لیکنه: روښان خادم
د یو ځواکمند ملی ګوند ضرورت
برون مې د فیسبوک په مخ د ډاکتر صاحب ملت مل یوه لیکنه چې یوی ډیری مهمې موضوع باندی یی تماس نیولی او څو اساسی سوالونه یی طرحه کړی وچې ځما توجه يی جلب کړه او یقین لرم چې په سلهاوو نورولوستونکو پاملرنه به یی هم جلب کړی وی. مخکښی له دی چې دهغه لیکنی ته راشم یو څو نورو خبرو سره په لنډیز تماس ضروری ګڼم چي د ملت مل صاحب پوښتنو ته دروازه پرانستل شی .
د اعلیحضرت محمد ظاهر خان د کال ۱۹۶۴ع اساسی قانون په افغانستان کښی د سیاسی انکشاف او پرمختیا دپاره زمینه برابره کړه او د احزابو د قانون په جوړیدو سره چې لا ټوشیح شوی نه وو د احزابو د جوړیدو فرصت مساعد کړ (۱۹۶۵-۱۹۶۹) او د افغان ملت ، خلق دیموکراتیک ګوند ، شعله جاوید ، مساوات، صدای عوام ، اخوان المسلمین ، فعالو حزبونو ظهور وکړ او سیاسی فعالیتونو او مبارزو زور واخیست دغو احزابو ونشو کړای چې په افغانستان کښی سیاسی ماحول او خلک یو معقولی ملی سیاسی لاری ته برابر کړی او د یوه فعال سیاسی قوت په شکل د هغه وخت په پارلمان کښی راڅرګند شی ، اما دسیاسی انسجام قوت مخ په زیاتیدو وچې سیاست ، پارلمان، او انتخابات یی د ناخوالو سره مخ کړاوحکومت به پارلمانی انتخاباتو کښی لاس وهنی پیل کړی چې دا عمل د حکومت د یوه سیاسی میراث په توګه تر ننه حکومتونو ته را انتقال شوی دی . په کال ۱۳۸۲ل کښی د کرزی د جمهوریت په دوره کښی د احزابو قانون بیرته جوړ او د سیاسی فعالیتونو دروازی پرانستل شوی چې د ۱۳۸۸ ل کال تر اخره د عدلی په وزارت کښی ۱۱۰ لوی او واړه سیاسی حزبونه ثبت او راجستر شول چي د احزابو دغه تعدد د ملت د تشتت باعث شو او د مختلفو سیاسی نظریاتو او تفکر په نتیجه کښی یوه سیاسی پراګندګی او تضادونه منځ ته راوړل چې د یوه ځواکمنده ملی ګوند د جوړیدوتر مخه ځنډونه ایجاد او د یو توانمند ملی سیاسی تشکل مخه د ملت په پارچه کولواو نورو فرعی سیاسی لوبو په وسیله په ډپه بند کړای شوه چې ځای یی د افغانستان په سیاسی ډګر ګښی تر اوسه خالی دی . سره له دی چې یو شمیر زړه سواندو ملی شخصیتونو چې په هغی کښی زه هم شامل وم د ډیرو کلونو را هیسی یی ددغه مصیبتونوپه وړاندی پراخه هلی ځلی وکړی خو متاسفانه چې موثره نتیجه یي ورنکړه
زما په نظر د احزابو تعدد خپله د حکومتونو د سیاسی قدرت ددوام او حکومتی پټو اجنداوو د لاس ته راوړلو د پاره د ملت په تندی یو سیاسی ضربه وه بله دا چې یو عده سیاسی حزبونه ددی دپاره چې د افغانستان نوی بی بنیاده حکومت او تجربوی دیموکراسی څخه ګټی تر لاسه کړی جوړ شو ځکه دا په حکومت کښی د برخی اخیستو د پاره اسانه طریقه وه چې حکومت پری خلک روګدی کړی و نو کله چې حکومت په دا رنګه سیاسی لوبو بوخت شی او سیاست په چوکي معاوضه کړی نو احزابو ته کله ددی فرصت مساعد کیدی شی چې د ملت به سیاسی انسجام او یوه مرکز را ټولولو یی کار وکړی . په یوه ۳۰ میلیونی ؟ مملکت کښی ۱۱۰ حزبونه خپله یو لوی سیاسی سوال دی ؟. که چیری دا نفوس په ۱۱۰ مساویانه تقسیم کړو نو د هر حزب غړی به ۲۷۲۷۲۷ تنه شی چی دا د ملت په زړه کښی د سیاسی تشتت بنیاد ښیی .
که ددغه احزابو څخه پوښتنه وشی چی دوی د ملت د سیاسی شعور د ارتقا ، ملی براختیا او ملی یووالی د ټینګیدو دپاره څه پروګرام لری؟ نو په یقین سره اټکل کیدی شی ټول به د معارف او اقتصادی پرمختیاوو په تیوریو اتکا وکړی چې دا یو لویه سیاسی خامي ده . په داسی حال کښی چې احزاب په یو مملکت کښی ددیموکراسئ د پوهیدا او پراختیا دپاره ډیربنیادی او موثرکارونه کولای شی خو بد بختانه احزاب په افغانستان کښی فعاله سیاسی ونډه نه لری چې ملت یوی صحیحی سیاسی لاری ته سوق کړی . هغه حزبونه چې تر یوی اندازی فعاله سیاسی ونډه لری هغه هم د حکومت سره د سازشونو او چوکیو په بدل کښی ده نه د ملی فلاح او مشخصی سیاسی تګ لاری او ایدیال په خاطرنو داسی ویلای شو چې ننی احزاب د سیاست په جهانی هنداره کښی داسی بریښی چی د نوی او مدرن سیاست په چوکاټ کښی د ملی او بین المللی سیاسی حالاتو په تدقیق او تحلیل کښی نسبت نورو هیوادوته توانمندی نه لری .
په یو ملک کښی چې سیاست يی په سازشونو اوشخصی ګټو بنا وی هیڅکله یو ملی حزب جوړیدی نشی او د تبارز او بروز مخه یی نیول شوی وی ، نو ویلای شو چې په افغانستان کښی تر اوسه د ملت واقعی نماینده ملی حزب نشته او نه و.
د مرحوم اعلیحضرت ددیموکراسئ په وخت کښی چې کوم احزاب موجود وو د هغوسیاسی هویت د ملی والی په لحاظ د سوالونو سره مخ دی او وو ، یوازنی حزب چې د بهرنیو اثراتو ، لاسونو ، او لارښوونو څخه پاک د ملت د ارمانونو د پوره کیدو دپاره بنیان ګزاری اوجوړ شوی و هغه د افغان ملت ( افغان ټولنپال ولسواک ګوند) و چې متاسفانه په خپل سیاسی سفراو منزل کښی تری لاره ورکه شوه او د ملی خط السیر نه ووت ، ددی ګوند بنیاد د افغانستان د ټولو پرګنو د ګډ فعالیت دیو محور په حیث ایښودل شوی و خو د ګوند د یو عده احساساتی ځوانانو او هدفمندانو له خوا یوازی د پښتنو د حزب په نامه مسمی شو چې دا تغیر د ګوند په اصلی مسیر کښی ۱۸۰ درجی څرخیدل دی چې ګوند يي د ملی لاری څخه بي لاری کړ . چپی ، چبي افراطی ، راستی افراطی ګوندونو ونشو کړای چي د افغانستان په سیاسی ډګر کښی د یوه ملی متشکل ډلی او ارګان په حیث څر ګند شی ، دوی د ملت په خای په پردو متکی شول او د خپلو وطنوالو په وژلو و ترور ، تعذیب او شکنجو مصروف شول . دوی د قدرت د لاس ته راوړلو لنډه لاره لټوله او دا ورته مهمه نه وه چي څرنګه د چا او کومی زریعی له خوا قدرت لاس ته راوړی ځکه دوی د قدرت مشروعیت د ملت له خوا نه مانه بلکی په دی عقیده و چې قدرت اخستل او په زور یی په ملت تحمیلول اسانه دی ، نو هيڅ وخت ورته د ملی ګوند نسبت نشی کیدی . نوبنا ویلای شو چې ۱۳۴۴ کال څخه را په دی خوا د یو ځواکمنده ملی ګوند ژوره او پراخه خلا موجوده ده .
