لیکنه: عطا محمد میاخېل
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ که په ژوند کې بد مرغه یې د دغه ژوند زغم درته ستونزمن دی او ټول ژوند به په کړاوونو کې ډوب وې . که نېکمرغه یې د هغه د لاسه ورکول هم ډېر درته ستونزمن دی، په دې ډول په دواړو حالاتو کې بد مرغه یې .
۲ ـــ دا رښتیا ده، چې په انسان باندې له بهر څخه بد مرغي راځي، خو عمل یې په داخلي ژوند پورې تړلی دی، ځکه چې عمل یې زموږ په بدن پورې اړه لري، چې دستور ور څخه اخلي او زموږ د پوهې او هوښیارۍ سره سم د ورانولو او یا ودانولو عمل ترسره کوي .
۳ ـــ عدالت له هیچا څخه د بسپنې غوښتنه نه کوي، ځکه چې په خپله عمل د خوښۍ او ویاړ څخه ډک دی .
۴ ـــ پوه او عادل سړی د رښتیني برخه لیک په طرز او د ژوند په پایله ښه پوهېږي، هغه کولای شي، چې د فکرونو او طبیعت ترمنځ انډول وساتي .
۵ ـــ هرڅوک چې د بریالیتوب په ارزښت پوه نه شي، نو ماتې به وخوري .
۶ ـــ ژوندي هغه مړي دي، چې د خپل خلاصون څو ورځې په دې نړۍ کې تېروي .
۷ ـــ موږ ناپوه یو او کېدای شي تل همداسې ناپوه پاتې شو، مګر په تدریج سره هغه څه زده کوو، چې موږ ته دا څرګندوي، چې بشپړه توګه نه پوهېږو .
۸ ـــ یوازیتوب جهنم دی، مګر دا جهنم د مطالعې په مټ په جنت بدلېږي .
۹ ـــ هغه څه چې زموږ د ځور لامل کېږي، ژوند دی، کله چې یو ناروغ ومري، نو ټول دردونه یې له منځه ځي .
۱۰ ـــ که په لومړي ګام کې بریا تر لاسه کېدای، نو هڅې ته به هېڅ اړتیا نه وه .
۱۱ ـــ اخلاقي ارزښت د هغو دندو په شمېر پورې تړلی، چې انسان یې سرته رسوي .
۱۲ ـــ هغه لویان، چې لویو بریاوو ته رسېدلي، تل یې په خپلو ماغزو کې د ناڅاپي پېښو له پاره ځانګړی ځای پریښی و .
۱۳ ـــ دا نه شي کېدای، چې انسان په خدای (ج) ګروهمن نه وي، زه د کلیسا د ځینو مشرانو دې وینا ته ګوته په غاښ یم، چې وایي مترلېنګ خدای نه مني .
۱۴ ـــ انسان به هېڅکله ونه پوهېږي، چې د خدای (ج) پر وړاندې، چې هر څه مو له هغه دي؛ څه مسؤلیت لرو او هغه به څه ډول پوښتنه را نه وکړي .
۱۵ ـــ سوکاله انسان هغه دی، چې پېښو ته په موسکا او لږ څه ځیرکتیا وګوري .
۱۶ ـــ سوکاله کېدل بس نه دي، هغه څه چې ارزښت لري دادي، پوه شو چې سوکاله یو .
۱۷ ـــ د نړۍ بدیو ته یوازې د عقل او پوهې له کړکۍ مه ګورئ، د احساساتو، بښنې او تېرېدنې په سترګو هم ورته وګورئ .
۱۸ ـــ ځورېدل د مینې لومړني خواړه دي .
۱۹ ـــ د مینې په لار کې د عقل پښې ماتېږي .
۲۰ ـــ بې مرګه به ژوند ارزښت نه لاره، ځکه له مرګ نه وېره ده، چې دومره یې ژوند خوندور کړی دی .
۲۱ ـــ که مرګ نه وای، ژوند به خوږ او خوندور نه و .
۲۲ ـــ ډېر داسې خلک شته، چې د هغه چا په شان نېکمرغي غواړي، چې خولۍ یې په سر وي او دی ورپسې ګرځي .
۲۳ ـــ نېکمرغي د دوه بد مرغیو، دوه ناکامیو او دوه ناروغیو ترمنځ له دمې پرته نور څه نه دي .
۲۴ ـــ هغه څه چې موږ یې د نېکمرغۍ په نوم پېژنو د بد مرغۍ نشتوالی دی، خو اصلي نېکمرغي هغه ده، چې هیچا له بشر څخه نه وي لیدلي .
۲۵ ـــ د نېکمرغۍ غونچه په یوه تیاره ځای کې پټه ده، چې موږ ته ډېره نږدې ده او موږ له هغه ځایه ډېر لږ تېرېږو، هغه زموږ خپل زړه دی .
You also might be interested in
ژباړه: محب الله آرمل ۱ ـ کله چې مينه کوئ[...]
ليکنه: ذکريا رحيمي ذهني فشار ځنې وخت ډېر هڅاند او[...]
[quote]کارونه مخکې له دې چې سرته ورسیږي ناشوني ښکاري –[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی