ژباړه: عطا محمد میاخېل
پوره نوم یې شارل دو مونتسکیو دی، چې په ۱۶۸۹ زېږدیز کال د جنوري په اتلسمه نېټه د فرانسې د (بردو) ښار ته نږدې د (لابرد) په ماڼۍ کې یې دې نړۍ سترګې وغړولې. مونتسکیو تر درې کلنۍ پورې په سنتي کلیوالي دود وروزل شو، وروسته لابرد ته لاړ . له عمر څخه یې لا اووه کاله نه و تېر شوي، چې خپله مور یې له لاسه ورکړه . په ۱۷۰۰ زېږدیز کال نوموړی یوه دیني مرکز ته واستول شو او تر ۱۷۱۱ ز کال پورې، هلته د مذهبي علومو په زده کړه بوخت و، له دې وروسته یې د (بردو) پوهنتون ته لاره پیدا کړه او د حقوقو په څانګه کې یې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ .
نوموړي په شل کلنۍ کې د رومي او یوناني ادبیاتو سره د ډېرې مینې او لېوالتیا له امله د ( له غیر عیسوي فلسفې څخه دفاع ) په نامه یو کتاب خپور کړ .
مونتسکیو په ۱۷۱۴ ز کال د (بردو ) په محکمه کې د مستشار په توګه یې خپله دنده پیل کړه او یو کال وروسته یې د ( ژان دلارتیک ) په نامه له یوې نجلۍ سره واده وکړ .
د مونتسکیو تره، چې د کورنۍ مشر و، په ۱۷۱۶ ز کال د (بردو) محکمې د رییس په توګه وټاکل شو او دی یې هم په دنده وګماره، مګر څو موده وروسته، مونتسکیو د (بردو) د فرهنګي ټولنې کارمند شو او د دې ترڅنګ یې د سیاسي او ادبي رسالو او مقالو لیکنه پیل کړه، سر بېره پردې د اسکلېټ پېژندنې، ګیاه پېژندنې او فزیک په برخه کې یې هم ډېره زیاته مطالعه درلوده .
سره له دې چې د مونتسکیو د سترګو دید کمزوری و، خو خپلو مطالعاتو او علمي څېړنو ته یې دوام ورکړ او په درویشت کلنۍ کې یې د (ایراني لیکونو) په نامه یو کتاب ولیکه، چې په ډېره کمه موده کې زیات مشهور او د لوستونکو د پام وړ وګرځېده .
نوموړي څو ځله پاریس ته سفرونه وکړل، مګر په پای کې (بردو ) ته را وګرځېده او د فرانسې په فرهنګي ټولنه کې یې د کارمند په صفت کار پیل کړ. دې فرانسوي فیلسوف او لیکوال په ۱۷۲۸ ز کال له اتریش، ایټالیا، سویس، آلمان او هالیند هېوادونو څخه لیدنه وکړه، وروسته انګلستان ته لاړه او تر ۱۷۳۱ ز کال پورې هلته پاتې شو .
مونتسکیو د خپلو سفرونو په اوږدو کې د سترو خلکو په ځانګړې توګه د (جان لاک) له نظریو سره آشنا شو او په ذهن کې یې د یوه آزاد او خپلواک حکومت فکر وده وکړه
له شک پرته د فلسفې په برخه کې مونتسکیو د (جان لاک) له لارویانو څخه شمېرل کېږي. د جان لاک د سیاسي فلسفې مهم او بنسټیز اصول یانې په فردي فضیلت باندې تکیه د قانون د سرچینې په توګه او ( له دولت سره د فرد اړیکه ) او دغه راز ( د ټولنې په چوکاټ کې د آزادۍ اصل او د ټولو ګټې ) د خپلو نظریو بنسټ ګرځولی و. مونتسکیو په خپله زمانه کې د متعصبو کاتولیکانو له لوري له سختو مخالفتونو سره مخامخ شو، هغه یې د آزاد فکر او سکولایرزم د تبلیغ په تور، تورن کړ، خو نوموړي د خپلې ځیرکتیا او پوهې پر مټ وکولای شول، چې د متعصبو کاتولیکي مذهبیانو په وړاندې خپل باورونه توجیه کړي .
د مونتسکیو په اند قانون د اړینو څیزونو ترمنځ له اړیکو څخه پرته بل څه نه دي. نوموړی د قانون اصلي سرچینه د انسان عقل ګڼي، چې باید حاکم وي، په دې ترتیب د هر قوم او هېواد قانون د کٌلیاتو پربنسټ جوړېږي، چې عقل پرې حکم کوي .
د مونتسکیو په اند د ملت او دولت ترمنځ اړیکې باید د قانون په حکم مشخصې شي. هغه قانون داسې څه ګڼي، چې پرمټ یې د ټولو آزادي تحقق پیدا کوي؛ په دې اساس، آزادي یانې فرد په هغه څه کې، چې قانون نه وي منع کړي، خپلواک وي او په خپله خوښه عمل وکړي او په عین حال کې تر ټولو غوره قانون هغه دی، په هغه صورت کې، چې د ټولنې ګټې له خطر سره مخامخ نه شي، افرادو ته تر ټولو زیاته آزادي ورکړي .
مونتسکیو روم ته په خپل سفر کې، د روم د لرغونې امپراطورۍ د بیارغونې په فکر کې شو؛ له دې سفر څخه وروسته یې د روم دولت د نوښت او ښه والي په موخه یې یو کتاب ولیکه او له خپلو سفرونو څخه وروسته د ظالمو او استبدادي حکومتونو په عیبونو پوه شو او حق پالونکي او عدالت غوښتونکي حکومت څخه په پلوۍ یې د (قوانینو روح) په نامه مشهور او مهم کتاب ولیکه او خپور یې کړ .
د اتلسمې پېړۍ، دې ستر فیلسوف، لیکوال او متفکر په علمي، ټولنیزو، ادبي، تاریخ او… برخو کې ډېر شمېر کتابونه لري، چې ځینې یې عبارت دي له :
۱ ـــ شهرت .
۲ ـــ دنده
۳ ـــ د سیلا خبرې اترې
۴ ـــ د روم د ستروالي او انحطاط د لاملونو په باب کتنې .
۵ ــ د قوانینو روح .
د مونتسکیو تر ټولو مشهور او مهم اثر ( د قوانینو روح ) دی، چې د لیکلو له پاره یې شل کاله مطالعه وکړه او ډېر زیات زحمتونه یې وګالل . دا کتاب د اخلاقو، سیاست، ټولنه پېژندنه او انساني اصولو پر بنسټ لیکل شوی دی .
مونتسکیو د ۱۷۵۵ز کال د فبروري په میاشت کې د ۶۶ کلنۍ په عمر په پاریس کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، خو آثار یې په کال ۱۹۵۰ ز کې د خلکو لاسونو ته ورسېدل .
د مونتسکیو نظریې :
سیاسي : مونتسکیو، ظالم، استبدادي او دیموکراتیک حکومتونه ردول او د سلطنتي حکومت غوښتنه یې کوله، چې په هغه کې د پاچا او خلکو ترمنځ اړیکه شتون ولري، د نوموړي په اند آزادي د درېوو قوو لکه : قضایه قوه، اجرایه قوه او مقننه قوه په جلا کېدو سره را منځته کېږي .
ټولنیز : مونتسکیو د استعمار ګرو له خوا د خلکو له وژلو او غلامولو سره سخت مخالفت درلود .
مذهبي : مونتسکیو د خدای (ج) په یووالي، په خپل لاس له جوړ شوو مذهبونو پرته او په تل پاتې روح یې ایمان درلوده .