملګرو ملتونو نومونه چا کړیده؟ د ملګرو ملتونو سازمان اصلي او اساسي موخه څه ده؟ ایا د ملګرو ملتونو سازمان منشور اجرات قانوني او الزمي بڼه لري؟ د ملګرو ملتونو پریکړه لیک یعني څه؟ د ملګرو ملتونو سازمان د غړو هیوادونو شمیر څو دی؟ نوموړو پوښتنو ته په مختصر ډول ځواب ورکوو.
د ملګرو ملتونو سازمان چې جامعه ملل سازمان یې بنیاد او اساس بلل کیږي، نوموړې سازمان د لومړې نړیوالې جګړې په جریان کې د سولې لپاره هلي ځلي پيل کړې هماغه ؤ چې د اطریش د ۱۹۱۹ م کال د سولې کنفرانس د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د سولې او امنیت ته د رسیدو لپاره جوړ شو، لنډه دا چې، د ملتونو د ټولنې د ميثاق مسوده په ذکر شوې کال کې د سولې په وروستي کنفرانس کې د رأيو په اتفاق سره تصويب شوه.
د ملګرو ملتونو نومونه د ولسمشر فرانکلین روزویلټ او د بریتانیا صدراعظم ونسټن چرچل لخوا د یوي رسمي اعلامې په ترڅ کې د ۲۶ غړو هیوادونو لخوا لاسلیک شوه چې اوس یې د ملګرو ملتونو سازمان بولي، دې اعلامیې دا لاسلیک ژمنه د یوې نړیوالې مابعده سوله ساتنې سازمان جوړ کړي.[1]
د ملګرو ملتونو سازمان يو نړيوال سازمان دی چې د ۱۹۴۵ م کال د اکتوبر په ۲۴ نیټه رامنځته شې او د ملتونو ټولنې ځای ناستی بلل کیږي، په عین حال کې ۵۱ هیوادونه ژمنه وکړه چې د نړیوالې سولې او امنیت، د هیوادونو تر منځ د دوستانه اړیکو پراختیا، ټولنیز پرمختګ، د ژوند د ښه معیار برابرولو، او د بشر د حقوقو د ودې لپاره به په ګډه سره کار کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان منشور اجرات قانوني او الزمي بڼه لري، دا ځکه چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو نوموړي معاهده امضا کړیده او هر هیواد د نوموړي سازمان غړیتوب لري پدي اساس ویلې شو چې د منشور اجرات قانوني او پیروی الزامي ده؛ خو یوه خبره چي د یادونې وړ ده هغه دا چې نوموړې اجراتو قانوني والې او الزامې موضوع په عملي ډګر کې بیا له تیورۍ تر ډیره خپله لار بیلوي.
د ملګرو ملتونو پریکړه لیک د ملګرو ملتونو د هغه رسمي سند څخه عبارت دې چې د نوموړي سازمان د غړو لخوا په تصویب رسیدلي وي، که څه د ملګرو ملتونو د سازمان هر غړي کولای شي چې پریکړه لیک صادر کړي، خو په عمل کې ډیري پریکړه لیکونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او عمومي اسامبلې لخوا په تصویب رسیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان يو نړيوال سازمان دی چې د ۱۹۴۵ م کال د اکتوبر په ۲۴ نیټه رامنځته شوی او د ملتونو ټولنې ځای ناستی بلل کېـږي، د ۲۰۱۵ م کال راهیسي د غړو هیوادونو شمیر ۱۹۳ دې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې مساوي استازیتوب لري.اوس خپلي اصلي او اساسي موضوع ته راګرځو، چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه عبارت ده.
د امنيت شورا د ملګروملتونو د سازمان يواصلي ارګان دى چه په نړۍ کښې د سولې او امنيت د ساتلو مسؤليت په غاړه لري چه دا مسؤليت د نړۍ لويو قدرتونو ته د دوهم نړيوال جنګ په جريان کښې پيدا شوې ؤ چه بيا د امبارتن اوکسي په نړيوال کنفرانس کښې ددې لويو قدرتونو لخوا وړاندې شو په حقيقت کښې د ملګروملتونو سازمان د تشکيل په وخت کښې داسې ارګان په نظر کښې نيول شوې ؤ چه کله بين المللي سوله او امنيت د خطر سر ه مخامخ کيږي سريع اقدام وکړي. د امنيت شورا د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو په منظور بين المللي بنديزونو، مسلحو قواوو او نورو پريکړه ليکونو څخه استفاده کوي.
د امنيت شورا خپله اولينه غونډه په ١٩٤٦م کال کښې د جنوري په ١٧ نيټه باندى د لندن د چرچ هاوس کښې دايره کړه ولې اوس د امنيت د شورا دايمي کور د امريکا د نيويارک په ښار کښې دى.
