لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
افغانستان یو غرنی هېواد دی او د دې هېواد د ځمکې زیاتره برخه لویو لویو غرونو نیولې ده خو کومې هوارې ځمکې چې په افغانستان کې قرار لري زیاتره برخه یې سپيرې دښتې او څړځایونه تشکیلوي چې لا هم د اوبو لګولو تر معیاري پروګرام لاندې ندي راغلې او یوازې له محدود شمېر ځمکو څخه یې د کرنې په توګه استفاده صورت مومي. کومه ځمکه چې د کرنې لپاره مناسبه ده هغه هم زیاتره په غیر معیاري او د کروندې په پخوانیو مېتودونو د کروندې لاندې راځي او خړوبېږي. یوازې د هملند د پروژې او ننګرهار د فارمونو په څېر په ځینو سیمو کې د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال هلته اوبو لګولو ځینې محدودې پروژې علمي شوې چې دغو سیستمونو ته هم د ۳۷ کلنې جګړې پر مهال سخت زیانونه رسېدلي دي. د مڼو بڼوالي تر یوه حده د وردګو په سیمه کې وده کړې او د پخوانیو مېتودونو سربېره د مڼو د کرنې ځینې هغه نوې معیاري طریقې هم په پام کې نیول کېږي چې د کرنې پخواني وزیر ارواښاد ډاکتر عبدالوکیل او د کرنې د چارو ماهرینو یې سپارښتنه کړې ده. د مڼو بڼوالي د افغانستان په هغو مرکزي سیمو کې د هېواد د نورو سیمو په پرتله زیاته رواج ده چې په اوړي کې نسبتاً معتدله هوا لري چې د وردګ ولایت د مڼو د بڼوالۍ او تولید په برخه کې په ملي کچه ښه نوم ګټلی او هر کال یو زیات مقدار مڼې د هېواد مارکېټونو ته وړاندې کوي. د مڼو د باغونو کرونده د وردګو ولایت په زیاترو ولسوالیو کې وراج دي چې د جغتو، چک، نرخ، سیدآباد، جلګې، جلرېز او د میدان د مرکز سیمې د مڼو ګڼ باغونه لري او هر کال په زرګونو ټنه مڼې کورنیو او بهرنیو مارکېټونو ته وړاندې کوي.
د مڼو د ونو کېنول
د مڼو د باغونو لپاره نوي نیالګي له هغو قوریو څخه خوښېږي چې د بزغلي یا تخم څخه زرغونې شوې او تر درې یا څلورو کلونو وروسته کرل شوې قوریه د دې وړ ګڼل کېږي چې نیالګي یې بېل او په منظمه توګه په ځمکه کې و کرل شي. د مڼو د ونو د کرلو لپاره په لومړي ګام کې یو داسې پټی خوښېږي چې اوبه په آسانه ورته رسېدلی شي، د حیواناتو سره یې ورکړې وي او بیا د درې یا څلورو مترو په فاصله د نیالګیو لپاره ځمکه ژوره کېږي او نیالګي پکې اېښودل کېږي. کله چې نیالګي تر کرلو وروسته زرغون شي نو هغه ته اوبه ورکول، دوا پاشي او طاق بوري صورت مومي او په پټي کې کرل شوي نیالګي په څلورم کال مېوه کوي او په منظم باغ بدلېږي.
د مڼو خرڅلاو
باید وویل شي چې د مڼو خرڅلاو او مارکېټ ته رسول د مختلفو لارو څخه صورت مومي یو شمېر بڼوال په دې توانېږي چې آن د مڼې د پخېدو څخه د مخه هغه مهال خپل باغونه د مڼو پر سوداګرو و پلوري. خو په دې وخت کې بڼوال نه شي کولای چې په لازمه ګټه یې و پلوري بلکي د ځینو اړتیاوو پر بنسټ د خپلو باغونو پیسې مخکې له سوداګرو څخه اخلي او سوداګر هغه مهال مڼې له را نیول شوو باغونو را شکوي او مارکیټونو ته یې لېږدوي چې کله پخې او د شکېدلو وړ شي. دویم شمېر بڼوال داسې دي چې کله چې مڼې په ونه کې پخې او د شکولو وړ شي نو د ونو څخه یې راشکوي بیا هم یو محدود شمېر بڼوال په دې توانېږي چې خپلو مڼو ته سوداګر و مومي او په باغونو کې را شکول شوې مڼې پرې و پلوري. دغه ډله بڼواله د خپلو پيداوارو محدوده ګټه لاسته راوړي ځکه چې ځای پر ځای د مڼو پلورل دومره ګټه نه لري لکه په خپله یې چې د مېوو لویو مارکیټونو ته رسوي. دریم هغه ډول بڼوال دي چې غواړي د خپلو باغونو له پیداوارو څخه داسې ګټه ترلاسه کړي لکه چې تمه ورته لري او یا هم په دې نه وي توانېدلی چې په مناسب وخت کې سوداګر ورته پيدا کړي نو کوښښ کوي چې خپل پیداوار د افغانستان په مارکېټونو کې د پلورلو لپاره وړاندې کړي او یا یې هم د امکان په صورت کې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړي چې دا بیا بېله موضوع ده چې په دې لاره کې د کومو ستونزو او ګواښونو سره مخ کېږي او آیا په دې توانېږي چې مطلوبه ګټه په لاس راوړي؟
د مڼو پیداوار او کورني مارکېټونه
کله چې مڼې د ونې څخه را شکول کېږي نو بڼوال هڅه کوي چې هغه په معیاري شکل په کاغذي او یا د لرګیو د تختو په کارتنو کې په داسې توګه ځای پر ځای کړي چې مارکیټ ته د وړلو پر مهال خرابې نه شي. باید وویل شي چې مڼه د یخ په مقابل کې ښه مقاومت لري او سره مڼه د زېړې مڼې په نسبت زیات وخت مقاومت کولی او خپله اصلي بڼه ساتلی شي ځکه چې زېړه مڼه د لږ وخت په تېرېدو سره خپل رنګ بدلوي او کېدای شي ژر خرابه شي خو سور رنګې مڼه ډېر مقاومت کوي او خپله څېره ژر نه بدلوي. د انتقال پر مهال هم له سرې مڼې څخه نسبت زېړې مڼې ته زیاته پاملرنه کېږي او بڼوال یې د ژر پلولو هوډ کوي. د وردګ ولایت مڼه د ۱۵ کیلو په اندازه په کارتنو کې ځای پر ځای کېږي او بیا د موټر په وسیله د لویو ښارونو د مېوو مارکېټونو ته وړل کېږي.
د مڼو پلورنځی
کله چې مڼې د تازه مېوو د سوداګر له خوا مارکیټونو ته را و رسول شي نو بڼوال او د مڼو سوداګر هڅه کوي چې د خپلو باغونو تولیدات ژر تر ژره او په لوړه بیه و پلوري. باید وویل شي چې د وردګو مڼې د مېوو د موسم مارکېټ کې په ښه بیه پلورل کیږي او په داخلي لګښت سربېره یې یوه اندازه پاکستان، هندوستان او ځینو عربي هېوادونو ته د لویو سوداګرو له خوا تر پېک کولو وروسته صادرېږي. همدارنګه د دې مڼو یوه برخه د هېواد د ګوتو په شمېر هغو فابریکو کې پروسس کېږي چې نوې جوړې شوې او هڅه کوي چې د افغانستان له مېوو څخه په معیاري ډول جوس، مربا او داسې نور څېزونه تولید او بیا یې کورنیو او نړیوالو مارکېټونو کې خرڅلاو ته وړاندې کړي. کله چې ښې مڼې و رسېږي نو یو ۱۵ کیلويی کارتن له ۴۵۰ افغانیو څخه نیولې تر ۶۰۰ افغانیو پورې د افغانستان د مېوو په مارکېټونو کې پلورل کېږي خو په باغونو کې د معیاري مڼو یاد شوی کارتن بیا د ۲۵۰ او ۳۰۰ افغانیو په شاوخوا بیه لري چې د لارې او د لېږدولو لګښتونه یې بیه پورته وړي.
د عادي مڼو انتقال
د دې له کبله چې په سیمه کې د مڼو د پیداوارو لپاره داسې یو عمومي مارکېټ وجود نه لري چې هر ډول مڼې هلته و پلورل شي نو یو شمېر بڼوال د دې وس نه لري چې خپلې ښې او خرابې مڼې سره بېلې کړي، کارتنونه ورته واخلي او په خپله سیمه کې د سوداګرو پاملرنه ورته ور واړوي نو خپلې مڼې په پلاستیکي بوجیو یا پلاستیکي خلتو کې ځای پر ځای کوي او په لویو ښارونو کې یې د مڼو مارکېټونو ته رسوي. په دې ډول بڼوالو کې یو شمېر په دې نه توانېږي چې د مختلفو دلایلو له کبله خپلې مڼې لویو مارکیټونو ته و رسوي او یا هم په قصدي توګه نه غواړي چې خپل پيداوار د مېوو د مارکېټ ټاکلو ساحو ته ورسوي نو د لویو ښارونو د سړکونو په څنډو یې ږدي څو د مشتریانو د پاملرنې وړ یې و ګرځوي. دغه پدیده په دې وروستیو کې کلونو کې په پراخه پيمانه د هېواد په لویو ښارونو کې لیدل کېږي چې د کابل د میرویس میدان یا کوټه سنګي چوک او عمومي واټونه یې ټول نیولي او هلته په لسګونو زره د مڼو خلتې د پلورلو لپاره د مني په موسم کې لیدل کېږي.
د مڼو د ښه مارکیټ لارې چارې
د دې لپاره چې د مڼو بڼوال توانېدلي وي څو خپل پیداوار د مناسبې ګټې لپاره و ساتي نو تر ټولو ښه طریقه یې په کرنیزو سیمو کې د سړو خونو جوړول، سړو خونو ته د همېشنۍ بریښنا تامین، فعال کول، بڼوالو ته د هغه د استعمال د طریقې ښودل او بالآخره هغوی ته زمینه برابرول چې خپلې مڼې د مناسبې ګټې تر وخت پورې هلته و ساتي. بله خبره دا ده چې اړوند اړخونه باید په خپله سیمه کې د مڼو یو داسې عمومي بازار او مارکیټ رامنځته کړي چې بڼوال اړ نه شي څو د خپلو باغونو پیداوار د لسګونو ستونزو په زغملو د هیواد د لویو ښارونو مارکېټونو ته انتقال کړي. که د دې بازار تر څنګ په سیمه کې د مڼو د پروسس څو داسې کارخانې جوړې شي چې د سیمې د مڼو د پیداوارو زیاته اندازه هلته د جوسو، مرباوو او داسې نورو څیزونو په شکل پروسس کړي نو د خپلو بڼوالو د ستونزو په کمي کې به یې خپله ونډه ادا کړې وي. د پایلې په توګه ویلای شو چې د وردګو د سیمې د مڼو بڼوال اوس مهال د خپلو پیداوارو په اړه له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د سیمه ایز معیاري مارکیټ نشتوالی، د مڼو د لېږد اوږده پروسه، د مېوو خرابوالی او د مېوو د پروسس د فابریکو نشتوالی یې مهم عناصر ګڼل کېږي چې باید په جدي توګه پاملرنه ورته وشي. همدارنګه د مڼو د پیداوارو د معیاري کېدو په لوري د غوره بڼوالی د لارو چارو محدودیت او د مڼو د ونو د امراضو په مقابل کې د لازمو درملو نشتوالی یې د دې ستونزو یو بل اساسي اړخ ګڼل کېږي چې په پاملرنې سره به یې د بڼوالۍ چارې په سیمه کې نورې هم و غوړېږي.