ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ که کومه ورځ دې دښمن پیدا کړ، نو پوه شه، چې موخې ته په رسېدو کې بریالی یې .
۲ ـــ زما په اند دیموکراسي به هغه وخت دیمواکراسي وي، چې د عدم خشونت پربنسټ جوړه شي، په هغې کې ټول آزاد وي او هرکس د ځان ښوونکی شي، په هغه صورت کې، که موږ په دې باور شو، نو د هندو او مسلمان ترمنځ توپیر به هېر کړو او یوازې ځان به هندوستاني ګڼو او د خپلواکۍ د ګډې مبارزې له پاره به مو مبارزه کړې وي.
۳ ـــ که په خپلواک ډول ژوند نه شو کولای، نو باید مرګ په ورین تندي ومنو .
۴ ـــ که کومه ورځ یې وګواښلې، نو پوه شه، چې ستا پر وړاندې کمزوري دي .
۵ ـــ لویه بریا هغه ده، چې داسې چلند وکړو، چې له هغې نه لا زیات زحمت ایستونکي شو، کوم چې د کار په پیل کې وو .
۶ ـــ که کومه ورځ دې خیانت ولیده، نو پوه شه، چې ارزښت دې لوړ دی .
۷ ـــ که په موږ آزادي نه وي ګرانه، نو نه شو کولای، چې د آزادۍ ډوډۍ وخورو او که مو وخوړه، هضمولای یې نه شو .
۸ ـــ که کومه ورځ یې پرېښودې، نو پوه شپه، چې له تاسره د اوسېدو وړتیا نه لري .
۹ ـــ نړۍ د مار په څېر ده، چې لاس پرې راکش کوې، ښوی، پوست او خوندور دی، خو زهر یې وژونکي وي .
۱۰ ـــ اووه څیزونه، پرته له اوو نورو وېرونکي دي :
ـــ له زحمت پرته شمتني .
ـــ له شخصیت پرته پوهه .
ـــ له انسانیت پرته علم .
ـــ له شرافت پرته سیاست .
ـــ له وجدان پرته خوند .
ـــ له اخلاقو پرته سوداګري .
ـــ له سرښندنې پرته عبادت .
۱۱ ـــ نړۍ د نورو له دښمنۍ او کرکې څخه تنګه شوې ده .
۱۲ ـــ عدم خشونت به هغه وخت وي، چې موږ له هغو کسانو سره مینه وکړو، کوم چې له موږ څخه کرکه لري، پوهېږو چې د مینې په دې ستر قانون باندې عمل کول ډېر ستونزمن کار دی، مګر د سترو کارونو ترسره کول ستونزمن نه دي .
۱۳ ـــ د هغو کسانو له پاره، چې په ځان کې یې د عدم خشونت فکر روزلی، ټول عالم ورته د یوې کورنۍ په شان ده، نه په زړه کې وېره لري او نه له دوی څخه څوک وېرېږي.
۱۴ـــ د خپل ځان قرباني د نورو تر قربانۍ غوره ده .
۱۵ ـــ د خلکو اسارت او غلامي په خپله په هغوی او د هغوی د زغم، زحمت او د قربانۍ قبلولو په کچې پورې تړلې وي .
۱۶ ـــ له ګناه څخه کرکه کوه، نه له ګناهکار څخه .
۱۷ ـــ د عقیدې اختلاف باید دښمنۍ ته وانه وړي، که نو زه او ښځه به مې له ټولو ستر دښمنان د خلکو وو .
۱۸ ـــ څوک چې خپل فکر او حس د مادي شیانو لور ته واړوي، نو ځان ته د پاملرنې حس به یې پیاوړی شي او د هوی هوس ښکار به شي، چې دا په خپله یوه نا آرامي ده .
۱۹ ـــ دا چې وایې له ګناه کرکه وکړۍ، نه له ګناهکار څخه، ښه زده کړه ده، مګر بشر یې کم ترسره کوي، ځکه چې د کینې زهر زموږ په زړونو کې خواره دي .
۲۰ ـــ له نورو نه ملاتړ وکړئ، د مور او پلار په څېر ورسره مینه وکړئ .
۲۱ ـــ د انسان لومړنی مسؤلیت له کمزورو نه ملاتړ او د بشري وجدان نه ټپي کول دي .
۲۲ ـــ ډېر داسې خلک لیدل شوي، چې د یوې پټې نېکمرغۍ په لټه کې زرګونه بد مرغمۍ زغمي .
۲۳ ـــ کولای شئ ما په ځنځیرونو وتړئ، کولای شئ ما شکنجه کړئ، حتی کولای شئ ما له منځه یوسئ، مګر هېڅکله نه شئ کولای، چې زما فکر زنداني کړئ .
۲۴ ـــ اروپا مسیحي نه ده، ابلیس لمانځي .
۲۵ ـــ کله چې ارزښتونه بدلېږي، نو بدلونونه ارزښتمن کېږي، په هغه نړۍ کې، چې سړي له نه سړیو څخه د ډوډۍ سوال کوي، نو تر دې د روسپیانو ډوډۍ ډېره حلاله ده، ځکه چې هغوی ځان پلورنکي دي، نه وطن پلورنکي .
۲۶ ـــ له لېوني نه کرکه مه کوئ، د بد کولو لوښي ترې واخلئ .
۲۷ ـــ غلا یوازې د نورو د شتمنیو پټولو ته نه وایي، له هغه څه نه ګټه اخیستل، چې موږ په رښتیا ورته اړتیا نه لرو؛ هم غلا ده .
۲۸ ـــ هېوادنۍ مینه زما د دین او مذهب اوچت پړاو دی .
۲۹ ـــ مینه تر ټولو ځواکمن واک دی، چې نړۍ یې په خپل اختیار کې لري او په عین حال کې تر ټولو ساده ځواک دی، چې کولای شو پرې فکر وکړو .
۳۰ ـــ زما درد یوازیتوب نه دی، بلکې د هغه ملت مرګ دی، چې په سوال کولو یې قناعت او په ټنبلی یې صبر کړی دی او په موسکا دې هرڅه ته د خدای (ج) د حکمت نوم ورکوي.
۳۱ ـــ په یاد ولره : زه نباید هغسې واوسم، چې ته یې غواړې …
ما په خپله، خپل ځان جوړ کړی دی . ته یې چې له ما څخه ځان جوړوې، ستا هیلې او نیمګړتیاوې دي .
۳۲ ـــ بریا هغه نه ده، چې هېڅکله ماتې ونه خورې، بلکې هغه ده، چې له هرې ماتې وروسته بېرته په پښو ودرېږې .
۳۳ ـــ زه کوښښ کوم، چې خلکو ته د خدمت له لارې، خدای (ج) ووینم، ځکه چې پوهېږم الله (ج) نه په جنت او نه په دوزخ کې، بلکې له ټولو انسانانو سره دی .
۳۴ ـــ حقیقت د هر انسان په زړه کې ځای لري، باید په لټه کې یې شي، موږ حق نه لرو، چې نور دې ته اړ کړو، چې حقیقت زموږ په شخصي تګلاره کې وګوري .
۳۵ ـــ د حضرت نبي کریم (ص) خبرې یوازې د مسلمانانو خزانه، نه ده، بلکې په ټول بشریت پورې تړاو لري .
۳۶ ـــ کله چې ناهیلی کېږم، نو را یادوم، چې د تاریخ په اوږدو تل حقیقت او مینه بریالي شوي دي .
۳۷ ـــ په پیل کې تا نا لیدلی نیسي، وروسته پرتا ملنډې وهي، بیا له تاسره جګړه کوي، په پای کې ته بریالی کېږې .
۳۸ ـــ زما ژوند یو څرګند پیغام دی .
۳۹ ـــ زه هېڅ یوه ګناه له دې ګناه څخه ستره نه ګڼم، چې د خدای (ج) په نوم یو بې ګناه تر سخت فشار لاندې راولي .
۴۰ ـــ کمزوري کسان هېڅکله نه شي کولای، چې بښنه وکړي، بښنه د پیاوړو کسانو ځانګړنه ده .
۴۱ ـــ داسې ژوند وکړه، چې ښایي سبا ته ومرې، داسې زده کړه وکړه، چې ښایي د تل له پاره ژوند وکړې .
۴۲ ـــ د ځان موندنې تر ټولو غوره لاره داده، چې ځان د نورو په خدمت کې ورک کړې .
۴۳ ـــ هماغه بدلون واوسه، چې غواړې په نړۍ کې یې ووینې .
۴۴ ـــ له یوې سترګې څخه بلې سترګې ته په غوسه کتل، بسنه کوي، تر څو ټوله نړۍ ړنده شي .
۴۵ ـــ موږ باید خپل عقل نورو ته ونه سپارو او په غړېدلو سترګو خپله موخه وټاکو، د زور جبر اطاعت ته په پټو سترګو تسلیمېدل ډېر زیانمن ختلي، تر زور او ظلم لاندې د یوه محکوم د خلاصون هیله شته، خو د هغه چا ژغورنه ناشونې ده، چې په زړه کې یې له غلامۍ سره مینه را ټوکېدلې وي .
۴۶ ـــ زه په دې خبره له کچې زیات ډاډه شوم، چې د ژوندانه په هغو ورځو کې یوازې توره نه وه، چې د اسلام له پاره یې ځای ګټلی وی، دا د حضرت نبي کریم (ص) د ژوند ساده توب او پر ځان بشپړ باور، د خپلې موخې په اړه ژمنتوب، له ملګرو سره وفاداري، د هغه زړورتیا، د وېرې نه شتون او په خپل کار او هدف کې د الله (ج) بشپړ اطاعت او مننه وه، هو همدغه شیان وو، نه توره، چې هر څه یې د هغه مخې ته راوړل او په ټولو ستونزو او خنډونو یې هغه ته بری وروباښه .
۴۷ ـــ هېڅ څیز د دې مخه نه شي نیولی، چې خپلو ګاونډیانو ته له پولو هاخوا خدمت وکړو. دا پولې هېڅکله، الله (ج) نه دي را منځته کړي .
۴۸ ـــ رښتینی هنر له شکل سره تړاو نه لري، بلکې له هغه څه سره تړاو لري، کوم چې له هغه نه هاخوا دی . هنری دی، چې وژل کوي او هنر دی چې ژوند بښي. رښتینی هنر باید د خوښۍ او نېکمرغۍ منعکس کوونکی او د سپېڅلتیا زېږونکی وي .
۴۹ ـــ کېدای شي زه یو نا څیزه او ټیټ شخص واوسم، خو کله چې حقیقت زما په وسیله خبرې کوي، نو ماتې نه منونکی یم .
۵۰ ـــ هېڅکله خپل وخت، د وریجو دانه او د کاغذ ټوټه بېځایه مه لګوئ، زموږ وخت، موږ پورې تړاو نه لري، بلکې ملت پورې تړلی دی او موږ امانت ساتونکي یو، چې باید له هغه څخه په ښه توګه ګټه واخلو .