د امنيت د شورا جوړښت:
د امنيت شورا د دولتونو څخه يو جوړ شوې ارګان دى چه مجموعاً (١٥) غړي لري چې پنځه ځواکمن هیوادونه یی دایمي غړیتوب لري او پاتې نور لس هیوادونه د دوه کلونو لپاره د عمومي اسامبلي لخوا ټاکل کیږي، د امنیت شورا غړي په دو برخو ويشل کيږي دايمي غړي او غير دايمي غړي چه هريو په لاندى ډول مطالعه کوو.
د امنيت شورا دايمي غړي:
د امنيت شورا دايمي غړي هغه دي چه د مربوطه دولتونو لخوا د منیت شورا ته معرفي کيږي. د امنيت شورا د ايمي غړي عبارت دي له: چين، فرانسه، روسيه، انګلستان او امريکا متحده ایالاتو څخه يعنې ددې هيوادونو نمايند ګان د امنيت د شوراى دايمي غړي دي چه د تل لپاره د امنيت په شوراى کښې موجود وي.
د امنيت د شورا دايمي غړي د امنيت په شوراى کښې د تل لپاره د اوسیدو او موجوديت د امتياز ترڅنګ د ويتو د حق څخه هم برخمند دي.
د پروفيسور جيساپ په قول باندې د امنيت شورا دايمي غړو ته دا ډول امتياز پدى علت وړکړل شوې دى چه په نړۍ کښې د سولې او امنيت د ساتلو دنده په اول قدم کښې ددى هيوادونو په غاړه ده . که څه هم د امنيت د شورا پنځه (٥) دايمي غړي اوس او په تير وخت کښـې په نړۍ کښې لوى قدرتونه ؤ ولى نشو ويلاى چه دوي به په آينده کښې هم پدى ډول د نړۍ لوى قدرتونه پاتى شي ځکه پدى روستيو کښې په نړۍ کښې زيات انکشافات منځته راغلى دي او زياته هيوادونو ترقى او پرمختګ کړى دى او د امنيت د شورا د دايمي غړو د تعداد د زياتيدو غوښتنه يې کړيده. هغه هيوادونه چه د ترقى په حال کښې دي عبارت دي د هندوستان، برازيل، جاپان، آلمان او ځیني نور اروپايي، اسیآيي او افریقايي هیوادونو څخه ولې تر اوسه پورى د امنيت د شوراى په دايمي غړو کښې کوم تغير او بدلون نده راغلې .[2]
د امنيت د شورا غير دايمي غړي:
د امنيت د شورا غير دايمي غړي (بولیويا، مصر، ایتوپیا، ایټالیا، جاپان، قزاقستان، سنګال، سویډن، اوکراین او یوروګوای) او د هغو غړو څخه عبارت دى چه د مربوطه دولتونو او يا حوزو لخوا معرفي کيږي او د عمومي اسمبلې لخوا د امنيت د شورا د غير دايمي غړو په حيث تائيد کيږي البته دغه معرفي شوي غړي په عمومي اسمبله کښې د نوموړو حوزو نمايندګان وي.
د امنيت د شورا د غير دايمي غړو تعداد په ١٩٤٥م کال کښې شپږ (٦) کسان ښودل شوي ؤ ولې په ١٩٦٣م کال د دسبر په ١٧ نيټه د عمومي اسمبلې لخوا يوه پريکړه لیک تصويب شو چه پدى اصلاحيه کښې د امنيت د شورا د غير دايمي غړو تعداد د شپږ(٦) غړو څخه لسو(١٠) ته زيات شو خو د امنيت شورا په دايمي غړو کښې کوم تغير او بدلون رانغلې چه پدى ترتيب سره د امنيت د شورا د غړو تعداد د (١١) څخه (١٥) ته زيات شو.
د امنيت په شورا کي رايه اخيستنه:
د ملکرو ملتونو د سازمان د امنيت په شورا کي د رايو د اکثريت په واسطه تصميم نيول کيږي يعني د امنيت شورا چه د يوي مسلي په مورد کي تصميم نيسي معيار يي د رايو اکثريت دي.
د رايو د اکثريت څرنګوالي په ټولو موضوعاتو کي يو شان په نظر کي ندي نيول شوي يعني په هغه مسايلو کي چه د کار قانون پوري اړه لري او په هغه مسايلو کي چه د کار قانون پوري اړه نلري تفاوت او فرق لري .
د کار د قانون په تصميم د نهه مثبت رايو په واسطه نيول کيږي بغير لدي چه د رايو نوعيت په نظر کي ونيول شي يعني دايمي او غير دايمي غړي، د رايو اکثريت داسي رقم دي چه سره لدي چه د امنيت د شورا منفي رايي هم ولري د هغه مسايلو په رابطه چې د کار د قانون مطابق وي د غير دايمي غړو د نهه مثبتو رايو په واسطه تصميم نيول کيږي .
د امنیت شورا جلسات:
د امنیت شورا جلسې معمولا په خپل اصلي مقر د (نیویارک) په ښار کې دایریږي، خو که دا شورا وغواړي د ضرورت په وخت کې په هر ځاې کې خپل جلسات دایرولې شي البته ددې شورا د ضرورت په اساس دایریږي، خو په عمومي توګه د هر دوه هفتو څخه وروسته غونډه ترتیبوي، خو دغه اصل تر ډیره په پام کې ندې نیول شوی، همدارنګه عمومي اسمبلۍ هم د امنیت شورا د جلسې د دایریدو غوښتنه کولی شي او که چیرته داسې کوم هیواد چې چی د ملل متحد سازمان غړیتوب ونلري او د قضي په یو طرف کې واقع شي دغه هیواد هم کولی شي چې د امنیت شورا د دایریدو غوښتنه وکړي.
د امنیت د شورا په ۱۹۷۲ م کال کی د حبشی په ادیس ابابا کی؛ په ۱۹۷۳م کال کی د پاناما په پاناما سیټي کی؛ ۱و په ۱۹۹۰ م کال کې د سویس په ژنیو کی غونډې کړې دې، د امنیت شورا په مختلفو هیوادو با ندې ډول ډول تعذیرونه او بند یزونه هم لګولۍ شي ؛ په ۱۹۹۱ م کال کی د پارس په خلیج کی ټاکلی د ملګرو سازمان غونډه وکړه او په هغه کی یی په عراق کی خلع سلاح او په ۱۹۹۹ م کال کی ځا نګړې کمیسون دعرا ق د مسلې لپاره وټآکل شو۰
د امنیت شورا دندې او صلاحیتونه:
د امنیت شورا مشترکې دندې او صلاحیتونه هغه دي، چې ددې دندو په هکله د امنیت شورا په مستقل یا ځانګړي ډول سره تصمیم نشي نیولی، بلکی د عمومي اسمبلۍ سره به په شریکه تصمیم نیسي، او دا هماغه دندې دي، چې د عمومي اسمبلۍ په دندو کې مو ورڅخه یادونه کړې وه، چې نوموړي دندې عبارت دي له: نړیوالې سولې او امنیت ساتنه، د عدالت د نړیوالې محکمې د قضاتو ټاکل او هم د حقوقي مسایلو او قضیو په هکله د عدالت نړوالې محکمې څخه د مشورو غوښتل، د سازمان د عمومي سرمنشي ټاکل، د نورو غړو منل، د غړیتوب ځنډول او همدارنګه د غړو اخراج، د منشور تعدیل، اصلاح او داسی نور.
د امنیت شورا ځانګړي دندې هغه دی، چی د امنیت شورا کولی شي په مستقلانه ډول بغیر له دې چی عمومي اسمبله په جریان کی واچوي د هغې په هکله تصمیم ونیسي چې د امنیت شورا دغه دندې د سازمان د منشور په (۲۶-۲۵-۲۴) مادو کې بیان شوي دي.
د امنیت شورا پریکړې:
د ملګرو ملتونو پریکړه لیک د ملګرو ملتونو د هغه رسمي سند څخه عبارت دې چې د نوموړي سازمان د غړو لخوا په تصویب رسیدلي وي، که څه هم د ملګرو ملتونو د سازمان هر غړي کولای شي چې پریکړه لیک صادر کړي، خو په عمل کې ډیري پریکړه لیکونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او عمومي اسامبلې لخوا په تصویب رسیږي. که څه هم په عمومي ډول د امنیت شورا پریکړی د راولاړه شوو ستونزو د حل ماهیت ټاکي، او نوموړو ستونزو د حل لپاره له هري هغې لازمي لارو چارو چی ضروري وي اقدام ترسره کوي، خو بیا هم پدې مورد کې د ملګرو ملتونو د منشور پنځه ویشتمه ماده صراحت لري او وايی: د ملګرو ملتونو غړي ژمنه کوي چې د دې منشور له مخې د امنیت شورا پرېکړې اجرا او مني؛ خو د ذکر شوي مادې سره سره بیا هم دا چې د امنیت شورا پریکړو ته رسیدګي د قانون د حکمونو مطابق ترسره کیږي یا نه؟ پدی اړه د حقوقو علما مختلف لیدلوري لري، ځیني هیوادونه چې د ویټو له حق څخه برخمند دي او ځانونو ته یې د نړۍ د چارو تصمیم نیونې حق ورکړي قانوني بولي، خو ځینی علما بیا لدی نظر سره اختلاف لري او داسی وايي چی د امنیت شورا اکثریت پریکړي غیر قانوني دی ځکه په ویټو کې د نړي ټول غړي هیوادونو نظر نه غوښتل کیږي.
ژباړه: نیاز محمد ځاځی