ژباړه: عطا محمد میاخېل
د مڼې ونه او یو هلک وو، دې هلک به تل له ونې سره لوبې کولې، ونې ته به وخوت، مڼې به یې خوړلې او د سیوري لاندې به یې ویده کېده . وختونه همداسې تېرېدل، هلک ستر شو او ونې ته یې پام نه کاوه .
ونې وویل : راشه له ماسره لوبې وکړه .
هلک وویل : زه نور له لوبو سره مینه نه لرم، د ژوند کولو له پاره ځینو وسایلو ته اړتیا لرم، چې باید وایې خلم، مګر پیسې نه لرم .
ونې وویل : کولای شې، زما مڼې وپلورې او پیسې تر لاسه کړې، هلک مڼې راټولې، وې پلورلې او خپلې اړتیاوې یې پرې پوره کړې، له دې وروسته ونې، چې هرڅومره صبر وکړ، نو هلک را معلوم نه شو، ډېره موده وروسته، چې هلک ځوان شوی وو، په ډېر خپګان ونې ته راغی .
ونې پوښتنه وکړه : ولې خواشینی یې ؟ راشه زما د سیوري لاندې کېنه !
هلک وویل : د سرپناه له پاره یوه کور ته اړتیا لرم .
ونې وویل : د کور جوړولو له پاره زما له ښاخونو څخه ګټه واخله .
هلک په ډېرې خوشالۍ د ونې ښاخونه غوڅ کړل او په هغو یې د ځان له پاره کور جوړ کړ . هلک بېرته را ونه ګرځېده او ونه یوازې پاتې شوه .
هلک له ډېرې اوږدې مودې وروسته بېرته را وګرځېده او وې ویل : د سفر له پاره یوې کښتۍ ته اړتیا لرم .
ونې وویل : کولای شې، زما له تنې څخه یوه ښکلې کښتۍ جوړه کړې، هلک د ونې تنه غوڅه، کښتۍ یې ترې جوړه کړه او لاړه .
هلک له ډېرو کلونو وروسته، په داسې حال کې بېرته را وګرځېده، چې ډېر سپین ږیری شوی، خواشینی او ستړی وو .
ونې وویل : زه نور، نه مڼې لرم، نه ښاخونه، نه هم تنه او تاته د پناه درکولو له پاره حتی سیوری هم نه لرم او یوازې یو کوچنی ډډ را پاتې دی .
هلک وویل : له ژونده ستړی شوی یم او یوازې غواړم، چې له تاسره واوسم او ډېر کلونه یې د ونې له کوچني ډډ سره تېر کړل .
په غالب ګومان موږ د هماغه هلک په څېر یو او خپلو والدینو سره ورته چلند کوو، تر څو چې کوچني یو، نو خوښېږي، مو له هغوی سره لوبې وکړو، وروسته یې یوازې پرېږدو، کله چې له کومې ستونزې سره لاس و ګرېوان شو او د هغوی خواته ور وګرځو، نو پلار و مور موږ ته هر څه راکوي، تر څو موږ خوشاله شو . تر ډېره هڅه کوي، چې زموږ ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي او یوازې د دې تمه لري، چې موږ یې یوازې پرېنږدو .
له خپل مور وپلار سره مینه وکړئ، مه یې هېروئ، ملتیا یې وکړئ، احترام یې وکړئ، ورته درنښت وکړئ او هېڅکله یې یوازې مه پرېږدئ .
نن او هره ورځ خپل مور و پلار ته درنښت وکړئ، کېدای شي سبا مو نه مور وي او نه هم پلار .