ليکواله: عابده سپوږمۍ
کله چې مونږ غواړو یو څه ولیکو نو هرو مرو د موضو له ټاکلو سره مخ کېږو، مونږ سره باید یوه ټاکل شوې موضوع وي تر څو مونږ وکولی شو لیکنه پرې وکړو . اوس دا پوښتنه را منځته کېږي، چې موضوع بايد څه ډول انتخاب شي؟ اول خو باید لیکونکی داسې موضوع خپلې لیکنې ته وټاکي، چې دی خپله ښه پوره پرې برلاسی وي او تر لوستونکي ډېر معلومات دى د موضوع په اړه ولري، تر څو دویم لوستونکي ته لیکنه کمزورې ښکاره نه شي. كه د سياست په هكله ليكنه كوي نو دى بايد لومړى يو ښه سياستمدار وي. كه يې د ادبياتو په برخه كې كوي نو دى بايد ځانته د يو ښه اديب فكر و کړي، همدا رنګه كه د اقتصاد يا ټولنيزو علومو په برخه كې وي نو دى بايد د همغه علم له زاويې موضوع ته وګوري. مطلب په موضوع بايد ښه پوره حاكم وي؛ وروسته له هغه يې ليكلو ته مخه كړي.
په دویم ګام کې بايد دې ټکي ته پام وکړي، چې دا موضوع تر کومه بریده زما د ټولنې د فکر په بدلولو کې مهمه او اغېزمنه تمامېدلی شي. باید داسې موضوع وټاکي چې لوستونکي ته وروسته له لوستلو یو ښه پيغام ورکړي؛ نه دا چې هم يى خپل وخت ضایع کړى وي او هم د لوستونکي. د داسى موضوعاتو له ټاكلو بايد ډډه وكړي چې د فكر په جوړولو كې پاتې راشي او له گټې يې تاوان ډير وي. داسى موضوع دې نه ټاكي چې زمونر له كلتور سره اړخ نه لگوي يا زمونږ د ملي ارزښتونو سره په ټكر كې واقع وي ځكه ته چې كومه ليكنه كړې نو د هغې ليكنې د هر ټکي مسووليت هم ستا په غاړه دی.
دريىم لیکونکی یا هغه څوک چې نوې یې لیکوالۍ ته مخه کړې ده باید له کلیشي موضوعاتو لرې وتښتي. دا کار به هم ده ته یو نوی ور پرانيستی وي او هم به يى يو نوی فکر ورسره مل كړى وي؛ هم به يې لوستونکی د کلیشي موضوعاتو له لوستلو ژغورلی وي. باید د نويو موضوعاتو په موندلو پسې پښې لوڅې او فکر پراخ کړي. ځكه د يوې ښې موضوع ټاكل د يوې ښې ليكنې لپاره د يوې ليكنې د قوانينو په اساس تر ټولو مهم او اساسي ركن دى.
ليكونكى بايد دغه موضوع د خپلې ليكنې په عنوان كى هم يو څه ښكاره كړي تر څو لوستونكى پوه شي چې ليكنه د څه شي په اړه ده او زه د څه شي په هكله ليكنه لولم. كله چې لوستونكى وپوهيږي نو د ليكنې لوستل به ورته لا خوندور شي او ليكنه به په لا شوق ولولي. همدا ډول كله چې تا د خپلې ليكنې لپاره ښه موضوع ټاكلې وي او ستا د ليكنې موضوع يا منځپانګه ښه ټاكل شوې وي، نو ستا ليكنه خپله قوت پيدا كوي او ليكنه د د منځپانګې له مخې غښتلې كيږي, زه دا نه وايم چې يوازې د يوې ښې موضوع ټاكل د يوې ليكنې لپاره ښه معيار دى، يوه ليكنه نور هم بايد داسې ښېګڼې ولري تر څو د ښو ليكنو په كتار كې د دريدو حق ولري. د ښى موضوع ټاكل به دا لار تاته نوره هم اسانه كړي.او بله اړينه خبر د موضوع په ټاكلو كې دا ده، چې بايد ليكونكى د خپل ذوق په مطابق موضوع وټاكي داسې موضوع د انتخاب كړي، چې دى وكولى شي په پوره شوق او ذوق سره ليكنه تر پايه ورسوي كله چې موضوع د ليكونكي د ذوق مطابق وي نو كولى شي، لا ښه بحث پرې ولري نو كله چې ليكنه په شوق ليكل شوى وي، كله چې لوستونكى همدا ليكنه لولي كه ليكنه په شوق ليكل شوى وي هم پرې پوهيري او كه نوي ليكل شوې هم پرې پوهيري كه ليكنه په شوق ليكل شوې وي نو لوستونكى يې هم په شوق لولي د موضوع ټاكل مستقيماً ستا په ليكنه اغيزه شيندي ځكه دا دواړه يو بل ته لازم او ملزوم دي. ليكنه او د ليكنې موضوع يو له بل سره ډيره كلكه اړيكه لري كله چې تا خپلې ليكنې ته ښه او د وخت له غوښتنو سره سمه موضوع وټاكله نو هغه وخت به تا خپل رسالت هم د ځان او هم د لوستونكي او په ټولي توګه دې د ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیت تر سره كړى وي.
[review]