ژباړه : عطا محمد میاخېل
له پنده ډکه کیسه :
زما مور یوازې یوه سترګه درلوده، ما له هغې څخه کرکه کوله او هغه تل زما د خجالت سبب وه . هغې د کورنۍ د هوسا ژوند له پاره د ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ته خواړه پخول .
یوه ورځ د ښوونځي دروازې ته راغلې وه، چې ما له ځان سره کورته بوځي، ډېره خجالته شوم؛ په ځان مې ونه منله، یوازې په کرکه مې ور وکتل او فوراً له هغه ځایه لاړمه . بله ورځ یوې ټولیګوالې مې پرما ملنډې ووهلې او وې ویل : هووو ….. ستا مور یوازې یوه سترګه لري، زړه مې غوښتل چې کاشکې ځمکه چاودلې او ما … کاشکې مور مې غیبه شوې وای … بله ورځ مې ورته وویل : که چېرې په رښتیا غواړې چې ما خوشاله کړې، نو ولې نه مرې ؟ هغې هېڅ ځواب را نه کړ … حتا زما د خبرې په اړه یې یوه شېبه فکر هم ونه کړ، ځکه ډېره په غوسه ومه . د هغې احساساتو ماته هېڅ ارزښت نه درلوده، زړه مې غوښتل له کوره لاړه شمه او له هغې سره هېڅ کار ونه لرم، سخت درس مې ووایه او بریالۍ شوم، د خپلو زده کړو د دوام له پاره سینګاپور ته لاړمه، په هغه ځای کې مې واده وکړ؛ د ځان له پاره مې کور واخیسته، خاوند، زوی او ژوند … له ژونده، زامنو او آسانتیاوو چې درلودې مې خوشاله ومه، تردې چې یوه ورځ مور مې زما لیدو ته راغله، ډېر کلونه یې زه نه ومه لیدلې او دغه راز خپل لمسیان یې هم نه وو لیدلي، کله چې هغه په دروازه کې ولاړه وه، نو هلکانو ور پورې وخندل او ما پرې چیغې کړې، چې ولې دې ځانته بلنه ورکړې، چې دلته راشې، هغه هم نا خبره؛ بیا مې پرې چیغې کړې : څنګه دې جراات وکړ چې زما کورته راشې او هلکان ووېروې ؟! له دې ځایه ورکه شه ! همدا اوس همدا شېبه .
هغې په ډېرې آرامۍ ځواب راکړ : ډېره زیاته بښنه غواړم، لکه چې پته مې غلطه کړې ده، فوراً لاړه او له سترګو پناه شوه . یوه ورځ په سینګاپور کې زما کورته په ښوونځي کې د زده کونکو په جشن کې د ګډون له پاره یو بلنلیک راغی . د څو ورځو له پاره مې مسافري وکړه، په یوه هوټل کې له مراسمو وروسته، د دې له پاره خپل پخواني کورته راغلمه، چې ګاونډیانو ویلي وو، چې مور دې مړه شوې ده، مګر ما یوڅاڅکی اوښکه هم ونه څڅوله، هغوی ماته یو لیک را کړ، کوم چې مور مې له هغوی څخه غوښتنه کړې وه، چې ماته یې وسپاري . ما لیک پرانیسته او ومې لوسته، مور مې په لیک داسې لیکلي وو : اې زما ګرانې لورې ! زه تل ستا په فکر کې وم؛ ما وبښه چې په سینګاپور کې ستا کور ته درغلم او ستا زامن مې وډار کړل، کله مې چې واورېدل ته دلته راځې، نو ډېره خوشاله شومه، مګر امکان لري، زه ونه شم کولای، چې له خپله ځایه پورته شم او درشم تا ووینم، داچې زه تل ستا د خجالت سبب شوم، نو ډېره خواشینې یم .
پوهېږې کله چې ته ډېره کوچنۍ وې، په یوه پېښه کې دې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه، د یوې مور په توګه مې دا نه شو زغملی، چې ته په یوه سترګه ستره شې، نو له دې امله مې تاته خپله سترګه درکړه، دا زما له پاره د ویاړ ځای دی، چې زما پرځای لور مې په هغې سترګه ټوله دنیا وویني . لورې ! له تاسر د بشپړې مینې او لېوالتیا سره .
یادونه : هغه کسان ډېر نېکمرغه دي، چې مور یې ژوندۍ ده او د هغې خدمت کوي . افسوس د هغه بد مرغه کس په حال چې مور یې ژوندۍ ده، خو دی یې په ارزښت نه پوهېږي . کله چې مور او پلار خپل زامن او لوڼې ونه بښي، نو الله (ج) یې هم نه بښي . ترڅو چې کولای شئ، نو د خپل مور او پلار خدمت وکړئ، کله چې لاړل، نو بیا د خدمت موقع نه لرئ .