ژباړه: ساحل منګل
1 موميايي کول يوازې په مصريانو پورې اړه نلري.روميانو او يونانيانو هم په يوه وخت کې مړي موميايي کول .
۲دموميايي کولو پړاونه،چې دميلاد څخه دمخه په پنځمه پيړۍ کې کيدل وروسته ېې هم دوام وموندخو دمسيحيت په راښکاره کېدو سره دا دود پای ته ورسيد.
۳دميلاد څخه دمخه له ۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ پورې دموميايي کولوپه اړه يو ګډه عقيده دا موجوده وه ،چې دايو قوي او شفا ورکونکي دارو دي .موميايي په اصل کې هغه ماده وه ،چې موميايي شوی جسد بيرته روغ پاتې کيده.
۴زيات شمېر هغه سياحت کونکي ،چې ۱۶۰۰ او ۱۷۰۰ کلونو کې ېې مصر ته سفر کړی و،موميايي شوي شيان ېې له ځانه سره کورونو ته راوړل او دتاريخي اثارو په توګه به ېې له ځان سره ساتل.
۵دلرغوني مصر مطالعه ،چې دمصر پيژندنې په نامه هم ياديږي په ۱۸۰۰ کې داکاډيميکو درسونو يوه مشهوره رشته وه.دموميايي کولو برخه ېې ډيره مشهوره وه او ډير شمير موميايي جسدونه ېې د اروپا موزيمونو ته وليږدول شول.
۶ په ۱۸۹۶ کال کې دبرطانيا لرغون پوه ويليام فلينډرد اېکس شعاع له لارې په موميايي شويو باندې ازموينې تر سره کړې .
۷ په ۱۹۷۰ کې يو شمير پوهانو د راديو ګرافيګ له لارې دېو شمېر ناروغيو دتشخيص هڅه وکړه تر څو وکولای شي دموميايي شو يو جسدونو له داخله ځان خبر کړي ،ددې راديو ګرافيک له لارې دمصريانو دموميايي کولو طريقې وموندل شوې.
۸په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې پوهانو دموميايي جسدونو څخه d n i واېستل ،په دې موخه ،چې ددې له لارې دهغو خلکو خصوصيات،دژوند چاپيريال او نور څه لاس ته راوړي او همدا دول ددو دناروغيو او جنتيکي خواص هم وڅيړي.
۹ دموميايي جسدونو په اړه دنويو څيړنو په اړه مختلفي ډلې لکه مصر پيژندونکي، ډاکتران، راډيولوژستان انسان پيژندونکي او دژبو متخصصان دخيل شول .
۱۰ دمومياېې شويو په اړه وروستي کشفيات درود نيل او ځينو نور سيمو څخه په لاس راغلل.
You also might be interested in
ژباړه: ساحل منګل ټول خلک دافکر کوي ،چې که ډيرې[...]
ژباړه: ساحل منګل برياليتوب په کاميابۍ سره نه خلاصه کيږي[...]
ژباړه: ساحل منګل ذهني تصوير سازي يا تجسم هغه ذهني[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی