راټولونه : سحرګل سحر
دسیستان سیمه چي دهیواد په جنوب لویدیځ کي پرته ده د تاریخ په بېلابیلو دورو کي کله د افغانستان په لاس کي وه او کله به هم د ایران د ادارې لاندي وه .
د احمد شاه بابا له واکمنۍ څخه په ۱۷۴۷ میلادي کال چي له ۱۱۲۵ هجري لمریز کال سره سمون لري د ۱۹ پېړۍ تر نیمایي پوري سیستان د افغانستان د خاوري برخه وه .
د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ په وخت کي د سربندي د قبیلې مشر د علي خان په نوم له خپلي قبیلې سره د ایران د دولت تابعیت ومانه او ځان یې له خپلي قبیلې سره د ایران دولت ته تسلیم کړ، له هغې څخه وروسته سرحدي مشکلات د افغانستان او ایران په منځ کي راپورته سول نو لازم وګڼل سول چي د افغانستان او ایران تر منځه سرحد وټاکل سي، د افغانستان او ایران حکومتونو د سرحدي مشکلاتو له مخي ونسو کړای چي کومي پریکړي ته ورسیږي، نو له همدې امله یې د هند له وایسرا سره تماس ونیو او د افغانستان او ایران د سرحدي ستونزو د حل لپاره یې د حکمیت غوښتنه وکړه د هند وایسرا فرید ریک ګولډسمت (( Sir Fridric Goldsmith)) د سیستان د ناحیې لپاره دحکم په توګه وټاکه چي د افغانستان او ایران ترمنځ د منځګړیتوب په توګه کار وکړي او موضوع فیصله کړي ګولډ سمیت د انګلیسي هیت ریس د افغاني او ایراني هیاتونو مشرانو سره دوه کاله د سیستان په سرحدونو کي په څېړلو بوخت سو او په ۱۸۷۳ میلادي کال کي یې چي له ۱۲۱۱ هجري لمریز کال سره سمون لري داسي پرېکړه وکړه .
(( د سیستان حوزه د هلمند د سیندپه وروستۍ برخه کي په دوو برخو و ویشل سوه هغه سیمي چي د نادعلي د سیند په لویدیځ کي پرتې دي د خاص سیستان او ختیځي سیمي یې د ماورای سیستان په نوم ونومولې، خاص سیستان په ایران او ماورای سیستان په افغانستان پوري وتړل سول ))
په ۱۲۷۴ هجري لمریز کال کي د هلمند سیند له اصلي مسیر څخه چي د نادعلي سیند دی او د افغانستان او ایران سرحد وؤ منحرف سو او د اوبو یوه زیاته اندازه له بلي لاري چي د پریان د سیند په نوم یادیږي او د نادعلي د سیند په لویدیځ کي پروت دی د هلمند هامون ته ورتوییږي .
څرنګه چي د ګولډسمیت په وخت کي سرحدي کرښه د ځمکي پر مخ په نښه سوې نه وه د هلمند د سیند د مسیر تغیر د دویم ځل لپاره د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ ستونزه رامنځته کړه، ځکه چي د افغانستان حکومت د نادعلي او د هلمند د سیند مسیر اصلي لاره ګڼله او د ایران دولت د هلمند د سیند د مسیر تغیر پخپله ګټه په پام کي نیولی وؤ.
بیا له انګلیسانو څخه مرسته وغوښتل سوه، د انګلستان حکومت مکمهان (( Macmahan)) له پنځلس زره انګلیسي او هندي افسرانو سره ددې کار لپاره موظف کړل د دریواړو هیوادونو افغانستان، ایران او انګلیسانو هیاتونو د څېړني په ټولو وسایلو سمبال وؤ، هغوئ دوه کاله او درې میاشتي له (( ۱۹۰۲ – ۱۹۰۵ ))میلادي کال پوري چي د(( ۱۲۸۰ – ۱۲۸۲)) هجري لمریز کلونو سره سمون لري، د امیر حبیب الله د حکومت دوره څېړنه او مطالعه وکړه او سرحدي کرښه یې د ملک سیا له غره څخه تر سیا کوه پوري چي د مکمهان د کرښي په نوم یادیږي تثبیت کړه .
کله چي د افغانستان حکومت د هلمند او ارغنداب پرمختیایي پروژه تر لاس لاندي ونیوله د ایران دولت د ملګرو ملتونو د امنیت شوراته د اوبو د کموالي په هکله ګیله وکړه ، په پای کي د امریکا متحده ایالتونو پدې برخه کي د منځګړیتوب هیله وکړه، د افغاني، ایراني او امریکایي استازو تر منځ په واشنګټن کي خبري پېل سوې د امریکا متحده ایالتونو وړاندیز وکړ چي یوفني کمېسون دي وټاکل سي چي نوموړې موضوع په سیمه کي وڅېړي او خپله پرېکړه دي دواړو هیوادونو ته واوروي .
فني متخصصین د امریکا د متحده ایالتونو، کاناډا او چیلي له پوهنتونونو څخه وټاکل سول هغوی د هلمند د وادي انکشافي پروژه ولیدله د ګولډ سمیت او مکمهان تاریخي اسناد یې وکتل او په پای کي یې داسي وویل د هلمند د وادي پروژه د سیلابونو د کنټرول او د کال په اوږدو کي د هلمند د سیند د جریان د تنظیم لپاره جوړه سوې ده او د سیند اوبه یې ندي کمي کړي بلکي په ټول کال کي په یوه ټاکلي اندازه ساتي .
د ایران سهم باید د کال په اوږدو کي د اوبو د جریان د توپیر له مخي د هري میاشتي لپاره وټاکل سي .
د افغانستان دولت په ۱۳۲۱ هجري لمریز کال کي د درې کسیز کمېسون راپور ومانه او د ایران د هغه وخت شاهشاهي دولت سره یې د خبرو د پیل لپاره خپل چمتووالی وښود.