په یو ساده تحلیل سره کولای شو د افغانستان احزاب په دریو ډلو تقسیم کړوچپیان ، راستیان ا وملی ګریان او بیا د یوه ملی ګوند په لټه کښی شو ،که ددغه احزابو نومونو ته زیر شو حتی د یوه په نوم کښی د ملی کلمه نشته ، د ملی ګوند په یو عامیانه تعریف کښی داسی ویلای شو چې یو ملی ګوند باید د ملت د ټولو پرګنو څخه جوړ شوی وی چې په یوه ملی تشکل کښی د ملی ګټو او ملی شووناتو په ساتلو او تحفظ معتقد وی چې د قانون په چوکاټ کښی د ټولو پرګنو د ملی حقوقو ساتندوی ، د ملت د هوساینی او بسیا کیدو ذپاره سیاسی ، ټولنیز، او اقتصادی بروګرام ولری او د ملت جوړنئ او ملی حاکمیت مشروعیت د هغه په اصلی مرجع پوری چې د ملت اراده ده ټړلی او منوط وګڼی او ورته متعهده و اوسی . اوس نو که ددغه دریو ډلو څخه لومړی د چپیانو اوبیا د اخوانیانو هره ډله د پورتنی تعریف په تله وتلو نو هیڅ به هم تر لاسه نه کړو او داسی دلیل په پیدا نشی چې ددی ډلو ملی توب څرګند کړی نو بنا ویلی شو چې د ملی ګوند نه موجودیت یو تاریخی حقیقت دی
بله طرحه شوی موضوع چې څه موده وړاندی ما د فیسبوک په پاڼه لیکلی وه د (ملی زعامت ) موضوع وه چې موجودیت او نه موجودیت یې پلټل غواړی خو د همدغه تحلیل په بنیاد ځواب یې ډیر ساده دی چې ملی زعامت نشته. زخو په دی عقیده یم چې ملی زعامت په څو طریقو منځ ته راتلی شی
!- الله پاک په یو ملت کښی یو څوک را پیدا کړی د زعامت په ټول خصوصیاتو یی جوړ کړی زغیم او رهبر شی او ملت ورپسی روانشی
۲- یو څوک چط د ملی زعامت خصوصیات ولری را پورته شی د ملت د زعیم په شکل د ملت په راټولولو پیل وکړی او ملت پری راټول شی
۳- ملت د یو کس په سر د زعامت تاج کیږدی د غنمو په وږیېو یې سینګار کړی او ور بسی ودریږی .
۴- بله طریقه داده چې باید ملی زعامت د یوه ملی توانمنده ګوند له منځه را پورته شی . پورتنی دری طریقی خو د الله رضا نه ده ځکه خو دا بدی ورځو لرو نو پاتی کیږی څلورمه لار چې هغه هم نشته ځکه کله چې ملی ګوند موجود نه وی نو ملی زعامت به له کومه را پورته کیږی ؟ نو همدا دلیل دی چی د زعامتونو بازار ګرم دی . په نتیجه کښی داسی ویلای شو چې په افغانستان کښی د ملی توانمند ګوند او ملی زعامت ستره ژوره او پراخه خلا موجوده ده چې د ټولو نا خوالو بنیاد دی .
زمونږ یو بل ورور ښاغلی رحیم بارکزی لیکلی و چې ملی حزب شته خو د نا اهلو په لاس کښی اسیر دی چې باید راخلاص شی او مطلب یې د (افغان ملت ) د ګوند څخه دی . زما په نظر ددغه ګوند د راجوړیدو اود خپڅو نه د راخلاصیدواو د انحصار ګرایانو څخه د آزادیدو دباره ډیری هلی ځلی وشوی خو په یو ناشونی کار پوری د امیدونو تړل دی چې د وخت د ضیاع نه بل څه نه دی .