لیکنه: میوند شینواری
۱۳۹۵/ ۳/ ۲۴
ما ښام د ورځې آخر او شپې پيل مهال ته وايي، یا د مازیګر او ماسخوتن تر منځه وخت. جمع یې ماښامونه دي. ضد کلمه یې سهر دی. ماښام په پښتو ادب کې ډېره کاریدونکې کلمه ده. چا ورسره د محبوبې تورې زلفې تشبېه کړي دي چا باڼه او رانجه او ځینو بدرنګي له ماښام سره ورته بللې ده. ډېر ځله شاعرانو د ژوند د پاخه عمر شپې ورځې ماښام سره تشبیه کړې دي. د یوې ښځینه شاعرې (لټون) نظم به مو شاید د ټکر په غږ کې اوریدلی وي. دا د یوه مین زړه کړیکه او درد دی، چې د خپل خیال و خوب یو شهزاده ته د ځوانۍ عمر په تمه تیروي او خپل مرام ته نه رسیږي نو بلاخره د نظم په ورستۍ برخه کې وايي:
خو چې ځانته مې لږ پام شو
نو زما د ژوند ماښام و
د مستۍ په میکده کې
خالي شوی زما جام و
دلته د پېغلتوب د دور تېرېدو ته اشاره ده.
ماښام ډیرو شاعرانو په همدا حقیقي مانا عادی راوړی دی، ځینو چې ورسره کوم څه تشبېه کړي هم دي بیا هم کارونه یې عادي ده، یانې د ډیرو په شاعرۍ کې کوم خاص مقام نه لري. دلته خبره د ممتاز د ماښام ده. د ممتاز په شاعرۍ کې ماښام ځانګړی ځای لري. ممتاز اورکزی د نن دور هغه نوم دی چې په شاعرۍ کې یې نازکخیالۍ او ظرافت ته ډیرو غاړه ایښې ده. ماښام ممتاز ته له اختره د کمې خوشحالۍ نوم نه دی. راځئ دا بیتونه ولولو:
په دروغجنو تسلیو ډاډه زړه او ماښام
لکه یاران په یو بل وغږېږو زه او ماښام
داسې عجب نسبت لري چې ورته ګونګ پاتې یم
ستا میکده میکده سترګو کښې رانجه او ماښام
قسم خوړو ته هیڅ هم نه لرم خو اویې منه
چې ما له خوده څوک اوباسي هغه ته او ماښام
ممتاز د هندي سبک پيرو ښکاري، خو شاعري یې جلا انداز،نوی رنګ او نوی خوند لري. دنن ضرورتونه او غوښتنې یې په خورا هنرمندانه ډول انځور کړي دي. تر ډېره یې د نوې لارې د ایجاد هڅه کړې ده، دا چې څومره پکې بریالی دی کیدای شي ادب پوهان پرې څېړنه وکړي. که زه د ممتاز داسې شعرونو واورم چې مخکې مې نه وي لوستلي او اوریدلي او ماښام پکې راغلی وي، نو سمدستي به پوه شم چې دا د ممتاز شعرونه دي. ماښام د ده لپاره د سکون، ارام او خوشحالۍ نوم دی. دا چې ولې ماښام !؟ د ده له یو بیته به یې ځواب تر لاسه کړو:
ما ټوله ورځ د بل حکم منلی دی لالا
دا یو ماښام مې ځان پسې لیکلی دی لالا
پردی مزدور خو وي همداسې، هغه له خپل اصل ټاټوبي لرې په اماراتو کې مېشت دی. د بچو د درس، تعلیم او ښې روزنې لپاره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده، خو له دې هر څه سره سره پراخه مطالعه کوي او ادبي ریاضت یې کله هم نه دی بس کړی. پښتو شعر ته یې نوي مفاهم او ترکیبونه وربښلي دي. غني خان غوندې بې پرو روان دی، چې هر څه څنګه وینې هم هغسې یې وايي، د چا د خوشحالۍ او خپګان په کیسه کې نه دی.
په ممتاز بدګماني پریږده هیڅ نشته
نن جومات ته ځي ماښامه تجربه ده
ماښام د ممتاز په شاعرۍ کې تر نورو هغو ډېره کارېدلې کلمه ده. که اشتباه ونه کړم نو د ده په شعرونو کې ماښام په سمبول بدل شوی دی، چې د سکون او خوشحالۍ مانا ښندي.
د رڼا ورځې د ترخو انجام ته څومره وخت دی؟
ما ته څوک اووایئ سکڼي ماښام ته څومره وخت دی؟
زه د زحمت د لاندې تار زه د نغمو مدعي
زما سکون ته او زما آرام ته څومره وخت دی؟
یو څوک چې ټوله ورځ په پردي وطن، د خلکو منځ او شور ماشور کې په کار بوخته تېرکړي نو هغه به خامخا ماښام او تنهايي غواړي.
ماښامی دی بس دی لارې به جدا کړو
وخت مونږ دواړو سره کم دی حاجي ګله
د یوه شاعر یا لیکوال د سبک په پېژندنه کې د نورو اړینو ټکو تر څنګ یوه مهمه خبره دا هم ده چې د کلمو کارونه یې وکتل شي. ځنې شاعران یو کلمه په ځانګړي انداز او خاص مفهوم کاروي، چې د شاعر په سبک پيژندنه کې له څېړونکو او ادبپوهانو سره مرسته کوي.
ماښام د ممتاز په شاعرۍ کې همدغسې یوه کلمه ده. د مرحوم ننګیال په شاعرۍ کې غر، سیند، ځنګل، آس او نورې کلمې د سمبول په بڼه راغلې دي چې ښایي نورو شاعرانو تر ده له مخه دا ډول نه وي کارولي. د ممتاز په شعرونو کې هم ماته ماښام، بیابان، سمندر او نورې کلمې همدا ډول ښکاري. که چېرته کوم څوک د نوموړي پر شاعرۍ څېړنه کوي ښايي د دغو کلمو ځانګړې کارونې ته پاملرنه ورسره د ده په سبک پېژندنه کې مرسته وکړي. همدا راز د موسیقۍ په راګونو پوهېدل هم راسره د ده د شعر په مانا اومفهوم په راسپړلو کې مرسته کوي. په پای کې د ممتاز د ماښام څو بلو څراغونو ته کېنئ.
یو ته یې او یو زه یمه خماره! ماښامی دی
ما بوځه په بیخي متروکه لاره ماښامی دی
په دغه جګه ونه کې تنها مارغه کرغېږي
ما ولې ژوبلوي؟ د خدای لپاره ماښامی دی
+++
مزدورۍ خو بند په بند ذرې ذرې کړم
کلک مې نیسه خپله غېږ کې ماښامیه
+++
الله ګواه دی ته هم اوسه ماښامیه ګواه
هیر مې کړو ستا غیږه کې هریو پند لمحه په لمحه
+++
پای
یادونه:
په لیکنه کې راغلي شعرونه د ممتاز له ورستۍ شعري ټولګې (زه په چاک پروت یم) څخه را اخیستل شوي دي.