لیکنه: خوشدل معروف
- دمچۍ موم ځه شى دى:
دمچۍ موم يوه كريمي رنګه ماده ده چې د مچۍ په واسطه د شاتو د ګبين د جوړولو لپاره استعماليږي، ډير خالص موم سپين وي نباتي ګرده اونور هغه ژيړرنګه كوي.
دمچۍ موم يو ارزښتناكه محصول دی. په كومو كندوانو كې چې د مچيو د ځالو جوړولو لپاره د موم تختې ايښودل كېږي نو په داسې كندوانو كې مچۍ ډير لږ د مچۍ موم جوړوي چې د شاتو سره يي تناسب75:1 دي مګر هغه كندوان چې حركت وركول كيږي نو د شاتود ايستلو په وخت كې ماتيږي او د شاتو راټولولو وروسته بيا بيرته په كندو كې نه ځاى پرځاى كيږي چې په دې ډول كندوانو كې د شاتو او د مچۍ د موم تناسب 1:10 وي
ځينې هيوادو كې دشاتو پر ځاى د مچۍ موم ته ډيره تقاضا موجوده ده.
دمچۍ موم ځنګه جوړيږي:
دمچۍ موم دشاتو مچيو د ځوانو كارګرو مچيو په واسطه ددې لپاره جوړيږي چې بيا له هغې ځخه كور يا ځاله جوړه كړي. موم د مايع په ډول د نوموړو مچيو د موم له غدو ځخه ترشح كيږي. كله چې نوې ترشح شوې موم له هوا سره په تماس كې شي كلكيږي او پردې يا بڅركى ورځنې جوړيږي چې مچيو په لاندنيو برخو كې ليدل كيږي. په هرو دولسو ۱۲ساعتو د مچۍ د كيډې په شا( محدبه برخه) كې ځلور د موم غدې د موم اته ۸ پردې يا بځركي توليدوي. د موم يو ميليون پردې يا بځركي تقريباً يو كيلو ګرام موم جوړوي. مچۍ د وروستيو پښو او شخو ويښتانو په واسطه د موم پردې يا بځركي منځنيو پښو ته تيروي او بالاخره ژامې ته ، چيرته چې موم ژوول كيږي. پخوا تر دې چې د ځالې په جوړولوكې ترې كار واخلي. كله چې په كندو كې شات ډير شي او موم نه وي چې دهغو دزيرمې لپاره ورځنې زيرمه جوړه شي نو مچۍ تشويقيږي چې نور موم توليد كړي.
كومه ځاله چې د مچيو په واسطه له مومو ځخه جوړيږي په هغه كې مچۍ بچي زيږوي، شات او ګرده ذخيره كوي چې په انګليسي كې ورته كومب(Comb) وايي.د هريو كيلو ګرام مچۍ موم د توليدلپاره مچۍ 8,4كيلو ګرامه شات په مصرف رسوي. هرځومره چې د موم توليد لږ وي په همغه اندازه د شاتو توليد زياتيږي او هرځومره چې د موم توليد زيات وي همغومره د شاتو توليد كميږي.
دمچۍ موم له 300 ځخه زيات د استعمال ځاىونه لري، موم په كازماتيكي موادو، داروګانو، شمعې جوړولو اوداسې نورو كې ډير استعماليږي