لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
د موټرو ټکرونه هر کال په نړۍ کې د ۱۲۴۰۰۰۰(یو میلیون دوه سوه څلوېښت زره) کسانو د مړینې سبب کېږي. د دغې منبع له مخې پدې شمېره کې ۶۲۵۰ یې په افغانستان کې دي.
دوه کاله مخکې مې په ننګرهار کې له خپل ګران استاد ډاکتر صاحب فضل الرحیم شګیوال څخه واورېدل چې په یو کال کې د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته د موټرو د ټکر د پېښو ۱۶۵۰ ټپیان وروړل شوي و. دا هغه کسان و چې کابل او طورخم ته په نژدې ټکرونو کې نه، بلکې جلال اباد ته په نژدې ټکرونو کې ټپیان شوي و. اته کاله مخکې له کندهاره راتلم؛ ډریو ډېر چټک مزل کاوه، زما ملګرو ورته په جدي لهجه وویل چې ورو ځه، خو ډریور د منلو پر ځای لا ګړندی شو؛ ویل یې چې تاسو تر ما ښه نه یاست. بیا چې ما ورسره په نرمۍ خبرې وکړې، نو ویې ویل په شلو کې لاړ شم؟ ده راسره دا ډېره ژر ومنله چې په ډریورۍ کې بې احتیاطي ډېره خطرناکه ده. ویل یې چې له یو کال څخه چې دغه وخت د کندهار د سړک د پخېدو تېر شوی و، نوموړي ډریور اوه تنه د کاسې ملګري ډریوران له لاسه ورکړي وو.
څه موده وړاندې له طورخمه راتلم، ډریور په ۱۴۰ کې راروان و، په یو لاس یې ډریوري کوله؛ په بل لاس له تلیفون سره بوخت و. له هر موټره به مخکې کېده او کله چې به یو موټر له بله مخکې کېده، نو دی به پرې ورګړندی شو؛ له دواړو څخه به مخکې شو. ما ورته د ننګرهار روغتون او د کندهار د لارې د ډریور کیسه وکړه او ترې ومې غوښتل چې اصولي ډریوري وکړي، خو ده په خپل تلیفون کې لوبې کولی، زما خبرو پرې هیڅ اغېزه ونه کړه او تر کابله یې په یوه لاس د موټر اشترنګ تاووه.
په افغانستان کې پوره او کره معلومات نشته، خو فکر کېږي چې دلته به ممکن د موټرو له ټکرونو څخه د مړینو او پېښو شمېره زیاته وي. که څه هم په ویکیپیډیا کې د موجودو ارقامو له مخې په امریکا کې په هر ۱۲۰۰۰ کسانو او په افغانستان کې په هرو ۴۸۰۰ کسانو کې یو تن د موټرو د ټکرونو څخه خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د دې ارقامو له مخې د افغانستان د پېښو، نسبت تر امریکا درې چنده لوړ دی، خو که په امریکا کې د موټر لرونکو خلکو سلنه د افغانانو سره پرتله شي، نو دا توپیر په افغانستان کې نور هم زیاتېږي.
زموږ مسئولیت دی چې که ډریوري کوو، اصولي ډریوري وکړو، ټرافیکي قوانین مراعات کړو، ځان له قانونه خبر کړو، په خپل لاس مزل وکړو، ترافیکې اشارې (که موجودې وي) مراعات کړو، د لید ساحې او فاصلې ته په کتو له نورو موټرو د ضرورت او امکان په صورت کې مخکې شو، نورو ته لار ورکړو، پلي خلک په پام کې ونیسو، روغتون، ښوونځي او د ګڼې ګوڼې په سیمو کې ورو لاړ شو.
له مسئولو ارګانونو باید مدني غوښتنو ته دوام ورکړو چې خپل مسئولیت وپېژني او د خپل ولس د ژوند د ساتلو په برخه کې توجه وکړي. قانون پلی، او قانون ماتونکو ته سزا ورکړي.