ټکنالوژي سره له دې چې وړتیا وې لري کارونه یې آسانه کړي خو زیانونه یې هم همدومزه دي، د موبایل له کارونې لومړنۍ ناروغي سرطان ده، سره له دې چې ځينې پوهان دا خبره ردوي خو تر ډیره د هغه کسان ډیر په سرطان اخته وي چې د موبایل د شبکو یا له ځينو آنتنونو سره نږدې ژوند کوي، خو دا خبر سل په سله کې نه ده تاید شوې، خو پوهان یې په اړه پلټنې کوي، ویل کېږي چې له دغې شبکو خپریدونکې رادیویي شعاوې به د دغو خطرونو زېږونکې وي.
پوهان وايي دا چې د غو اشعو تر اثر لاندې وی لاندې نښې نښانې مو په وجود کې پیدا کېږي، بې خوبي، ګنګس والی، د زړه د ضربان ډېرېدل، استرس، سر درد، په لیدلو کې اختلال، او د ځينو غیر عادي حالتونو پیدا کېدل په وجود کې، همدارنګه داخلي خونریزي هم پيدا کولی شي.
پوهانو په یو لړ تجرو کې دا ثابته کړه چې له موبایل نه استفاده د انسان په مغز او نورو غړو منفي اغیزه لري، دوی د خپلې دغې پروژې نوم اس اې آر کېښود دوی پر لسو زرو کسانو تجربې تر سره کړې چې زیاتره یې ځوانان او سر تېري وو.
د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې ماشومانو په له اته کلنۍ د موبایل کارونه پیل کوي چې له همدې سره یې د جمجمې هډوکي له رادیوې شعاوو اغیزمن کېږي خو دا چې دا شعاوې خپله اغیزه څرګنده کړي لس کاله وخت نیسی، نو په همدې وجه هغه ځوانان چې د ۱۹ او ۲۰ کالو تر منځ دي د مغزي تومور وېره یې ډيره ده ځکه دوی لس کاله د رادیويي شعاوو تر اغیز لاندې وو.
معلومات ښيي چې ۶۸ سلنه کسان د خوب په وخت کې خپل موبایلونو له سر سره نږدې اېږدي، چې د منفي اغیزې امکان یې ډير دی.
موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې له نورو شعاوو سره د ځيرک مبایل له اشعې سره هم مخ یو ځکه هغه تل زموږ په حېب او کوټه کې دی.
مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی وو چې د موبایل کارونه د سرطان لپاره لاره پرانېزي خو په ۲۰۱۱ کال کې یې اعلان وکړ چې موبایل کولی شي د سرطان سبب شي، او غوښتنه یې وکړه چې د موبایل د پلورنې پر مهال دې دا خطرونه په چاپي بڼه له موبایلونو سره مشتریانو ته ورکړل شي چې د موبایلونوو کمپینیو دا غوښتنه و نه منله.
اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ۴ میلیارده په شاوخوا کې خلک موبایل کاروي چې په هغه کې ۴۵ سلنه ماشومان دي، چې دا موضوع د سرطان د پراخیدو امکان ډيروي ځکه د ماشومان بدن کمزوری او د رادیویي اشعاوو پر وړاندې مقاومت نه لري.
موږ اوس له دومره پرمختګ سره عادت یو له هغې تېښته نشته، نو چاره څه ده؟
څومره چې کولی شئ خپل موبایل مو له ځان نه لرې وساتئ، د شپې له خوا یې لرې کېږدئ، او که امکان وو د خبرو پر وخت له سیم لرونکې غوږئ کار واخلئ، بلوتوت لرونکې غوږئ هم همدا زیانونه لري نو ښه ده چې له سیم لرونکې غوئ کار واخلئ.
• د خپل وجودو له حساسو ځایونو مبایل لرې وساتئ، ډیر خلک به مو ليدلي وي چې خپل موبایل د کمیس د مخې په جېب کې اېږدی چې زړه ته نږدې دی له داسې ځایونو موبایل لرې ساتئ.
• څېړنو ښودلې چې د پروستات د سرطان تر ټولو ستر عامل د ملاتونین کمئ دی چې چې په مغز کې ترشح کئږي چې په میرمنو کې په اوس وخت کې ډير ته سترګو کېږي ستر عامل یې د موبایل او تکنالوژی ډیره کارونه ده.
• وروستی خبره ده دا چې زموږ به هیواد کې باید دا خطرونه تر ټولو ډير جدي و شمېرل شي، ځکه زموږ ټولنه تر ډيره له موبایل او دې ته ورته څېزونو د خپلو بیچاینو لپاره د تفریح وسیله جوړه کړې ده او هغوی ورسره ډير عادت شوي دي چې دا به د هغوی په راتلونکې منفي اغیزه ولري.
You also might be interested in
شفیق الله امیرزی د استاد نصر الله زوی په ۱۳۷۲[...]
لیکنه: شفیق امیرزی د افغانستان لومړنۍ ملي سرود د امیر[...]
جويي بایدینګ ژباړه شفیق امیرزی لیکوالي ګران کار دی، همداسې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی