• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د مور په ویاړ

Home لومړيتوبد مور په ویاړ
د مور په ویاړ

د مور په ویاړ

لیکنه: نورآغا حبیبي

شاعر یې په اړه څومره ښه وایې!:

ســــتا د قــدم لاندې جــنت دې مـورې
څومــره خالص ســتا محبت دې مورې
زمـــا هــر غــم ته په خپل ځان تیروې
مینه خو ستا د خدای رحمت دې مورې
چـــې زه یــم ستـا او ته زما په خوا کې
څـومــره حسـین دغه ساعت دې مورې
بـــغیر له تا وخــــت تـــــیراولی نــشم
ســــتا جدایی خو سم قـیامت دې مورې

مور او پلار هغه مهم شخصیتونه دي چې شتون یې په هره ټولنه کې مهم او اړین دې، دا ځکه چې مور او پلار د یوې کورنۍ بنسټ ايښودونکي دي او کورنۍ بیا د ټولنې او ملتونو د جوړښت بنیادي واحد دی.

همدې پورته شعر او جملې ته په اشارې سره ویلی شو چې، مور هغه پاکه او مقدسه کلیمه ده چې په اوریدو سره یې انسان ته سکون او آرم ور په برخه کیږی، مور هغه هستی او سرمایه ده چې الله(ج) یې هر چاته په ژوند کې صرف او صرف یوځل ورکوی او د چانه چې دا سرمایه ولاړه شی نو بیا به په ټول ژوند کې ورته رانشی، همدارنګه مور د ژوند په کتاب کې تر ټولو ښکلی ورقه او د ژوند تر ټولو لوی نعمت دې، مور د الله پاک لخوا د خپلو بندګانو لپاره تر ټولو ښکلی ډالۍ ده، مور ددی دنیا جنت دې، مور په کور کې هغه تله ده چې ټول اولادونه ورته یو شان وزن لری او په نړی کې هغه موجود دی چې زړګی پرې راټولیږی، مور هغه موجود دی چې الله پاک یې تر پښو لاندې مونږ ته جنت تیار کړی، مور د پسرلی هغه لومړنی سحر او د ګلونو هغه امیل دی چې زړونو ته سکون او آرام وربخښی، مور هغه موجود دی چې درناوی یې د غرونو له څوکو هم ډیر لوړ دې، مور یوه داسی هستی ده چې تل یې د مینی وړانګی پر اولاد خپرې وي، مور هغه یو خوږ غزل دې چې شاعر یې په ویلو سره ځان آرام احساس وی او هغه ښکلی کتاب دې چې استاد یې په ویلو سره ځانته آرامتیا مومی، مور د پسرلی موسم هغه لومړنی او خوشبخویه سحر دې چې انسان پکې ځان تازه احساسوی، مور هغه ونه ده چې سیوری ته یې په کیناستو سره ټوله ستړیا لیرې کېږي، د لیکوال په خبره مور هغه هستی ده چې د ستایني لپاره یې په نړۍ کې الفاظ نه موندل کيږي، مور هغه هستی ده چې د اولاد په سلګونو زره رازونه په سینه کې پټ ساتی او هغه هینداره ده چې هر رنګ پکی له ورایه ښکاری او هره دعا یې د خپل اولاد لپاره د ژوند په ستونزو کې کلک سنګر جوړوی همدارنګه هغه موجود دې چې د خپل نه کموی او د وجود د عصاری نه خپل ماشوم روزی، مور د اولاد تر ټول نږدی عمخور، روزونکی او پالونکې ده، مور د عشق او الفت زیږونکې د مهر او عطوفت پالونکې ده، مور د ماشوم لپاره د امن یو مضبوط پناه ګاه یا بستر دې، او هغه عظیم شخصیت دې چې د اولاد د خوښې لپاره هر وخت دعا کوی، مور داسی یوه هستی ده چې له هر ډول ګرمۍ او یخنۍ څخه اولاد ساتی، او په هوا کې نرمي او تازه ګې د مور څرګندونه ده او همدارنګه مور د رڼا او ښودنې څلی دې، ځمکه وایی زما قیمت خو به څوک پوره کړي خو د مور قیمت هیڅوک نشی پوره کولای، مور هغه موجود دی چې سړی یۍ په شتون کې ځان د نړۍ تر ټولو شمتن شخص احساسوی، د مور دعا د جنت هوا، همدارنګه مور د ژوند خوند د کور ښکلا او د زړونو تسکین ده، او بل دا چې مور هغه موجود دی چې ماته یې د ګل تر منځ توپیر نه ترسترګو کیږی، مور د مینې هغه خزانه ده چې ختمیدل یې نشته او هغه دریاب ده چې اودریدل یې نشته، د مور مینه له عیبه خالی او له خوږوالی څخه ډکه، او بل دا چې د مور مینه سکون ده خوشحایلی ده اوهغه مینه ده چې درته د دنیا حقیقت او د جنت نظاره ښی، د مور مینه د ژوند خوږوالی دې، د مور مینه نمونه ده د نورو لپاره او د مور مینه د زمانې له ځغل څخه هم تیزه ده!!

دا چې مور ته په قرآن او حدیث کې څومره حقوق او د هغې ستاینه شوی او یا دا چې مور پر خپل اولاد کوم حقوق لری، او داسې نور هغه څه چې پکې د مور حقوق وی هغه خبرې دې چې نشو کولای تاسو ته دا ټول په یوه یا دوه سطرونو کی بیان کړو، نو که ژوند وو د مور د حقوقو په اړه به هم یوه لیکنه تاسو ته چمتو شي.
شاعر یې بیا هم داسې ستاینه کوی!:

د جـــــنت سړه سایه لــــرم په کور کې
هم کـــــعبه هم مـــــدینه لرم په کور کې
غـــــریب نه یم زه پادشــــاه د زمانی یم
بی مــــثاله خــــــزانه لرم په کـــور کې
یو دیدار به یې په درست جهان ورنکړم
زه خو داســی خزانه لرم په کـــــور کې

ډالۍ د وی د نړۍ ټول مورګانو ته په خاصه توګه خپلې ګرانې مورته!!

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

اند (فکر، مفکوره) (Thought Idea):

اند (فکر، مفکوره) (Thought Idea):

Oct 30, 2016

 لیکنه: پوهنیار سېد اصغر هاشمي د شعر بنسټونه د مفکوري[...]

نحیب منلی Najib Manalai
نحیب منلی

سفر نامه

Oct 31, 2015

لیکنه: نجیب منلی د هېرودوت (۴۸۴ ق.م. – ۴۲۴ ق.م.)[...]

اقبال، انسان او خودي

Jan 19, 2018

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي ځينې نړیوالو پوهانو په خپلو افکارو[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d