د مړو ښار
شفیق امیرزی
هغه تېره شپه هم له کوره ووتم مخامخ مقبرې ته ولاړم له لرې لږ لږ ډارېدم خو وروسته مې ځان ته ډاډ ورکړ چې آخر دلته راځم ته راځه چې څه خبرې دي
چې نږدې شوم خندا مې تر غوږ شوه هټ هټ خندا وه ، د ژوندو خندا خو له سره نه وه یوه عجیبه شان خندا وه کړپای کوله لکه خولې یې چې د لرګي وي لږ مخ ته ولاړم د مړو بنډار وو عجیبه مجلس یې وو ټول لکه د لرګي چې وي
ټک ټوک یې جوړ کړی وو، خولې یې په خولو نه لګېدې مخونه یې بې غوښې وو وچ کلک خندل یې مجلس یې کاوه او د دنیا په ټولو ژوندو یې ملنډې وهلې.
د ټولو را پام شو را منډه یې کړل هلی هلی ژوندی راغلی وګوره نا پوهه د ناپوهو له کلي راغلی ؛ کلک یې ونیولم او له ځان سره یې بوتلم.
خبرې یې پیل کړې ګډه ګډوډي وه
خو وروسته پوه شوم چې خندا یې ولې دومره لوړه وه هلته ګوښې ته یو سړی خوار عاجز ناست وو سریې د زنګنو په منځ کې اېښی وو له څېرې ډېر یوازې مالوميده
یوه وویل ما ویل چې د ناپوهو له کلي دی اې لېونیه دا سړی ويني دا یو وخت پادشاه وو ستاسې د وطن پرون شپه یې سپې په قبر متیازې وکړې نرمې یې آن تر حلق تېرې شوې ټول له خندا شنه شول.
ویل یې ستاسې د ملک پادشاهي ډیره آسانه ده هر چا چې وغولولی هماغه مو پادشاه دی دې هم تاسې غولولي وی. هر شپه دومره وهل خوري چې حیران به پاتې شې د دوزخ او اور ملایکې یې هر ورځ کشکوي دا بیجاره له ډیرو غمو سره مخ دی مونږ بېچاره ګان خپلې مزې کوو خپل سیلونه کوو ځکه چې د دې سړي په پادشاهی کې مونږ لیوني په ښه او بد نه پوهيدو ده به چې هر څه ویل مونږ به منل اوس دی وهل خوري مونږ سیلونه کوو
یوه په کړپن غږ وویل اوس مو پادشاه څوک دی؟
ما په ډارنده غږ ځواب ورکړ مونږ دوه پادشان لرو
په ټول مجلس کې یوه خندا خوره شوه تا به ویل چې مځکه او اسمانونه په حرکت راغلل هر یو به دې چې لیده د چې لکه ګني لرګی په وچه ملا به داسې به کوږ کیڼ شو
هره یوه ویل دا ګوره دوه پاد شان لري ههههه!!!!!؟؟؟؟؟
دومره یې وخندل چې حیران حیران مې ورته کتل ما ویل بس کی بس کی بس کی
یو وچ سوک مې په بډوډي ولګېد یغ تېغ یې کړم
په غوسناک غږ یې وویل چوپ شه دا د بې عقلان وطن نه دی چې مونږ ستا په خوله وکړو بس کړه له درده مې هیڅ فکر نه وو چې څه وايي خو خندا یې شېبه شېبه لوړېده.
چې خندا یې کراره شوه نو ویل یې اې بې عقله ته رښتیا وایې که رشخند وهې
ما ویل نه رښتیا وایم په غوسه یې وویل اې خدای مو تبا ه کړه
له دوو قصابانو غوا مردارېږي
آشپزان چې دوه شې یا دېګ شور شود یا بې نمک
یوه ډنګروکې مړي ته یې وویل نصواري وباسه دا بې عقل زموږ له کلي
په وهلو وهلو یې له هدېرې لرې کړم یوه خوارنجوکي، له شا نارې وهلې بې عقلانو هر سړی یې غولوي دا څه بلاوې دي
په همدې شېبه کې یو تور سړی راغی د اور لرګی یې په لاس کې وو ټول مړي یې ټول کړل ویل یې راځي له خپل پادشاه سره یو ځای چې کباب مو کړم!
You also might be interested in
لیکنه: عبدالحمید هڅاند په خيرنه پزه یې لستوڼی را کش[...]
کرکټر څنګه له ستونزو سره مخ کړو؟ کيسه ليکوال بايد[...]
لیکنه: پوهیالی سیداصغر هاشمي د ادبي دورو ټاکنه پښتو ژبې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی