ـ ژباړه: محمد نظیم سمون
ـ سريزه:
موږ د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په ټینګه خپله اراده څرګندوو چې راتلونکی نسل دې له جګړو، شخړو او ورانیو چې دوه ځلي یې بشر او نړۍ زیانمنه کړه، وژغورل شي. موږ د ټولو انسانانو؛ ښځو، نارینه وو او ماشومانو پر اساسي حقونو، روغتیا، کرامت او د دوی ترمنځ پر حقوقي برابرۍ ټینګار کوو.
موږ په ټینګه د داسې یو حالت غوښتونکي یو چې د هغه له مخې نړیوال تړونونه او قوانین رعایت شي او هغه څه چې په دې قوانینو کې راغلي محترم وګڼل شي، ترڅو په دې ډول د ټولو وګړو ترمنځ عدالت ټینګ شي.
موږ د بشپړې ازادۍ تر سیورې لاندې د ټولنیز پرمختګ او د ښه ژوند د رامنځته کولو په موخه خپله ټینګه اراده څرګندوو.
د دغو موخو او هیلو پر اساس غواړو چې د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب له مخې له یو بل سره په سوله او امن کې ژوند وکړو او د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه خپلې هڅې او قوت سره یو کړو. موږ به داسې لارې چارې غوره کوو چې د پوځي ځواک له کارونې پرته به مو ګډې ګټې د تل لپاره په کې خوندي وي. موږ د نړۍ د ټولو ولسونو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره نړیواله مشري په کار اچوو. نو ځکه د پورتنیو موخو د لاسته راوړولو لپاره مو پرېکړه کړې چې خپلې هڅې سره ګډې کړو.
دا چې زموږ دولتونو د خپلو استازو په وسیله د امریکا په سنفراسيسکو کې د ملګرو ملتونو پر دغه منشور د رایو په یووالي هوکړه کړې ده، نو له همدې امله یو نړیوال سازمان جوړوو چې هغه د ملګرو ملتونو په نوم یادېږي.
لومړی څپرکی
موخې او اصول
لومړۍ ماده :
د ملګرو ملتونو موخې او اصول په لاندې ډول دي :
۱. د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د ټولو ګډو اغېزناکو اقداماتو په کار اچول، ترڅو له دې لارې د ګواښونو، تېریو، یرغلونو او نورو سوله ماتوونکو کړنو مخه ونیول شي او همدا راز د عدالت پر بنسټ له نړیوالو قوانینو سره سم، په سوله ییز ډول د خبرو اترو له لارې د هغو نړیوالو شخړو او پېښو مخه ونیول شي، چې ښايي نړیواله سوله زیانمنه کړي ؛
۲. د ولسونو خپلواکۍ او مساوي حقونو ته درناوی، د ولسونو ترمنځ د دوستانه اړیکو ټینګول او د نړیوالې سولې او ټیکاو په موخه د مناسبو لارو چارو غوره کول ؛
۳. د نړیوالو اقتصادي، کلتوري، فرهنګي او بشردوستانه مسایلو د حل په موخه د همکارۍ او مرستو جلبول او له هر ډول توکمیز، جنسيتي، مذهبي او ژبني توپیر پرته د بشري حقونو هڅول او اساسي ازادیو ته درناوی ؛
۴. دغې ګډې موخې ته د رسېدو لپاره د ټولو دولتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د کار لپاره د یوه ګډ مرکز ټاکل ؛
دویمه ماده:
سازمان او غړي یې د پورتنیو موخو د لاسته راوړلو لپاره چې په لومړۍ ماده کې ترې یادونه شوې ده، په دې ډول عمل کوي :
۱. د سازمان ټول غړي د برابرۍ اصل ته پام سره یو شان او برابر حقونه لري ؛
۲. ټول غړي د غړیتوب له حقونو او امتیازونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه هغه ژمنې چې د دې منشور له مخې یې کړي، په ښه توګه او ښه نیت سره باید ترسره کړي ؛
۳. ټول غړي خپلې نړیوالې شخړې په سوله ییز ډول باید داسې حل کړي، چې نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ پېښ نه شي ؛
۴. ټول غړي هېوادونه به په خپلو نړیوالو اړیکو کې د زور له کارونې، تهدید او همدارنګه د هېوادونو د سیاسي خپلواکۍ یا ځمکنۍ بشپړتیا ته له ګواښ پېښولو یا له هر ې هغې کړنې چې د ملګرو ملتونو له موخو سره په ټکر کې وي، ډډه کوي ؛
۵. ټول غړي د ملګرو ملتونو له هغو کړنو سره چې په دې منشور کې راغلي، هر ډول مرسته کوي او غړي دولتونه به له هغو هېوادونو سره مرسته نه کوي، کوم چې د ملګرو ملتونو له خوا پرې بندیزونه لګېدلي او قهري تدابیر پرې پلي شوي وي ؛
۶. د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي هغه هېوادونه چې ددغه سازمان غړي نه دي ؛ خو د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره ورته اړتیا لیدل کېږي، د ملګرو ملتونو د اصولو منلو ته را وبولي ؛
۷. د دې منشور د حکمونو له مخې ملګري ملتونه حق نه لري چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، ملګري ملتونه همدارنګه حق نه لري چې کوم هېواد په زور او جبر سره د منشور منلو ته اړ کړي، خو دغه اصل په اووم څپرکي کې له پېشبیني شویو قهري اقداماتو څخه مستثناء دی ؛
دويم څپرکی
غړيتوب
درېیمه ماده:
د ملګرو ملتونو اصلي غړي هغه هېوادونه دي چې د امریکا په سنفرانسيسکو کنفرانس کې یې برخه اخیستې وه او په ۱۹۴۲ کال کې د متحدینو اعلامیه او دغه منشور یې لاسلیک کړی او د ۱۱۰ مادې له مخې یې تصویب کړی.
څلورمه ماده:
۱. ټول هغه هېوادونه چې سولې ته ژمن وي او د منشور مقررات ومني، کولی شي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې غړیتوب واخلي.
۲. دغه هېوادونه به د امنیت شورا په سپارښتنه او د عمومي اسامبلې په تایید د ملګرو ملتونو غړیتوب ته منل کېږي.
پنځمه ماده:
هغه غړي هېوادونه چې د امنیت شورا له خوا پرې قهري یا احتیاطي تدابیر پلي شوي وي، عمومي اسامبله ښايي د امنیت شورا په سپارښتنه د یاد هېواد حقوق او د غړیتوب ځیني امتیازات وځنډوي. دغه حقوق او امتیازات ښايي د امنیت شورا له خوا بېرته ورکړل شي.
شپږمه ماده:
هغه غړي هېوادونه چې د منشور خلاف کړنې ترسره کړي، د امنیت شورا په سپارښتنه به د عمومي اسامبلې له لوري د سازمان له غړیتوب څخه و اېستل شي.
درېيم څپرکی
څانګې
اوومه ماده:
د ملګرو ملتونو اصلي څانګې دا دي:
۱. عمومي اسامبله
۲. امنیت شورا
۳. اقتصادي او ټولنیزه شورا
۴. د قیمومیت شورا
۵. د عدالت نړیواله محکمه
۶. دارلانشاء (سکرتریت)
د دې منشور له مخې د اړتیا پرمهال نورې څانګې هم جوړېدای شي.
اتمه ماده:
ملګري ملتونه به د سازمان په ټولو فرعي او اصلي څانګو کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو پر وړاندې هېڅ راز محدودیتونه وضع نه کړي او ټولو ته به د کار مساوي حقوق ورکړل شي.
څلورم څپرکی
نهمه ماده:
۱. عمومي اسامبله د ملګرو ملتونو له ټولو غړو څخه جوړه شوې ده.
۲. هر غړی هېواد په سازمان کې له پنځو تنو زیات استازي نه شي لرلی.
دندې او واکونه
لسمه ماده:
عمومي اسامبله کولی شي چې د دې منشور په چوکاټ کې ټول مسایل او همدارنګه د سازمان په نورو څانګو پورې اړوند مسایل تر بحث او غور لاندې ونیسي، خو په ۱۲ مه ماده کې له راغلي حالت پرته، د سپارښتنې (توصیې) حق نه لري.
یوولسمه ماده:
۱. عمومي اسامبله کولی شي چې د نړیوالې سولې او ټیکاو په موخه ټول اصول، له دې جملې د بې وسلې کولو اصول تر غور او څېړنې لاندې ونیسي او کولی شي چې د یادو اصولو په اړه د امنیت شورا او غړو ته ځینې سپارښتنې وکړي.
۲. عمومي اسامبله کولی شي چې په نړیوالې سولې او امنیت پورې د اړونده مسایلو په اړه چې د غړو هېوادونو یا امنیت شورا او یا د ۳۵ مې مادې د دویمې فقرې له مخې د ملګرو ملتونو د نا غړو هېوادونو له خوا سازمان ته وړاندې کېږي، بحث وکړي او له ۱۲ مادې پرته امنیت شورا او هېوادونو ته سپارښتنه وکړي. ټول دا ډول مسایل چې د حل لپاره یې اړتیا لیدل کېږي، تر بحث مخکې او وروسته امنیت شورا ته وړاندې کېږي.
۳. عمومي اسامبله کولی شي د هغو احتمالي خطرونو په اړه چې نړیواله سوله او امنیت ګواښي، د امنیت د شورا پام مسلې ته واړوي.
۴. د عمومي اسامبلې واکونه چې په دې ماده کې په ډاګه شوي دي، په ۱۰ مه ماده کې راغلي احکام نه شي محدودولی.
دولسمه ماده:
۱. کله چې امنیت شورا د یوې اختلافي او ناندریزې موضوع د څېړلو په حال کې وي، عمومي اسامبله نه شي کولی چې د یادې موضوع په اړه سپارښتنه یا توصیه وکړي، خو دا چې په خپله د امنیت شورا له خوا له عمومي اسامبله غوښتنه وشي.
۲. د ملګرو ملتونو عمومي منشي به د امنیت شورا په خوښه د سولې او امنیت په تړاو د شورا له هرې غونډې وروسته عمومي اسامبله خبروي او د مسلې تر څېړنې وروسته به عمومي اسامبلې یا که غونډه نه وي، ټولو غړو ته باید د امنیت شورا د غونډې رپوټ وړاندې کړي.
دیارلسمه ماده:
۱. عمومي اسامبله د لاندنیو موخو او مقصدونو په اړه څېړنې او سپارښتنې کولی شي:
الف: په سیاسي ډګر کې د نړیوالو همکاریو پراختیا او د نړیوالو حقوقو تدریجي پراختیا، هڅونه او تدوین.
ب: په اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، روغتیا او علمي برخو کې د نړیوالو همکاریو پراختیا او له توکمیز، جنسي، ژبني او مذهبي توپیر پرته د بشري حقونو او اساسي ازادیو تحقق.
۲. نور مسولیتونه: د عمومي اسامبلې پورتنۍ دندې او واکونه چې د دې مادې په (ب) بند کې ذکر شوي، په نهم او لسم څپرکي کې په تفصیل سره بیان شوي دي.
څوارلسمه ماده:
عمومي اسامبله د دې منشور د ۱۲ مې مادې د مقرراتو په رعایتولو سره کولی شي، د هر هغه وضعیت د سوله ییز حل په موخه چې ښايي نړیوالې سولې او دوستانه اړیکو ته زیان واړوي، د ځینو اقداماتو سپارښتنه وکړي.
پنځلسمه ماده:
۱. عمومي اسامبله د امنیت شورا کلنی او ځانګړي راپورونه ترلاسه کوي او تر څېړنې لاندې یې نیسي. په دغو راپورونو کې به د امنیت شورا له خوا د نړیوالې سولې او امنیت په موخه د ترسره شویو اقداماتو او هڅو په اړه بشپړ معلومات واضح وي.
۲. عمومي اسامبله د ملګرو ملتونو د سازمان د نورو څانګو راپورونه هم ترلاسه کوي او تر څېړنې لاندې یې نیسي.
شپاړسمه ماده:
عمومي اسامبله د منشور په ۱۲ او ۱۳ څپرکیو کې د وسپارل شویو دندو له مخې، مسولیت لري چې د قیمومیت نظام سره سم د غیرې ستراتېژیکو سیمو په اړه تړونونه تصویب کړي.
اولسمه ماده:
۱. عمومي اسامبله د سازمان بودیجه تر څېړلو وروسته تصویبوي.
۲. د سازمان لګښت د غړو هېوادونو پرغاړه دی. دغه لګښت د عمومي اسامبلې له خوا د ټاکلې ونډې پر اساس تمویلېږي.
۳. عمومی اسامبله د تخصصي موسسو چې په ۵۷ مادې کې ترې یادونه شوې، مالي او بودیجوي مسایل څېړي او تصویبوي او د یادو موسسو د بودیجې د څېړلو په موخه سپارښتنې کوي.
رايه
اتلسمه ماده:
۱. د عمومي اسامبلې هر غړی هېواد د یوې رایې حق لري.
۲. د مهمو مسایلو په اړه د اسامبلې پرېکړې د حاضرو غړو دوه ثلثه رایو ته اړتیا لري. لاندې مسایل مهم ګڼل کېږي:
د نړیوالې سولې او امنیت په اړه سپارښتنه (توصیه)؛ د امنیت شورا د غیرې دایمي غړو ټاکل؛ د اقتصادي او ټولنیزې شورا د غړو ټاکل؛ د ۸۴ مادې د درېیمې فقرې له مخې د قیمومیت شورا د غړو ټاکل؛ د ملګرو ملتونو سازمان ته د نویو غړو منل؛ د غړو د حقونو او مزایاوو ځنډول؛ د غړو اېستل؛ په بودیجې او قیمومیت نظام پورې اړوند مسایل.
۳. د نورو مسایلو په اړه پرېکړې هم د رایو په اکثریت ترسره کېږي.
نولسمه ماده:
که د ملګرو ملتونو کوم غړی د مالي ونډې په ورکړه کې ځنډ وکړي او دغه ځنډ د دوو کلونو له ونډې سره برابر وي، په اسامبله کې د رایې ورکونې حق نه لري. خو که اسامبله دا تشخیص کړي چې د ونډې نه ورکول د مالي ناتوانۍ یا کوم بل موجه عذر له امله دی، نو اسامبله دغه غړي ته د رایې ورکولو حق ورکوي.
کړنلاره (طرزالعمل)
شلمه ماده: عمومي اسامبله په منظم ډول خپلې کلنۍ غونډې دایروي او د اړتیا پرمهال بېړنۍ غونډې هم جوړولی شي. بېړنۍ غونډې د امنیت شورا یا د اکثریت غړو په غوښتنه د عمومي منشي په بلنه جوړېږي.
یویشتمه ماده:
عمومي اسامبله خپله داخلي کړنلاره تنظیموي. اسامبله د هرې غونډې لپاره دوره يي مشر ټاکي.
دوه ویشتمه ماده:
عمومي اسامبله کولی شي چې د خپلو دندو اجرا په موخه له اړتیا سره سم فرعي څانګې پرانېزي.
پنځم څپرکی
امنيت شورا
جوړښت
درویشتمه ماده:
۱. امنیت شورا د ملګرو ملتونو له پنځلسو غړو څخه جوړه شوې ده. چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او د امریکا متحده ایالتونه د امنیت شورا دایمي غړي دي. عمومي اسامبله د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې، عادلانه جغرافیوي وېش او د سازمان نورو موخو ته په پام سره لس هېوادونه د شورا د غیر دایمي غړو په توګه ټاکي.
۲. د امنیت شورا غیرې دایمي غړي د یوې دوه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. د امنیت شورا دوه غړي د یوې دورې په موخه د یوه کال لپاره ټاکل کېږي. هغه غړی چې له شورا څخه وځي، د بېرته ټاکل کېدو حق نه لري.
۳. د امنیت شورا هر غړی په شورا کې یو تن استازی لري.
دندې او واکونه
څلور ویشتمه ماده:
۱. د ملګرو ملتونو له خوا د چټک او اغېزناک اقدام د ترسره کولو په موخه ددغه سازمان غړي د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې لومړی درجه مسولیت امنیت شورا ته سپارلی او ټولو پرېکړه کړې چې امنیت شورا د دې مسولیت د ترسره کولو په برخه کې اقدام وکړي.
۲. امنیت شورا د دغو دندو د اجرا پرمهال د ملګرو ملتونو د اصولو او موخو پر اساس عمل کوي. هغه ځانګړي واکونه چې د یادو مسولیتونو د اجرا په موخه امنیت شورا ته ورکړل شوي، په ۶، ۷،۸ او ۱۲ څپرکیو کې په ډاګه شوي دي.
۳. امنیت شورا خپل کلني راپورونه او د اړتیا پرمهال ځانګړي راپورونه، د ارزونې او کتنې په موخه عمومي اسامبلې ته وړاندې کوي.
پنځه ویشتمه ماده:
د ملګرو ملتونو غړي ژمنه کوي چې د دې منشور له مخې د امنیت شورا پرېکړې اجرا او مني.
شپږویشتمه ماده:
امنیت شورا له نړیوالې سولې او امنیت سره د مرستې په موخه د وسلو لپاره لږ تر لږه له اقتصادي او بشري منابعو څخه د ګټې اخیستنې لپاره مکلفه ده چې له ۴۷ مادې سره سم د پوځي کمېټې په مرسته د وسلو د تنظیم په موخه اصول وضع او د ملګرو ملتونو غړو ته یې وړاندې کړي.
رايه
اووه ویشتمه:
۱. د امنیت شورا هر غړی یوازې د یوې رایې حق لري.
۲. په کاري طرزالعمل (کړنلارې) پورې د اړونده مسایلو په اړه د امنیت شورا پرېکړې نهو رایو ته اړتیا لري.
۳. د نورو مسایلو په اړه د امنیت شورا پرېکړې د پنځو دایمي غړو په ګډون ټولټال ۹ مثبتو رایو ته اړتیا لري، خو د هغو مسایلو په اړه چې د شپږم څپرکي د ۵۲ مادې د درېیمې فقرې پر اساس ترسره کېږي، د دعوا لوری د رایې ورکونې حق نه لري.
کړنلاره (طرزالعمل)
اته ویشتمه ماده:
۱. د امنیت شورا چارې باید داسې تنظيم شي ترڅو وکولی شي چې خپله دنده او مسولیتونه په دوامداره او ښه توګه ترسره کړای شي او همدا راز د سازمان په مقر کې باید هر وخت د امنیت شورا د غړي هېواد یو استازی موجود وي .
۲. امنیت شورا په ټاکلې وخت خپلې غونډې جوړوي او د شورا هر غړی هېواد په خپله خوښه کولی شي چې د خپل یوه تن استازي په واسطه په غونډه کې ګډون وکړي.
۳. امنیت شورا د ملګرو ملتونو د سازمان له مقر پرته که مناسبه وګڼي، کولی شي چې په نورو ځایونو کې هم غونډې جوړې کړي.
نهه ویشتمه ماده:
امنیت شورا کولی شي چې د دندې د اجرا پرمهال د اړتیا وړ فرعي څانګې جوړې کړي.
دېرشمه ماده:
امنیت شورا د خپل مشرتابه د ټاکنې په اړه د نویو میتودونو د جوړولو په ګډون خپله داخلي کړنلاره تنظیموي.
یو دېرشمه ماده:
د ملګرو ملتونو هغه غړي چې د امنیت شورا غړیتوب نه لري، کولی شي د شورا په ټولو هغو غونډو ګډون وکړي چې د امنیت شورا په اند د دې هېواد لپاره اغېزناک او ګټور دي.
دوه دېرشمه ماده:
که یوه اختلافي مسله په امنیت شورا کې تر څېړنې او بررسۍ لاندې وي او د اختلاف لوري کېدای شي د ملګرو ملتونوغړی یا غړی نه وي، دوی ته به بلنه ورکړل شي ترڅو د موضوع د څېړنې په غونډه کې له رایې ورکونې پرته ګډون وکړي. امنیت شورا به په غونډو کې د هغو هېوادونو لپاره عادلانه شرایط برابروي، چې د ملګرو ملتونو غړي نه دي.
شپږم څپرکی
د شخړو سوله ييز حل
درې دېرشمه ماده:
۱. هغه شخړې چې ښايي نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کړي، د شخړي لوري (مدعي او مدعي علیه ) تر هرڅه لومړی باید دغه شخړې د خبرو، منځګړیتوب، جوړجاړي، داوري، قضايي څېړنې، سیمه ییز سازمانونو او د نورو سوله ییزو لارو چارو په مرسته حل کړي.
۲. امنیت شورا د اړتیا پر مهال کولی شي چې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړي ترڅو خپل اختلافات له یادو لارو چارو سره سم حل کړي.
څلور دېرشمه ماده :
امنیت شورا کولی شي هره هغه مسله تر غور او څېړنې لاندې ونیسي، چې ښايي د یوې نړیوالې شخړې او ترینګلتیا سبب شي او دوام یې نړیوالې سولې ته ګواښ پېښ کړي.
پنځه دېرشمه ماده:
۱. د ملګرو ملتونو هر غړی کولی شي هغو مسایلو ته چې په ۳۴ ماده کې ترې یادونه شوې، د عمومي اسامبلې او امنیت شورا پام واړوي.
۲. هر هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو غړی نه دی، کولی شي د هغې مسلې په اړه چې دی خپله په کې ښکېل دی، عمومي اسامبلې ته خبر ورکړي. خو په دې شرط چې د یاد اختلاف د څېړلو په موخه له مخکې په دې منشور کې د سوله ییز حل اړوند مقررات ومني.
۳. د هغو مسایلو په اړه د عمومي اسامبلې اقدامات چې د دې مادې له مخې یې ترسره کوي، د ۱۱ او ۱۲ مادو د احکامو تابع دي.
شپږ دېرشمه ماده:
۱. امنیت شورا کولی شي د اختلاف یا شخړې په هر پړاو کې، لکه څنګه چې په ۳۳ ماده کې ورته اشاره شوې، د حل و فصل مناسبې لارې چارې توصیه کړي.
۲. امنیت شورا باید د سوله ییز حل هغه میتودونه او لارې چارې چې د دعوا لورو له مخکې پرې هوکړه کړې، وڅاري.
۳. امنیت شورا هغه سپارښتنې چې ددې مادې له مخې یې کوي، دا هم باید په پام کې ولري چې قضیه باید په بشپړ ډول د دعوا د ښکېلو غاړو له خوا د نړیوالې عدلي محکمې د اساسنامې له حکمونو سره سم دغه محکمې ته وړاندې شي.
اووه دېرشمه ماده:
۱. که د دعوا لورو ونه شو کړای چې په ۳۳ ماده کې له ذکر شویو لارو چارو څخه په ګته اخیستنه خپل اختلاف حل کړي، نو موضوع باید امنیت شورا ته وړاندې کړي.
۲. که امنیت شورا وویني چې د یوې شخړې دوام نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کولی شي، د ۳۶ مادې له مخې باید تصمیم ونیسي او یا د موضوع د حل په موخه دې نورې لازمې سپارښتنې وکړي.
اته دېرشمه ماده:
که د اختلاف ټولې خواوې امنیت شورا ته د حل وړاندیز وکړي، امنیت شورا کولی شي چې د ستونزو د حل په موخه ښکېلو غاړو ته داسې سپارښتنې وکړي چې له ۳۳ نه تر ۳۷ مادې پورې زیانمنې نه شي.
اووم څپرکی
د سولې ماتونې- ګواښنې او تجاوز کارانه کړنو پر وړاندې اقدامات
نهه دېرشمه ماده:
امنیت شورا باید د سولې پر وړاندې هر ډول ګواښ او تېری تشخیص او له ۴۱- ۴۲ مادو سره سم د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په موخه باید تصمیم ونیسي.
څلوېښتمه ماده:
له ترینګلي او ګواښمن وضعیت څخه د مخنیوي په موخه امنیت شورا مخکې له دې چې د ۳۹ مادې پربنسټ سپارښتنې او پرېکړه وکړي، کولی شي چې له ښکېلو غاړو څخه وغواړي ترڅو یو لړ موقتي تدابیر چې امنیت شورا یې اړین او مهم ګڼي، پلي کړي. موقتي تدابیر به د ښکېلو غاړو دریځ، ادعا او حقوق زیانمن نه کړي. امنیت شورا دا هم باید په پام کې ولري چې که دغه موقتي تدابیر پلي نه شي او سرغړونه ترې وشي، څه باید وکړي.
یوڅلوېښتمه ماده:
امنیت شورا کولی شي چې د خپلو پرېکړو د اجرا په موخه د وسلوال ځواک له کارونې پرته داسې لارې چارې وکاروي چې دغه شورا یې لازمه وګڼي. شورا کولی شي د ملګرو ملتونو له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړي چې له سرغړوونکو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې، اقتصادي، ټرانسپورټي، سمندري، هوايي، پوستي او مخابراتي اړیکې پرې کړي.
دوه څلوېښتمه ماده:
که امنیت شورا په ۴۱ ماده کې پېشبیني شوي اقدامات کافي او اغېزناک ونه ګڼل، د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې په موخه کولی شي چې له هوايي، سمندري او ځمکني ځواک څخه استفاده وکړي. په دغو اقداماتو کې لاریونونه، محاصره، ځمکني، هوايي او سمندري عملیات شامل دي.
درې څلوېښتمه ماده:
۱. د ملګرو ملتونو ټول غړي ژمنه کوي چې پورتنۍ موخې ته د رسېدو لپاره د یوه هوکړه لیک له مخې به د امنیت شورا په غوښتنه دغې شورا ته وسلوال ځواکونه او نورې اسانتیاوې لکه د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پوځونو لېږد ته له خپلې خاورې لار په واک کې ورکړي.
۲. په یادو هوکړه لیکونو کې به د سرتېرو شمېر او ډول، د هغوی د چمتووالي ډول او عمومي قرار ګاه، د اسانتیاوو څرنګوالی او نورې مرستې په ډاګه شي.
۳. د امنیت شورا په نوښت د دې ډول هوکړه لیکونو د لاسلیک په اړه خبرې به ډېر ژر ترسره شي. دغه هوکړه لیکونه به د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د غړو او یا د امنیت شورا او نورو غړو ترمنځ لاسلیک شي. غړي هېوادونه باید خپلو اساسي قوانینو ته په پام سره دغه هوکړه لیکونه تصویب کړي.
څلور څلوېښتمه ماده:
کله چې امنیت شورا د پوځي ځواک د کارونې پرېکړه کوي،نو مخکې له دې چې د ۴۳ مادې له مخې د ملګرو ملتونو له کوم غړي څخه د وسلوالو ځواکونو غوښتنه وکړي، باید دغه غړی په همدې اړه د امنیت شورا جوړې شوې غونډې ته ور وغواړي.
پنځه څلوېښتمه:
د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو سازمان د چټکو پوځي اقداماتو په ترسره کولو وتوانېږي، غړي هېوادونه باید د خپل هوايي ځواک یوه برخه نړیوالو ډله ییزو عملیاتو ته چمتو کړي. د پوځ شمېر، د چمتووالي کچه او د ډله ییزو عملیاتو طرحې په ۴۳ ماده کې د ذکر شویو هوکړه لیکونو پر اساس د امنیت شورا او پوځي کمېټې له خوا په ګډه ټاکل کېږي.
شپږڅلوېښتمه ماده:
له وسلوالو ځواکونو څخه د کارونې اړوند پلانونه د امنیت شورا او پوځي کمېټې په مرسته جوړېږي.
اووه څلوېښتمه ماده:
۱. د دې لپاره چې امنیت شورا په نړیوالې سولې او امنیت پورې اړوند مسایل، د وسلوالو ځواکونو رهبري، بې وسلې کول او نورې چارې تنظیم کړي، د دې چارو د تنظیم په موخه پوځي کمېټه جوړوي.
۲. پوځي کمېټه به د امنیت شورا د غړو له افسرانو او یا د دوی له استازو جوړېږي. همدارنګه که د امنیت شورا پوځي کمېټه لازمه وګڼي، کولی شي د ملګرو ملتونو هغو غړو ته هم په پوځي کمېټه کې د ګډون بلنه ورکړي، چې د امنیت شورا غړیتوب نه لري.
۳. د امنیت شورا تر مشرۍ لاندې پوځي کمېټه د ټولو وسلوالو ځواکونو قومانده او مشري پر غاړه لري. د وسلوالو ځواکونو په قوماندې پورې اړوند موضوعات به وروسته بیان شي.
۴. پوځي کمېټه د امنیت شورا په اجازه او له سیمه ییزو سازمانونو سره تر مشورې وروسته کولی شي چې فرعي کمېټې جوړې کړي.
اته څلوېښتمه ماده:
۱. د ملګرو ملتونو ټول یا ځیني غړي د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې په برخه کې د پرېکړو د اجرا په موخه باید لازم اقدامات وکړي.
۲. دغه پرېکړې به د ملګرو ملتونو غړي په مستقیم ډول په خپله او یا د هغو نړیوالو نمایندګیو له لارې پلې کوي، چې نوموړی دولت یې غړی دی.
نهه څلوېښتمه ماده:
د ملګرو ملتونو غړي به د امنیت شورا له خوا د نیول شویو پرېکړو د اجرا لپاره له یو بل سره په ګډه مرسته کوي.
پنځوسمه ماده:
کله چې امنیت شورا د یوه هېواد پر وړاندې قهري اقدامات تر لاس لاندې نیسي او ددې اقداماتو له امله نور هېوادونه (د ملګرو ملتونو غړي او نا غړي) له اقتصادي ستونزو او زیانونو سره مخ کېږي، زیانمن شوي هېوادونه حق لري چې د ستونزې په اړه امنیت شورا ته شکایت وکړي.
یو پنځوسمه ماده:
د ملګرو ملتونو پر یوه غړي دولت د وسلوال برید په صورت کې تر هغو چې امنیت شورا د نړیوال امنیت او سولې د خوندیتوب په موخه لازم اقدامات ترسره کوي، د دې منشور هېڅ حکم به له ځانه د ذاتي دفاع په وړاندې خنډ نه شي. په دې دفاع کې فردي او ډله ییزه دفاع دواړه شامل دي. د ملګرو ملتونو غړي باید ددې ډول دفاع په اړه ژر تر ژره امنیت شورا ته خبر ورکړي. دغه اقدامات به د امنیت شورا پر دندو او واکونو چې په منشور کې ذکر شوي، هېڅ راز اغېز و نه لري.
اتم څپرکی
سيمه ييز تړونونه
دوه پنځوسمه ماده:
۱. هغه سیمه ییز سازمانونه او بنسټونه چې د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه جوړېږي، دغه منشور یې پر وړاندې خنډ نه شي کېدای. خو په دې شرط چې د دغو سازمانونو فعالیتونه د ملګرو ملتونو له موخو او اصولو سره همغاړي وي.
۲. د ملګرو ملتونو غړي چې دا ډول بنسټونه او سازمانونه جوړوي، خپلې سیمه ییزې شخړې لومړی باید د همدې بنسټونو له لارې حل کړي، که چېرې دغو سازمانونو مسله حل نه کړه، نو باید امنیت شورا ته وړاندې شي.
۳. امنیت شورا د دې ډول بنسټونو او سازمانونو له لارې د سیمه ییزو شخړو او ستونزو حل په موخه یاد هېوادونه هڅوي.
۴. دغه ماده به د ۳۴ مې او ۳۵ مې مادې پر حکمونو اغېز ونه کړي.
درې پنځوسمه ماده:
۱. امنیت شورا کولی شي چې د اړتیا پر مهال سیمه ییزو سازمانونو ته ځینې مسولیتونه ور وسپاري. خو سیمه ییز سازمانونه او نورو جوړښتونه د امنیت شورا له اجازې پرته هېڅ ډول اقدامات نه شي ترسره کولی. هغه اقدامات چې د ۱۰۷ مې مادې یا د سیمه ییزو سازمانونو او نورو تړونونو پربنسټ د دښمن هېواد یا کوم بل یرغلګرو هېواد پر وړاندې ترسره کېږي، که د ملګرو ملتونو سازمان په قضیه کې د یوه ښکېل هېواد په غوښتنه د دې ډول یرغل مخنیوی کوي، له دې قاعدې څخه مستنثاء دی.
۲. د (دښمن هېواد) کلیمه هغو هېوادونو ته کارول کېږي چې په دویمه نړیواله جګړه کې د دې منشور د لاسلیکوونکو هېوادونو دښمنان وو.
۴. د سیمه ییزو سازمانونو او جوړښتونو په مرسته د نړیوالې سولې او امنیت لپاره چې کوم فعالیتونه ترسره کېږي، راپور یې وخت پر وخت باید امنیت شورا ته وړاندې شي.
نهم څپرکی
نړيوالې اقتصادي او ټولنيزې مرستې
پنځه پنځوسمه ماده:
د ملګرو ملتونو سازمان دنړۍ د ولسونو ترمنځ د نېکمرغۍ او ښو اړیکو د ټینګښت په موخه چې د حقوقي برابرۍ پر اصل ولاړ وي، لاندې مسایلو ته پاملرنه کوي او هڅوي یې.
الف: د ژوندد سطحې لوړول، په اقتصادي او ټولنیز نظام کې د وړ کار ي شرایطو رامنځته کول؛
ب: د نړیوالو اقتصادي، ټولنیزو او روغتیايي او اړونده مسایلو حل او د کلتوري او علمي همکاریو پراختیا؛
ج: له ژبني، مذهبي او نژادي توپیر پرته د بشر حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی.
شپږ پنځوسمه ماده:
د ملګرو ملتونو ټول غړي ژمنه کوي چې په ۵۵ ماده کې د یادو شویو موخو د تحقق لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سره فردي او ګډه همکاري کوي.
اووه پنځوسمه ماده:
۱. هغه بېلابېلې تخصصي موسسې چې د هېوادنو ترمنځ د یوه هوکړه لیک له مخې جوړې شوې او له خپلې اساسنامې سره سم په اقتصادي، ټولنیز، کلتوري، ښوونیز ، روغتیايي او نورو اړونده برخو کې د یوه پراخ مسولیت لپاره کار کوي؛ د منشور د ۶۳ مادې له مخې د ملګرو ملتونو په سازمان پورې اړه لري.
۲. دغه ډول موسسې چې په ملګرو ملتونو پورې اړوند کېږي، له دې وروسته د تخصصي موسسو په نوم یادېږي.
اته پنځموسمه ماده:
سازمان به د تخصصي موسسو د فعالیتونو او تګلارو د همغږي کولو په موخه هغوی ته توصیه وکړي.
نهه پنځوسمه ماده:
سازمان د اړتیا پرمهال د نویو تخصصي موسسو د جوړېدو لپاره چې په ۵۵ ماده کې له ذکرشویو موخو سره سم اړتیا ورته لیدل کېږي، د هېوادونو ترمنځ د ناستې اسانتیاوې برابروي.
شپېتمه ماده:
د سازمان د دندې د اجرا مسولیت چې په دې څپرکي کې ترې یادونه شوې، د عمومي اسامبلې پر غاړه او د عمومي اسامبلې تر نظر لاندې د اقتصادي او ټولنیزې شورا پر غاړه دی چې په دې اړوند مسولیتونه یې په لسم څپرکي کې په ډاګه شوي دي.
لسم څپرکی
اقتصادي او ټولنيزه شورا
یو شپېتمه ماده:
۱. اقتصادي او ټولنیزه شورا د ملګرو ملتونو له ۵۴ غړو هېوادونو څخه جوړه شوې چې د عمومي اسامبلې له خوا ټاکل کېږي.
۲. د دې مادې د درېیمې فقرې په رعایت سره، د اقتصادي او ټولنیزې شورا اتلس غړي د درې کلونو لپاره انتخابېږي. هغه غړی چې وځي، د بیا انتخاب حق لري.
۳. تر لومړي ځل ټاکنو وروسته د اقتصادي او ټولنیزې شورا له ۲۷ څخه ۵۴ ته د غړو زیاتول ، سربېره پر هغو نهه غړو چې د خدمت دوره یې پای ته رسېږي، نوي ۲۷ غړي ټاکل کېږي. د دغه ۲۷ اضافي غړو د خدمت دوره تر یوه کال او نهه نورو غړو د خدمت دوره د دویم کال په ورستیو کې په داسې حال کې پای ته رسېږي، چې د عمومي اسامبلې له خوا پرېکړه وشي.
دندې او واکونه
دوه شپېتمه ماده:
۱. اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي چې د نړیوالو اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، ښوونیزو ، روغتیايي او نورو اړونده مسایلو په اړه مطالعات او راپورونه چمتو او یا زمینه ورته برابره کړي. شورا دغه راز کولای شي چې د یادو مسایلو په اړه عمومي اسامبلې، د سازمان غړو او اړونده تخصصي موسسو ته توصیه وکړي.
۲. اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي چې د بشري حقونو د هڅونې او د بشر د اساسي ازادیو د تحقق لپاره توصیې وکړي.
۳. اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي د هغو چارو په اړه چې د ترسره کولو واک یې لري، طرحې یې عمومي اسامبلې ته وړاندې کړي.
۴. اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي د خپل واک په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د مقرراتو سره سم نړیوال کنفرانسونه جوړ کړي.
درې شپېتمه ماده:
۱. اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي چې د ۵۷ مادې له مخې له یادې هرې موسسې سره تړون لاسلیک کړي. هغه شرایط باید په ډاکه شي چې له مخې یې اړونده تخصصي موسسې د ملګرو ملتونو په سازمان پورې تړل کېږي. دغه ډول تړونونه باید د عمومي اسامبلې له خوا تصویب شي.
۲. اقتصادي او ټولنیزه شورا باید له تخصصي سازمانونو سره د سلا مشورې او د عمومي اسامبلې او د ملګرو ملتونو غړو ته د توصیې له لارې د تخصصي سازمانونو فعالیتونه همغږي کړي.
څلور شپېتمه ماده:
۱. اقتصادي او ټولنیزه شورا باید د تخصصي موسسو له فعالیتونو څخه د خبرېدو په موخه ځانګړي اقدامات ترسره کړي. شورا باید د هغو اقداماتو په اړه چې د دې شورا او عمومي اسامبلې له خوا د توصیې په پایله کې ترسره شوي وي، د راپور د ترلاسه کولو لپاره یې باید د ملګرو ملتونو له غړو او تخصصي موسسو سره په ګډه ترتیبات ونیسي.
۲. اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي چې د دغو راپورونو په اړه خپل ملاحظات عمومي اسامبلې ته وړاندې کړي.
پنځه شپېتمه ماده:
اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي چې امنیت شورا ته ځینې اطلاعات ورکړي او د اړتیا پر مهال له شورا سره مرسته وکړي.
شپږ شپېتمه ماده:
۱. که د عمومي اسامبلې له خوا په صادرې شوې توصیه کې داسې یوه مسله چې هغه د اقتصادي او ټولنیزې شورا له واکونو څخه وي، شورا باید هغه ترسره کړي.
۲. اقتصادي او ټولنیزه شورا د عمومي اسامبلې په تایید کولی شي هغه خدمتونه ترسره کړي چې د ملګرو ملتونو د غړو یا د تخصصي موسسو له خوا یې غوښتنه شوې وي.
۳. اقتصادي او ټولنیزه شورا باید هغه مسولیتونه او دندې چې په دې منشور کې روښانه شوي یا ښايي وروسته د عمومي اسامبلې له خوا ورته وسپارل شي، ترسره کړي.
رايه اچونه
اووه شپېتمه ماده:
۱. د اقتصادي او ټولنیزې شورا هر غړی د یوې رایې حق لري.
۲. د اقتصادي او ټولنیزې شورا پرېکړې د حاضرو اکثریت غړو له خوا ترسره کېږي.
کړنلاره
اته شپېتمه ماده:
اقتصادي او ټولنیزه شورا کولی شي چې د اقتصادي او ټولنیزو مسایلو او د بشر حقونو د ترویج په موخه د اړتیا وړ کمېسیونونه جوړ کړي.
نهه شپېتمه ماده:
که د ملګرو ملتونو کوم غړی هېواد په یوه موضوع کې ځان شریک وبولي، اقتصادي او ټولنیزه شورا باید دغه هېواد ته د رایې له کارونې پرته د ګډون اجازه ورکړي.
اویایمه ماده:
اقتصادي او ټولنیزه شورا هغه استازي چې په غونډو او ناستو کې د څارونکي په توګه له رایې کارونې پرته برخه اخلي، د هغوی د ګډون لپاره باید لازم تدابیر ونیسي.
یو اویایمه ماده:
اقتصادي او ټولنیزه شورا باید له هغو غیرې حکومتي سازمانونو سره چې له دغې شورا سره ګډ کار کوي، د سلا مشورې لپاره لازم تدابیر ونیسي. دغه تدابیر ښايي د ملګرو ملتونو له ذینفع غړو سره تر مشورې وروسته د ملي او نړیوالو سازمانونو په وړاندې پلي شي.
دوه اویایمه ماده:
۱. اقتصادي او ټولنیزه شورا باید خپله داخلي کړنلاره جوړه او د هغې له مخې د شورا لپاره د مشر تابه د ټاکلو څرنګوالی روښانه کړي.
۲. اقتصادي او ټولنیزه شورا د اړتیا پرمهال د کړنلارې له مخې خپلې غونډې جوړوي. په کړنلاره کې باید د اکثریت غړو له خوا د غونډو د جوړېدو اړوند مقررات شامل وي.
يوولسم څپرکی
د نا خپلواکه سيمو په اړه اعلاميه
درې اویایمه ماده:
د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د هغو سیمو د ادارې او سرپرستۍ مسولیت پر غاړه اخیستی او اخلي، چې وګړي یې تر اوسه د خپلواک حکومت په جوړولو نه دي بریالي شوي. د ملګرو ملتونو غړي ژمنه کوي چې د دې ډول سیمو د خلکو ګټې په رسمیت پېژني، د هوساینې لپاره یې هڅه کوي او د یوه سپېڅلي امانت په توګه ژمنه کوي چې د دې منشور د احکامو مطابق د نړیوالې سولې او امنیت د اصولو په چوکاټ کې خپل ماموریت د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره پر مخ بیايي:
الف- د سیمې د خلکو فرهنګ ته په درناوي باید هغوی ته په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او ښوونیزو برخو کې د پرمختګ زمینه برابره شي. له خلکو سره چلند باید عادلانه وي او له هغوی څخه د ناوړه استفادې مخه دې ونیول شي؛
ب- د خپلواک حکومت د پرمختګ لپاره باید هڅه وشي، د خلکو احساساتو ته باید درناوی او د هرې سیمې او وګړو له حالاتو سره سم د سیاسي بنسټونو په پیاوړي کولو سره باید د هغوی ملاتړ او مرسته وشي؛
ج- د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره باید هڅه وشي؛
د- د پرمختګ لپاره باید رغنده او اغېزناک اقدامات ترسره شي او د دې لپاره چې د ټولنیزو، اقتصادي او علمي مقصدونو لپاره عملاً کار وشي، باید علمي څېړنې وهڅول شي او د اړتیا پر مهال له تخصصي سازمانونو سره په ګډه همکاري وشي؛
هـ -کله چې امنیتي او د اساسي قانون له مخې نور ملحوظات دا ایجاب کړي، احصايه او نور معلومات چې تخنیکي وي او د خپلواکو سیمو په اقتصادي او ټولنیزو شرایطو پورې تړاو ولري (د ۱۲ او ۱۳ څپرکیو کې له یادو شویو سیمو پرته)، په دې اړه باید د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته اطلاع ورکړل شي.
څلور اویایمه ماده:
د ملګرو ملتونو د سازمان غړي همدا راز ژمنه کوي چې تګلاره یې باید په دې څپرکي کې د یادو شویو سیمو او ځمکو په ګډون د خپلې اصلي خاورې په قلمرو کې په اقتصادي، اجتماعي او سوداګریزه برخه کې په ټوله نړۍ کې د ښه نیت پر اصل ولاړه وي.
دولسم څپرکی
د قيموميت نظام
پنځه اویایمه ماده:
د ملګرو ملتونو سازمان د هغو سیمو د ادارې او سرپرستۍ لپاره چې ښايي وروسته د ځینو توافق نامو له مخې یې د ساتنې مسولیت پر غاړه واخلي، د قیمومیت سیستم رامنځته کوي. دغه ځمکې یا سیمې تر دې وروسته (تر قیمومیت لاندې سیمې) په نوم یادېږي.
شپږ اویایمه ماده:
د دې منشور په لومړۍ ماده کې د ملګرو ملتونو د ذکر شویو موخو پربنسټ د قیمومیت نظام اساسي هدفونه په لاندې ډول دي:
الف- د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت؛
ب- تر قیمومیت لاندې سیمو د وګړو له اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او علمي پرمختګ سره مرسته او په تدریجي ډول د خپلواک حکومت جوړولو ته د هغوی چمتوکول او په توافقنامه کې د راغلو نورو حکمونو پلي کول؛
ج- له جنسي، توکمیز، مذهبي او ژبنیو توپیرونو پرته ټولو ته د یو شان ازادۍ ورکول او د بشري حقونو درناوی او هڅونه او خلک په دې پوهول چې د نړۍ ټول وګړي او ملتونه یو بل ته اړتیا لري؛
د- د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو او د هغوی وګړو سره په اقتصادي، ټولنیزو او سوداګریزو برخو کې یو ډول چلن او د منشور اتیایمې مادې ته په درناوي د ټولو خلکو ترمنځ عدالت پلي کول؛
اووه اویایمه ماده :
۱. هغه سیمې چې د قیمومیت په نظام کې شاملېږي، په دې ډول دي:
الف- هغه سیمې چې اوس تر وصایت لاندې دي؛
ب- هغه سیمې چې په دویم نړیوال جنګ کې له دښمن هېواد څخه جلا کېږي؛
۲. هغه سیمې چې د مسوولو هېوادونو په خوښه د قیمومیت نظام ته سپارل کېږي؛
۳. دا به وروسته د یوې بلې موافقتنامې له لارې روښانه شي چې کومې سیمې د یادو ردیفونو له مخې په کومو شرایطو د قیمومیت نظام تر واک لاندې راتلای شي.
اته اویایمه ماده:
هغه هېوادونه او سیمې چې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري، د قیمومیت په نظام کې نه شي راتلای او د هغوی ترمنځ اړیکې د حاکمیت د برابرۍ پر اصل ولاړې دي.
نهه اویایمه ماده:
تر قیمومیت لاندې سیمو په اړه شرایط او همدا راز د دې شرایطو اصلاح او بدلون په تړون کې د دواړو غاړو په هوکړې پورې اړه لري او د ۸۳ او ۸۵ مې مادې له مخې ټاکل کېږي.
اتیا یمه ماده:
۱- له هغه څه پرته چې د منشور د ۷۷، ۷۹ او ۸۱ مادو له مخې د قیمومیت ځانګړي تړونونه لاسلیکېږي او په پایله کې یې یوه سیمه د قیمومیت تر نظام لاندې راځي، ښايي د تایید وړ وګرځي او د دې ډول تړونونو د لاسلیک تر وخته د دې څپرکي هېڅ حکم باید داسې تعبیر نه شي چې د کوم هېواد یا خلکو په حقوقو یا د موجوده نړیوالو اسنادو په حکمونو کې چې ښايي د ملګرو ملتونو غړي د هغه یو لوری وي، بدلون راولي.
۲. د دې مادې لومړی بند باید داسې تفسیر نه شي، چې د خبرو د ځنډ او د قیمومیت اړونده تړونونو او همدارنګه په ۷۷ مه ماده کې د یادو شویو سیمو پر وړاندې د خنډ او ځنډ لامل شي.
یو اتیا یمه ماده:
د قیمومیت تړون به د هغو شرایطو لرونکی وي، چې له مخې یې یوه سیمه تر قیمومیت لاندې راځي او هغه مقام چې د دې سیمې ادار پر غاړه اخلي، له دې وروسته به د اداره کوونکي مقام په نوم یادېږي، دا مقام ښايي یو یا څو دولتونه او یا سازمان وي.
دوه اتیا یمه ماده:
د قیمومیت په هر قرارداد کې کېدای شي یا یو څو ستراتېژیکې سیمې وټاکل شي، دغې سیمې پرته له دې چې د ۴۳ مادې له مخې ځانګړو هوکړه لیکونو ته کوم زیان ورسوي، د قیمومیت د تړون اړونده موضوع ګڼل کېږي.
درې اتیا یمه ماده:
۱. د قیمومیت د تړونونو د تصویب، اصلاح او بدلون په ګډون د ستراتېژیکو یا سوق الجیشي سیمو ټولې چارې د امنیت شورا له لوري ترسره کېږي.
۲. په ۷۶ مه ماده کې راغلې اساسي موخې د هرې ستراتېژیکې سیمې د اوسېدونکو په اړه باید رعایت شي.
۳. امنیت شورا د قیمومیت تړونونو ته په درناوي سره، پرته له دې چې امنیت ته زیان ورسېږي، کولای شي د هغو مسوولیتونو د اجرا په برخه کې چې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او ښوونیزو برخو کې یې په ستراتېژیکو سیمو کې پر غاړه لري، د قیمومیت شورا له مرستو ګټه واخلي.
څلور اتیا یمه ماده:
اداره کوونکی مقام مکلفیت لري چې تر قیمومیت لاندې سیمو د څارنې او ساتنې له لارې د نړیوالې سولې او امنیت په ساتنه کې خپل رول او ونډه ادا کړي. په همدې موخه ادراه کوونکی مقام باید تر قیمومیت لاندې خاورې په داخل کې د نظم او قانون د ساتنې او د خاورې د دفاع په موخه د امنیت شورا پر وړاندې خپلې ژمنې او مسولیتونه ترسره کړي.
پنځه اتیا یمه ماده:
۱. تر قیمومیت لاندې د غیر ستراتېژیکو سیمو د ټولو تړونونو تصویب، اصلاح او تغیر د عمومي اسامبلې له لوري ترسره کېږي.
۲. د قیمومیت شورا چې د عمومي اسامبلې تر څارنې لاندې فعالیت کوي، د دغو دندو په اجرا کې به له عمومي اسامبلې سره مرسته کوي.
ديارلسم څپرکی
د قيموميت شورا
جوړښت
شپږ اتیایمه ماده:
۱. د قیمومیت شورا د ملګرو ملتونو له غړو څخه جوړه شوې چې په لاندې ډول ده:
الف- تر قیمومیت لاندې سیمو اداره کوونکي غړي
ب- هغه غړي چې په ۲۳ مه ماده کې یې نومونه راغلي او تر قیمومیت لاندې سیمو د اداره کولو مسوولیت پر غاړه نه لري
ج – هغه غړي چې د عمومي اسامبلې له خوا د یوې درې کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.
۲. د قیمومیت شورا هر غړی باید په شرایطو برابر خپل یو با صلاحیته استازی شورا ته معرفي کړي.
دندې او واکونه
اووه اتیا یمه ماده:
عمومي اسامبله او د دې اسامبلې تر څارنې لاندې د قیمومیت شورا کولای شي :
الف- هغه ګزارشونه چې د اداره کوونکي مقام له خوا ورته راوړل کېږي، رسیدګي باید ورته وکړي.
ب- شکایتونه ترلاسه او له ادارې کوونکي مقام سره په ګډه ورته رسیدګي وکړي.
ج-داسې ترتیبات برابر کړي چې د اداره کوونکي مقام په خوښه وخت پر وخت د قیمومیت لاندې سیمو څخه لیدنه وکړي.
د- دغه او نور اقدامات باید د قیمومیت تړون سره سم ترسره کړي.
اته اتیا یمه ماده:
قیمومیت شورا دنده لري چې د تر قیمومیت لاندې سیمو د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او ښوونیزو پرمختګونو په اړه پوښتنې طرحه کړي او د هرې سیمې اداره کوونکی مقام دنده لري چې هر کال د یادو پوښتنو په اړه عمومي اسامبلې ته راپور وړاندې کړي.
رايه
نهه اتیا یمه ماده:
۱. د قیمومیت شورا هر غړی د یوې رایې حق لري.
۲. د قیمومیت شورا پرېکړې د حاضرو غړو د رایو په اکثریت ترسره کېږي.
کړنلاره
نوي یمه ماده:
۱. قیمومیت شورا د خپلو داخلي چارو د تنظیم په موخه کړنلاره جوړوي او د کړنلارې له مخې د شورا مشر ټاکل کېږي.
۲. قیمومیت شورا د خپلې کړنلارې له مخې غونډې جوړوي. په یاده کړنلاره کې به د غونډې دایرول د اکثریت غړو د رایې پر اساس ترسره کېږي.
یو نويمه ماده:
قیمومیت شورا کولای شي چې د اقتصادي او ټولنیزې شورا او همدا راز د نورو تخصصي موسسو له مرستو څخه استفاده وکړي.
څوارلسم څپرکی
د عدالت نړيواله محکمه
دوه نوي یمه ماده:
د عدالت نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو مستقل قضايي ارګان دی، چې خپلې چارې د اساسنامې پربنسټ پرمخ بیایي او دغه اساسنامه د منشور نه بېلېدونکې برخه ده.
درې نوي یمه ماده:
۱. د ملګرو ملتونو ټول غړي د عدالت نړیوالې محکمې د اساسنامې منونکي دي.
۲. هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړي نه دي، کولای شي د هغو شرایطو په منلو سره چې د عمومي اسامبلې او امنیت شورا له خوا ټاکل کېږي، د عدالت نړیوالې محکمې اساسنامه ومني.
څلور نوي یمه ماده:
۱. د ملګرو ملتونو ټول غړي ژمنه کوي چې په هره قضايي دعوه کې به د محکمې پرېکړه مني.
۲. که د دعوا کوم لوری د محکمې له پرېکړې سرغړونه وکړي؛ زیانمن شوی لوری کولای شي چې امنیت شورا ته شکایت وکړي. که امنیت شورا مسله اړینه او جدي وبلله، کولای شي چې د محکمې د پرېکړې په اړه توصیه وکړي.
پنځه نوي یمه ماده:
د دې منشور هېڅ یوه ماده به د دې خنډ ونه ګرځي، چې د ملګرو ملتونو یو غړی هېواد خپل اختلافي مسایل د موجوده یا نورو راتلونکو هوکړه لیکونو له مخې نورو محاکمو ته وړاندې کوي.
شپږ نوي یمه ماده:
۱. عمومي اسامبله او امنیت شورا کولای شي چې په هره حقوقي مسله کې د عدالت له نړیوالې محکمې څخه د حقوقي مشورې غوښتنه وکړي.
۲. د ملګرو ملتونو نور تخصصي سازمانونه او موسسې هم، چې د عمومي اسامبلې اجازه یې ترلاسه کړي وي، کولای شي چې خپلو چارو لپاره د حقوقي مسایلو په اړه له محکمې څخه مشوره واخلي.
پنځلسم څپرکی
دارالانشاء (سکرتريت)
اووه نوي یمه ماده:
د ملګرو ملتونو سکرتریت له یوه عمومي منشي او نورو اړتیا وړ کارکوونکو څخه جوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا په توصیه، د عمومي اسامبلې له لوري ټاکل کېږي. عمومي منشي د ملګرو ملتونو د سازمان لوړپوړی اداري مقام دی.
اته نوي یمه ماده:
عمومي منشي به د عمومي اسامبلې، امنیت شورا، اقتصادي او ټولنیزې شورا او قیمومیت شورا په غونډو کې برخه اخلي او هغه چارې چې ده ته سپارل کېږي، باید ترسره یې کړي. عمومي منشي به هر کال خپل کلنی راپور عمومي اسامبلې ته وړاندې کوي.
نهه نویمه ماده:
عمومي منشي کولای شي د هرې هغې موضوع په اړه د امنیت شورا پاملرنه ور واړوي، چې نړیوالې سولې او امنیت ته خطر ګڼل کېږي.
سلمه ماده:
۱. عمومي منشي او د ملګرو ملتونو نور نهه غړي نه شي کولای چې د دندې د اجرا پر مهال له سازمان څخه د کوم مقام امر او سپارښتنې ته غاړه کېږدي، بلکې دوی یوازې په سازمان کې د وسپارل شویو چارو د ترسره کولو مسوولیت لري. عمومي منشي او کارکوونکي باید د داسې کړنو له ترسره کولو ډډه وکړي چې د نړیوال سازمان د کارکوونکي په توګه د دوی موقف ته زیان رسوي.
۲. د ملګرو ملتونو ټول غړي ژمنه کوي چې د ملګرو متلونو د کارکوونکو او د عمومي منشي ځانګړو نړیوالو مسوولیتونو ته به درناوی کوي او د داسې کړنو له ترسره کولو دې ډډه وکړي چې د دندې په اجرا کې هغوی تر نفوذ یا فشار لاندې راولي.
یو سلو یومه ماده:
۱. د ملګرو ملتونو کارکوونکي د عمومي منشي له خوا د هغو مقرراتو له مخې چې عمومي اسامبلې ټاکلې دي، ټاکل کېږي.
۲. د اقتصادي او ټولنیزې شورا، قیمومیت شورا او د اړتیا پر مهال د ملګرو ملتونو نورو ارګانونو ته به په دایمي ډول ځینې کارکوونکي ګمارل کېږي. دغه کارکوونکي به د سکرتریت یوه برخه وي.
۳. د کارکوونکو په ګمارنه کې به تر ټولو لوړه درجه تحصیل او وړتیا په پام کې نیول کېږي. د کارکوونکو په استخدام کې به جغرافیوي انډول هم په پام کې نیول کېږي.
شپاړسم څپرکی
متفرقه حکمونه
یو سلو دوه یمه ماده:
۱. هر هوکړه لیک یا نړیوال تړون چې د دې منشور تر لاسلیک وروسته د ملګرو ملتونو د غړو له خوا لاسلیک کېږي، هر څه ژر باید په دارلانشاء کې ثبت شي.
یو سلو درېیمه ماده:
که له نورو تړونونو سره د ملګرو ملتونو د غړو ژمنې او پرېکړې د منشور له ژمنو سره په ټکر کې وي، د منشور ژمنو ته به لومړیتوب ورکول کېږي.
یو سلو څلورمه ماده:
۱. سازمان د خپلو ضروري دندو او ماموریت د اجرا پرمهال د ټولو غړو هېوادونو په خاوره کې له حقوقي هویت څخه برخمن دی.
۲. د ملګرو ملتونو د سازمان استازي او مامورین هم له همدې ډول امتیازاتو او مصونیتونو څخه برخمن دي، ترڅو خپلې اړونده چارې په خپلواکه توګه پرمخ بوځي.
۳. عمومي اسامبله کولای شي چې د دې مادې د لومړۍ او دویمې فقرې د نورو جزییاتو لپاره توصیه وکړي یا غړو ته وړاندیزونه ولېږي.
اوولسم څپرکی
د امنيت په اړه لنډ مهاله تدابير
یو سلو شپږمه ماده:
په ۴۳ مه ماده کې د ځانګړو تړونونو د پلي کېدو تر وخته ترڅو امنیت شورا خپلو مسوولیتونو پېژندلو ته چمتو کېږي، په ۴۲ مه ماده کې راغلي مسولیتونه پر خپل غاړه اخلي. د اعلامیې لاسلیکوونکي (د څلورو ملتونو اعلامیه) چې د ۱۹۴۳ کال د اکتوبر په ۳۰ مه په مسکو کې لاسلیک شوه، فرانسه د یادې اعلامیې د پنځمې فقرې د حکم له مخې د ملګرو ملتونو تر نامه لاندې د ګډ اقدام لپاره د هر هغه اقدام لپاره چې د نړیوالې سولې او منیت د خوندیتوب په برخه کې لازم وي، له یو بل سره او د اړتیا پر مهال د ملګرو ملتونو له نورو غړو هېوادونو سره به مشوره کوي.
یو سلو اومه ماده:
د دې منشور احکام به د هغه څه پر وړاندې خنډ نه شي، چې د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال د هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي وو او اوس يې په ګډه دا منشور لاسليک کړى دى.
اتلسم څپرکى
سمونې
يو سلو اتمه ماده:
په منشور کې اصلاحات او تعديلات هغه وخت د اجرا وړ ګرځي، کله چې د عمومي اسامبلې له خوا په دوه ثلثه رايو تاييد او د امنيت شورا د دايمي غړو په ګډون د ملګرو ملتونو د ټولو غړو په دوه ثلثه رايو تصويب شي.
یو سلو یو نوي یمه ماده:
۱. پر دې منشور د بیا کتنې په موخه د امنیت شورا د نهو غړو په ګډون د ملګرو ملتونو د دوه ثلثه غړو له خوا باید یو عمومي کنفرانس راوبلل شي، په دغه کنفرانس کې هر غړی به د یوې رایې حق ولري.
۲. د منشور د اصلاح او سمونې په موخه د کنفرانس د دوه ثلثه غړو پرېکړه هغه وخت د اجرا وړ ګرځېدای شي کله چې د امنیت شورا د نهو غړو په ګډون د ملګرو ملتونو دوه پر درېیمه برخه غړو له خوا تصویب شي.
۳. که د دې منشور له لازم الاجرا او د عمومي اسامبلې تر کلنۍ عمومي غونډې مخکې دا ډول کنفرانس نه وي جوړ شوی، د کنفرانس جوړېدل باید د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې د اجنډا په سر کې ونیول شي. که د عمومي اسامبلې غړي او د امنیت شورا نهه غړي په دې اړه مثبته رایه ورکړي، کنفرانس به پر خپل وخت دایرېږي.
نولسم څپرکی
تصويب او لاسليک
یو سلو لسمه ماده:
۱. دغه منشور د لاسلیکوونکو هېوادونو له خوا د هغوی د اساسي قوانینو له احکامو سره سم په تصویب رسېږي.
۲. د منشور د تصویب سندونه د باید د امریکا متحده ایالتونو دولت ته وسپارل شي او دغه هېواد به د هر تصویب شوي سند د ترلاسه کولو په اړه د منشور لاسلیکوونکو هېوادونو او عمومي منشي ته خبر ورکوي.
۳. دغه منشور هغه وخت د اجرا وړ ګرځي، کله چې د چین جمهوریت، فرانسې، شوروي اتحاد، برېتانیا او د امریکا متحده ایالات او نور لاسلیکوونکي هېوادونه د تصویب سند ترلاسه کړي. د اسنادو د تسلمېدو چارې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا تنظیم او یوه یوه ګڼه به یې ټولو لاسلیکوونکو هېوادونو ته واستول شي.
۴. د دغه منشور لاسلیکوونکي هېوادونه د منشور د سند تر لازم الاجرا او تصویب وروسته، د ملګرو ملتونو اصلي غړي ګڼل کېږي.
یو سلو یوولسمه ماده:
دغه منشور چې په روسي، فرانسوي، چینايي، انګلیسي او هسپانوي ژبو لیکل شوی متن یې له مساوي اعتبار څخه برخمن دی، د امریکا متحده ایالتونو په ارشیف کې ساتل کېږي او د امریکا حکومت به د دغه منشور یوه کاپي د منشور ټولو لاسلیکوونکو هېوادونو ته استوي. په همدې اساس د ملګرو ملتونو استازو د ۱۹۴۵ کال د جون په ۲۶ مه د سنفراسيسکو په ښار کې دغه منشور لاسلیک کړ.
[review]