ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ دیموکراسي طبیعي او میراثي ده، هېڅوک نه شي کولای، چې یو ملت د متروکې په زور آزادي غوښتونکی او دیموکرات کړي .
۲ ـــ هېڅ یوې کلمې د آزادۍ د کلمې په څېر پام ځانته نه دی اړولی او هېڅ یوې کلمې ته د آزادۍ د کلمې په شان ډېرې ماناوې نه دي ورکړل شوي، آن چې د ځینو له پاره د آزادۍ مانا داده، چې په وسلو سمبال شي او د زور له لارې خبرې وکړي .
۳ ـــ کله چې بری تر لاسه شي، نو څوک د وژلو حق نه لري، ځکه چې اوس سیال د دفاع او ځان ساتنې په حالت کې نه دی .
۴ ـــ په جمهوري حکومت کې ټول خلک سره برابر دي، په ظالم حکومت کې هم ټول خلک سره برابر دي، ځکه چې د دیکتاتورۍ په لومړي پړاو کې هر څوک هر شی دي او په دویم پړاو کې هېڅوک هېڅ شي نه دي .
۵ ـــ سیاست بې غږه سوان دی، چې ورو ـــ ورو خپل ځان د مقصد پړاو ته رسوي .
۶ ـــ د لویزیان ځناور غواړي، چې مېوې تر لاسه کړي، ځکه ونې له بېخه باسي، د ظالم حکومت څرنګوالی دې ته ورته دی .
۷ ـــ د ظالم حکومت بنسټ ډار دی او له ډار څخه مقصد آرامي ده، خو باید پوه شو، چې دغه آرامي، سوله نه بلکې یوه داسې چوپتیا ده، چې هره شېبه د دولت په وړاندې دښمنۍ او کرکې پیاوړې کوي .
۸ ـــ په سیاست کې چلبازي اجازه او سیاسي شرافت ته زیان نه رسوي .
۹ ـــ قانون باید هر هېواد د خلکو د غوښتنو، مزاج او تمدن له مخې جوړشي .
۱۰ ـــ حکم باید دومره ټینګ، ثابت او غښتلی وي، چې د یوه قانون د بشپړ متن په اندازه ارزښت ولري، که چېرې حکمونه د قاضي د ځانګړې عقیدې او باور پر بنسټ ولاړ وي په داسې ټولنه کې نه څوک خپلې دندې پېژني او نه هم څوک په دې خبره پوهېږي، چې سبا ته به څه پېښېږي .
۱۱ ـــ د مالیې قانون باید داسې جوړ شي، چې د مالیې د اخیستلو لارې چارې یې تر مالیې درندې او ځوروونکې نه وي .
۱۲ ـــ قانون کولای شي، د نورو دندې د انسانانو په وړاندې وټاکي، خو د خپل ځان په وړاندې هېڅ ډول اصول نه شي ټاکلی .
۱۳ ـــ د دې له پاره، چې قانون په خپل وخت جوړ او په ټولنه کې تطبیق شي، ښه داده، چې د خلکو روحیه د قانون منلو له پاره چمتو شي .
۱۴ ـــ ټولنیز فسادونه په دوه ډوله دي : لومړی دا چې خلک د قوانینو پروا نه کوي، دغه رنځ درمل کېدای شي، بل داچې قوانین خلک بې لارې کوي، چې دغه رنځ نه شي درمل کېدای، ځکه چې دغه رنځ په خپله د درملو له امله دی .
۱۵ ـــ قانون باید د اوښتي زیان جبران ته ډېره پاملرنه وکړي، داسې نه چې د اوښتي زیان د جبران له پاره نوی زیان را منځته کړي، د مثال په توګه باید چې ودان ښار د ړنګ شوي ښار د جبران له پاره ړنګ نه کړي .
۱۶ ـــ په ظالمو حکومتونو کې د ټوکو لیکل دود نه دي، ځکه چې چوپتیا او ناپوهي نه لیکوالان روزي او نه هم هوډ را ویښوي .
۱۷ ـــ هغه ملت، چې د خپلو ورځنیو کارونو په لړ کې د خپل پرمختګ په لاره کې له غرونو څخه سترې تیږې را باسي او سندرې وایي، پرېږدئ چې خپلې سندرې ووایي او ټوکو ټکالو په لړ کې خپل ستر کارونه تر سره کړي .
۱۸ ـــ د یوه ملت د له منځه وړلو او تباهۍ له پاره یوازې څو غله بس دي، چې د چارو واګي ور وسپارل شي .
۱۹ ـــ څوک چې ځمکه کري بزګر دی، هغه هغه د ځمکې د څښتن شریک دی، یوازې همدغه د ګټې او زیان یو والی، چې یو یې د کار او بل یې د مال څخه ګټه تر لاسه کوي، کولای شي، چې دوی سره پخلا کړي .
۲۰ ـــ هر انسان، چې د خپل فر او عقیدې د بیانولو خپلواکي او آزادي ونه لري، ژوندی نه ګڼل کېږي .
۲۱ ـــ هر څوک چې له فکر کولو پرته، کوم کار ترسره کوي، د هغه ښکاري په څېر دی، له نښې نیولو پرته ګذار کوي .
۲۲ ـــ ناوړه فکر یوازې د هغه لرونکي ته زیان رسوي، مګر ناوړه کار ترسره کول او د ناوړه کلمو کارول ټولو لیدونکوته زیان رسوي .
۲۳ ـــ څوک چې له بل نه د درنښت تمه لري، په خپله هم باید د نورو د درنښت دغه تمه پوره کړي .
۲۴ ـــ مخکې تر دې، چې نور کسان نېکمرغه شي، فکر ورباندې کوو .
۲۵ ـــ که چېرې یوازې د نېکمرغۍ غوښتونکي یو، تر لاسه کول یې ستونزمن کار دی، خو که چېرې موږ غواړو، چې له ټولو نه ډېر نېکمرغه واوسو، نو تر ټولو ډېر ستونزمن کار دی .
۲۶ ـــ ډېر ځله بریا له هغه وخت سره تړلې وي، چې په هغه وخت کې یې تر لاسه کول اړین وي .
۲۷ ـــ هره ټولنه د یوه حاکم وړتیا لري، چې پر دوی حکومت ولري .
۲۸ ـــ خلک له بد مرغه سړي څخه تښتي، مګر زه له ناهیلۍ څخه، چې د بد مرغیو سر چینه ده په تېښته کې یم .
۲۹ ـــ کله کله چوپتیا موږ ته تر هر څه زیاته ګټه رسوي .
۳۰ ـــ په حق باندې ماتې خوړل په باطل باندې له کامیابۍ څخه ډېر غوره دی .
۳۱ ـــ په ظالمو حکومتونو کې ښوونه او روزنه په زړونو کې د ډار ځایول او د څو ساده اصولو زده کول دي، هلته پوهه او هوښیاري خطرناک دي او پایله یې ناوړه ده .
۳۲ ـــ د ظالمو هېوادونو په منځ کې ډېر غریب هېواد هغه دی، چې پاچا یې سوداګر وي .
۳۳ ـــ کار انسان له دریو سترو بلاوو ژغوري : خپګان، فساد او اړتیا .
۳۴ ـــ کتاب لوستل یو بل عمر دی، چې کولای شو په یوه اندازه پیسو د لویو پوهانو د یو عمر تجربې تر لاسه کړو .
۳۵ ـــ موږ نه شو کولای، چې د ژوند یوه شېبه هم بېرته را وګرځوو، مګر په لږو پیسو د کتاب په اخیستلو ډېر سترې تجربې تر لاسه کولای شو .
۳۶ ـــ ته کتاب په ډېره لږه موده کې لولې، مګر ما یي په لیکلو کې د خپل سر وېښتان سپین کړل .
۳۷ ـــ چاپړوسي غلامي ده او د هېڅ هوښیار او ښاغلي له پاره ښه نه ده .
۳۸ ـــ له هوډ کولو مخکې خپلې ټولې قضیې او مسلې د وجدان محکمې ته وسپارئ، وجدان بې مثله لارښود او بې لوري قاضي دی .
۳۹ ـــ هېڅوک اجازه نه لري، چې ځان ووژني او که یې وواژه، نو خپل بدن یې له خپل هېواده غلا کړی دی .
۴۰ ـــ باید زیاته مطالعه وکړئ، تر څو وپوهېږئ، چې نه پوهېږئ .
۴۱ ـــ زړه بایلونکي مینان تل په سکوت کې ژوند تېروي .
۴۲ ـــ یوازې ځواک دی، چې کولای شي د ځواک مخه ونیسي .
۴۳ ـــ کتاب لوستل د غم شېبې په خوښۍ بدلوي .
۴۴ ـــ هغومره چې طبیعي لاملونه انسان دمې ته راکاږي، همدومره ښایي اخلاقي لاملونه هغه له دمې لرې وساتي .
۴۵ ـــ د خپلواک پالو غورځنګونو ټول ګذارونه، ټول پرې تېري کوونکو لګېږي، نه پر تېري .
۴۶ ـــ په زور واکي کې د وګړیو سوکالي او امنیت د هوسۍ په ښکر کې وي .
۴۷ ـــ د لنډې مودې له پاره دې خپلواکي له لاسه ووځي، چې د تل له پاره وساتل شي .
۴۸ ـــ هو ځینې خلکو ته خپلواکي بل ډول ښکاري او منلی یې نه شي، کله کله پاکه هوا هم هغه چاته، چې په ناپاکو ځایونو کې اوسېږي، زیان رسوي .
۴۹ ـــ که نر او ښځه یو شان روزل کېدای، نو ځواک به یې یو شان و .
۵۰ ـــ هغه څه چې په وسله لاس ته راغلي، کېدای شي چې په تړون له لاسه ووځي
You also might be interested in
لیکنه: عطا محمد میاخېل خرما چې علمي نوم یې Phoenix[...]
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ له[...]
ژباړه او زیاتونه : عطا محمد میاخېل پیاز چې علمي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی