لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
له تاریخ څخه یې زده کړئ
د نظامي ستراتیژۍ په اړه څیړنې او لیکنې کابو څلور زره کاله مخینه لري چې د میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله ترمخه په چین کې د سن زو نومي سړي څخه پیل کیږي- د ستراتیژۍ دا اصول چې د پیړیو په اوږدو کې لا پراخه شوي او بشپړیدو خوا ته وړل شوي په شخصي او اداري ژوند کې د ستراتیژیک تفکر په برخه کې د پلي کیدو وړ دي او هم په دغه اړه خورا پراخه اغیز لري-
د هغه څه په اړه چې تاسې یې غواړئ مخکې تر مخکې پریکړه وکړئ
تر ټولو مهم نظامي اصل د موخې اصل دې- د دې اصل په رڼا کې تاسې اړ یاست چې مخکې تر مخکې پریکړه وکړئ چې تاسې څه غواړئ چې ترلاسه کړې- ستاسې ځانګړې موخه څه ده؟ زما د تجربې له مخې د شخصي او اداري ستونزو ۸۰ سلنه لامل د موخو او مقصدونو په اړه د وضاحت نه شتون دې-
وضاحت مهم دې
د موخووضاحت د ستراتیژیک تفکر د نورو ټولو عناصرو څخه ترمخه او لومړې دې- دلته یو شمیر پوښتنې دي چې په وار وار په کارولو سره یې تاسې خپلې موخې واضحه کولې شئ- لومړۍ پوښتنه ده، ”زه د څه په کولو بوخت یم؟“ دویمه پوښتنه ده، ”زه په کومه طریقه دغه څه کوم؟“ دریمه پوښتنه ده، ”زما انګیرنې* (assumption) څه دي؟“ او څلورمه پوښتنه ده، ”که چیرې زما انګیرنې ناسمې وخیژي؟“
خپلې انګیرنې و ازموئ
د یادو پوښتنو د کولو زړورتیا درلودل، او خپلې انګیرنې، هغه چې په خوله یادې شوي او هغه چې نه دي ویل شوي، ازمول د پیاوړي شخصیت د درلودلو بنسټ دې- کله کله وګړي د خپلو انګرینو له ازمولو ویره کوي چې هسې نه دې ته اړ شي چې هغه څه چې دوي یې کوي له کولو تیریدو ته اړ شي- خو د یادونې وړ ده چې ناسمې انګیرنې د هرې ناکامۍ جرړه کې پرتې وي- یوازینۍ لار چې تاسې دا ناسمې انګریرنې له بیخه ویستلې شئ هغه د دغه انګیرنو پوره پام سره څیړل او ورباندې بحث کول دي، او بیا د دغه انګیرنو د کره والي د اثبات دپاره لاسوند او ثبوت ترلاسه کول دي-
په خپل ذهن کې کې راتلونکې انځور کړئ
د خپلو موخو د وضاحت دپاره یوه بله طریقه راتلونکې انځورول او شاته کتل دي- یا په بله مانا، داسې فکر وکړئ چې ګوندې تاسې خپله موخه چې پر لور یې کار کوئ ترلاسه کړې ده- خپل ځان په هغه ځاې کې انځور کړئ او بیا نن ورځ ته شاته وګورئ، دا اوسني مهال ته- تاسې څه ګورئ؟ تاسې له هغه خیالی مخ ته تللي ځای څخه خپل تیر ژوند کې کوم بدلونونه راوستې شئ؟ دا د خپل کاري وړتیا د اوج ته رسولو په اړه د فکر کولو تر ټولو غوره تکتیک دې-
دا مالومه کړئ چې تاسې ولې دغه څه غواړئ
د خپلو موخو د وضاحت د ترلاسه کولو د بهیر وروستۍ برخه د دې مالومول دي چې تاسې په لومړي سر کې ولې غواړئ چې دا موخې ترلاسه کړئ. ولې دا مهم دي؟ آیا دا اوس هم هماغسې مهم دي لکه څنګه چې په پیل کې وو؟ آیا دا موخه د هرې بلې داسې موخې چې تاسې باید پر لوریې کار وکړئ مهم دې؟ دا اړینه ده چې تاسې د دغه پوښتنو واضحه ځوابونه ولرئ-
عملي تمرین
دوه تمرینه دلته درته وړاندې کیږي چې په مرسته یې تاسې د موخې اصل په خپل شخصي او کاري ژوند کې په کار اچولې شئ:
لومړې یوه پاڼه واخلئ او دا پوښتې ځواب کړئ: زه څه کول غواړم؟ زما لوې موخې څه دي؟ زما لنډ مهاله موخې څه دي؟ هغه څه چې کوم ولې یې کوم؟ آیا دا زما د وخت او انرژۍ په ځاې کارونه ده؟
دویم، خپلې انګرینې و ازموئ- کوم شیان دي چې تاسې یې انګیرئ او هغه ستاسې، د هغو خلکو چې ستاسې شا او خوا دي او ستاسې د حالاتو په اړه سم دي-څنګه به وی که دغه انګرینې ناسمې وخیژي؟ تاسې به کوم څه بدل کړئ که چیرې پوه شئ چې هغه انګیرنه چې تاسې پرې ډیر حساب کوئ په حقایقو ولاړه نه وي او یا د حقایقو سره په ټکر کې ولاړ وي-
*انګیرنه (assumption): هغه څه چې پرته له کوم ثبوته سم وګڼلې شي او دا خوشبینه حالت وي چې یو څوک انګیري چې یو ځانګړې ښه څه به وشي
You also might be interested in

ژباړه: عطا محمد میاخېل په تنکیو ځوانانو کې د انګېزې[...]
ژباړه: رفیع الله آرمان ديمون براون وايي دشپې تر ناوخته[...]
لیکنه: بصيرالحق عادل يوه داسې زمانه به هم تېره شوي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی