د مورجانې هره خبره خوږه وي. هره خبر یې د سړي په زړه کې یو ځانګړی ځای لري. خو، دا چې د مور خوږې خبرې څه وي لاندې را شئ چې درته ووایم….
کله چې انسان ماشوم وي، او مور ور سره په شيرينه ژبه غږېږي په هغه خبرو کې، اللو، للو، للو خبرې ډېرې شېرينې او خوږې وي. د سړي زړه ته په هماغه ماشومتوب کې یوه نایابه ارامتوب ور کوي. بله هم دا چې قربان، اجار، ته مې زړګی یې او همداسې نورې ډېرې خوږې کليمې سړي ته ور بخښي. دا په ماشوموالي کې وي. چې مور یې خپل د زړه ټوټې یانې بچي ته استعمالوي.
هو، په مور باندې اولاد په هر وخت کې ډېر ګران وي، په ماشومتوب کې، په نوې تنکۍ ځوانۍ کې، په پخه خواني کې بیا نو بېخي وا وا.
په نوې تنکۍ ځوانې کې هم مور خپل بچي ته ډېرې شېرينې کليمې کاروي. چې د هغه له ډلې څخه به هم یو څو دانې داسې درته بیان کړم:
د زوی لپاره په دې وخت کې مور داسې یو سنګر ګرځي، چې هر څه په همدې وخت کې زده کوي، لمونځ، کليمه او همداسې نور د دين لومړني اصول ……
نو په دې وخت کې مور یوازې زوی ته د جار او قربان کليمې نه بلکې ددې تر څنک د ژوند د بقا لپاره ورته هر څه و ښایي. لکه څرنګه چې پاس مې یادونه و کړه چې د دين په اړه ورته هر اړخيزه خبرې ور زده کوي، ددې تر څنګ ورته د ژوند کولو لارې چار هم ور ښایي.
دا چې زه دا خبرې ليکم، مانا دا چې ما ته خپلې مورجانې همداسې څه په ماشومتوب او په نوې تنکۍ ځوانۍ کې را ښودلي دي.
ماته مې مور لومړی همداسې جار، قربان، اللو، للو ويلي دي. بیا یې دين را زده کړی دی، او بیا یې د ژوند کولو لارې چارې را ښودلې دي. د دين په اړه خو ټول ښه پوهېږو چې په ماشومتوب کې د دين لومړی اساس په کور کې د مور او په مسجد کې له ملا نه زده کېږي. نو ډېره ونډه په دې برخه کې مور لري، ځکه چې ټوله ورځ سړی رو سره په کور کې وي. نو، تر ملا یه بل کوم چا نه مور یو ښه ښوونکی کيدای شي او ده….
رښتیا هم چې په ماشومتوب کې، سړي ته مور ماشومانه ژوند په ټنکۍ ځوانۍ کې تنکی ژوند او په پخه ځوانۍ کې پخې او د ژوند د پايښت خبرې ور زده کوي. چې په هره مرحله کې یې خبرې ډېرې شېرينې او خوږې وي.
را به شو دې ته، چې په پخه ځوانۍ کې که مور خپل بچي ته څه ور ښایي او کومې خبرې یې خوږې دي په دې اړه به هم یو څه خبرې در سره شريکې کړم.
په ځواني کې مور، هغه خبرې خپل زوی ته ور زده کوي، چې زوی نور نو د ژوند هره ناخواله ددې په دې نيکو او سپېڅلو خبرو باندې پر مخ بوزي او د نورو خلکو د خندا او بدو خبرو ثقل ونه ګرځي.
په ځوانۍ کې مور سړي ته، د خپل کلي کور په اړه مالومات ور کوي، د کلي کور ژوند ور ښایي، چې پام کوه بچیه هسې نه و خپلې دروازې رنګه دې بده کړي. د خپل پلار شمله دې همداسې لوړه ساته. تل ورته د ښوونې او روزنې لاره ښایي. په هر څه کې ورته نېکې مشورې ور کوي. دلته ځينې خلک دي رښتیا هم چې ژوند یې ډېر خراب دي. ددوی ستر لامل دادی چې دوی د مور خبرو ته غوږ نه دی نيولی او یا هم د مور خبرې ورته هسې نا چلې ښکاري.
نو مور خبرې د ژوند په هره برخه کې ډېرې خوږې او له برکتونو ډکې وي. که په ماشومتوب کې وي، که په نوې تنکۍ ځوانۍ کې وي او که په پخه ځواني کې وي. باید د مور له خبرو څه ګټه واخيستل شي. او په ډير احترام سره ورته غوږ ونيول شي.
ځکه ايمان وايي:
مور زه چې ستا خبرو پسې ځمه
ته به وایې ملغلرو پسې ځمه
رښتیا هم چې د مور خبرې داسې وي کله ملغلرې، داسې خوږې وي لکه شکرې. په هره خبره کې یې یو کيف وي، په هره خبره کې یې یو حکمت وي.
بل ځای وایي:
دا چې کله، کله ځمه هديرې ته
هديره کې مې ادکه ده ملګرو
زه له هر غم ساتل شوی یم په دې
په اوږو مې ملايکه ده ملګرو
هم، دلته هم د مور په اړه هغه خبرې سړي ته ور یادېږي، کله چې د یو سړي مور مړه شي. ډېره د سړي یادېږي، زړه یې درد ور پسې کوي. ددې درد د کمولو لپاره بیا نو ضروري ته چې سړی لاړ شي، د خپلې مور د خاورين قبر زیات و کړي. تر څو پورې یې هغه د ديدن تنده ددې په ډې خاورين قبر باندې ماته شي. او بل دا چې کله چې د سړي مور ژوندی وي، نو له هر غم ساتل کېږي، ځکه و مور دعا وي ور سره، د مور دعا داسې ده لکه د سړي سره چې لښکر وي. نو دلته هم د مور دعا داسې ده لکه ملايکه چې د سړي په اوږو ناسته وي.
نو په اخره کې یوه خبره درته کوم، د کومو ملګرو چې مورکه ژوندۍ وي، باید هرې خبرې ته یې غوږ و نيسي. او زړه په غوږونو یې واوري. او په ډېره مينه ور سره خبرې و کړي، ځکه په دې دریو پاسنیو دورو کې مور تا سره ډېرې خوږې خبرې کړې او در زړه کړې دي.
مننه.
ذبیح الله ايمان
[review]