ژباړه: وږمه سعيد
څېړنو ښوولې ده چې جنین یوازې د مور په ګېډه کې د ودې په حال کې ټوټه نه ده بلکې له هماغه اوله له رحم نه د باندې چاپېریال څخه د اغېزمنتوب وړتيا لري او په ځانګړي حالت کې له مور او بيروني چاپېریال سره اړیکه جوړولی شي.
په خواشينۍ چې له دې پخوا میندو د ماشوم له نړۍ ته راتلو مخکې له هغه سره هېڅ اړيکه نه درلوده. تر دې چې که کومې مور به دا کار وکړ؛ هغې ته به لېونۍ ویل کېده خو اوس په جنین د بېلابېلو ازمایښتونو پایلو ښوولې ده چې جنين په رحم کې هم پالنې او اړيکې ته اړتيا لري.
میندې کولی شي د خبرو کولو، لمس کولو، تمرکز او توجه په شان د زړه تړونکو کړنو په تر سره کولو له جنین سره غوره تعامل رامنځته کړي. له ماشوم سره د ښې اړيکې له پاره لازم ده چې د امېدوارۍ له مهاله ګام واخستل شي. دا کار د جنین په اړه د مثبتو تصوراتو د منځه راتللو، د امېدوارو میندو د اندېښنو د له منځه تللو او د مور او ماشوم د روغتيا ډېرېدلو لامل کيږي.
که څه هم د جنین د اورېدو حس د امېدوارۍ تر دریمو دريو میاشتو نه بشپړيږي خو له شلمې اونۍ کولی شي غږونه واوری. پوهانو ثابته کړې ده چې هغه ماشومانو چې د مور په نس کې د سپي د غپېدا په شان غږونه اورېدلي؛ له زېږېدلو وروسته يې له ژړا او ډار سره د هغو پر وړاندې غبرګون ښودلی. جنین کولی شي د مور په نس کې آرام ورکوونکي غږونه تشخيص کړي.
هغه میندې چې غواړې له جنین سره اړيکه ټينګه کړي؛ بايد لاندې کړنې تر سره کړي:
ماشوم مو د امېدوارۍ، شيدو ورکولو، ماشومتوب او غټ والي په اوږدو کې تصور کړئ. کوښښ وکړئ چې ځان د ماشوم په غېږ کې نیولو، ويده کولو او خوړو ورکولو په حال کې د يوې مور په توګه تصور کړئ.
د کور، دندې، لږ وخت او نورو مشغولاوو تر څنګ خپل جنين مه هېروئ. خامخا له هغه سره اړيکو ته وخت ورکړئ. همدا شان د جینن خور یا ورور هم وهڅوئ له هغه سره اړيکه ولري.
هره ورځ له هغه سره خبرو ته وخت ځانګړئ کړئ. د څېړنو پایلو ښوولې ده؛ هغه ماشومان چې د مور په نس کې يې د مور غږ اورېدلی؛ له زېږېدو وروسته تر نورو ماشومانو له مور سره په اړيکه ټينګولو کې ښه دي.
هره ورځ په ګېډه په لاس کشولو او لمس کولو د جنین د بدن مختلفې برخې احساس کړئ او هڅه وکړئ چې د په ګېډه کې د جنین ځای پر ځای کېدل حس کړئ. دا کار هغه ته د امنیت حس وربښي او د مغز د ودې سبب کيږي.
هره ورځ څو شېبې سترګې پټې کړئ او د بچي / بچۍ ښکلی صورت مو تصور کړئ. څېړنې ښيي چې د مور مثبت افکار د هغه جنین ته انتقالېدلی شي او دا کار د هغه د مغز وده تېزه او بشپړوي.
هغه ته له ویده کېدو مخکې شپه په خیر او سهار له پاڅېدو وروسته سهار په خیر ووایئ.
هغه ته په لوړ غږ کيسې وکړئ. جنین ته د تکراري داستانونو او متنونو لوستل د جنین د اورېدل شوو لغاتو ذخیره زياتوي او د ژوند په نورو پړاوونو کې د هغه د درک قوه لوړوي
کله ناکله هغه ته آرامه موسيقي خپره کړئ.
پلرونه هم بايد د خپل ورځني وخت یوه برخه نه زېږېدلي ماشوم ته بېله کړي؛ له هغه سره خبرې وکړي او هغه ته سندرې ووايي. همدا شان هغه ته يو مستعار نوم خوښ کړي او په هغه نامه ورته غږ وکړي.