ژباړه: حمیدالله حمیدي
پوهېږئ، څه چې له جنګ څخه ډېر بد دي، هغه دا دي چې موخه نه لرې چې پر وړاندې یې وجنګېږې.
د ژوند خوند او معنا د هغې ونې په کېنولو کې ده چې سیوري ته د کېناستو په تمه یې اېږدئ.
خدایه ته هغه خدای یې، چې کله درته ژاړم د دې پر ځای چې په خوله سوک راکړئ، پر سرمې د رحمت لاس تېروئ او راته وایئ: «ته له ما پرته بل څوکه نه لرې.»
له دې وروسته دې له ژونده د «درېغه» کلمه لرې کړه او و وایه «توکل پر خدای!»
د ژوند په لوبه کې د هېڅ شي لپاره ناوخته نه ده؛ اوس هم کولای شو چې جبران یې کړئ، هغه پاسونه، چې په تېروتنه مو ورکړي، ګولونه چې تر اوسه مو وهلي نه دي، تېروتنې چې مو کړې دي، که څه هم هغه زېړ کارتونه چې راښودل شوي، بېرته نه باطلېږي، خو کولای شو چې ورته بېدار و اوسو تر څو زیات نه شي. هغه فرصتونه چې له لاسه مو تللي باید د ژوند په اوږدو کې یې بېرته لاسته راوړو.
په ژوند کې پر هغه چا باور وکړه چې ایمان پرې لرې نه احساس.
خوښي د هغه چا لپاره ده چې د خدای په نعمتونو شکر باسي، مهمه نه ده چې بډای دی که بې وسه.
سپوږمۍ ته ختل دې موخه وټاکه، که ور ته ونه رسېږې د ستور پر کاروان خو به ورګډ شې.
که پر ځمکه ولوېدې، بېرته پورته شه؛ ځکه د لوېدلو کسانو بېرته پورته کېدل تر هغه چا غوره دي چې د بل چا په زور ولاړ وي.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي کاهو د شنو او لویو پاڼو لرونکی[...]
حمیدالله د محمد بشیر زوی د بادشا خان لمسی په[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي کچالو لږه کالري خو په زیاته کچه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی