لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل
میاشتنی عادت یو دردناکه او ځوروونکی حالت دی.
دا درد د میاشتني عادت د پیل څخه یو یا دوه کاله (بلوغ)وروسته پېلېږي چې د میاشتني عادت د اولیه درد په نوم یادېږي.
د میاشتني عادت ثانویه درد په دا معنا چ دا درد کالونه وروسته د میاشتني عادت د پیلېدو څخه پیدا کیږي.
کومې مېرمنې چ میاشتنی عادت پر مهال درد لري، معمولا د امیندوار کېدو وړتیا له لاسه نه ورکوي.
د مېرمنو تر منځ د میاشتني عادت دردونه یو له بله ډېر توپیر کوي. حتی د میاشتنی عادت ډولونه یې توپیر کوي.
ډېری وخت کله چې مېرمن ماشوم دنیا ته راوړي،د میاشتني عادت دردونه یې لږ کیږي.
نښې نښانې:-
۱-د خېټې د لاندې برخې څړیکې، د ملا،زنګونونو او ورانونو دردونه.
۲-درد د میاشتني عادت د پېلېدو سره پېلېږي او څو ساعته یا څو ورځې دوام کوي.
۳- کله،کله زړه بدوالی او ګانګې ورسره مل وي.
۴- کله هم اسهال او نس ناستی
۵- خولې کول
۶- د انرژي او ځواک له لاسه ورکول
۷-ډېرې (ادرار)متیازې کول
۸-عصبانی او غصه ناک کېدل
۹- زړه تنګوالی او افسردګي
۱۰ د ډېرو کارونو او خبرو سره حساس کېدل.
د میاشتني عادت د درد علتونه:-
-د رحم د دیوال قوي او شدید انقباضات. چ دا انقباضات د پروسټاګلاندین (هورمون ډوله مواد چې د رحم په دېوال کې یا پخپله رحم کې ځای بر ځای دي) د ډېرافراز له کبله منځ ته راځي.
– کومې مېرمنې چې میاشني عادت پر مهال درد لري ډېر پروستاګلانډین افرازوي، نسبت هغو مېرمنو ته چې د میاشتني عادت درد نلري.
-د رحم د غاړې کش کېدل د میاشتني عادت د درد بل سبب دی.په میاشتني عادت کې د رحم خوله خلاصه وي ،د وینې ټوټې چې تناسلي غړي ته راښکته کیږي او توئېږي، درد لري.
-بل دلیل یې ممکن ډېر انتانات وي.
ډېر نور ناپېژنده دلایل لري چ لا هم ورباندې څېړنې کیږي.
د میاشتني عادت نور عام او معمول دلایل :-
-اندومتریوز:- خاصتا که درد وروسته له شل کلنۍ پیدا شوی وي.
– فبروییډ:-
– د رحم د ننه سلیم تومورونه.
– د امیندوارۍ د مخنیوي سامان لکه؛ IUD.
د میاشتني عادت درد ډېروونکي عوامل:-
– کافیئین
-سټرس
– پام مو وي چې روحي رواني ستونزې په یوازیتوب سره د درد سبب نه کرځي خو کولی شي چ درد بدتر کړي یا هم د درملو په مقابل کې وروسته ځواب ورکړي.
– نامناسب خواړه
-سپورت نکول
– د میاشتني عادت د درد کورنۍ مخینه لرل.
-سړه هوا او سوړ مزاجه خوراکونه د میاشتني عادت دردونه نور هم ډېروي.
د میاشتنی عادت د درد مخنیوی:-
کوم ټابلېټ چ د امیندوارۍ ضد دي،کولی شئ وې خورئ او د میاشتني عادت د درد مخنیوی وکړئ.
-د میاشتني عادت د درد اصلي علت ومومئ او درملنه یې وکړئ.
-منظم ورزش وکړئ او
-مناسب خواړه وخورئ.
د درملو پواسطه درد کرارېږي او وروسته د ماشوم زېږېدو درد کمېږي.
د میاشتني عادت د درد درملنه:-
له ناروغ څخه مکمله تاریخچه او مخینه پوښتنه کول به تشخیص او درملنه کې خورا ډېره مرسته کوي.
-د درملنې لمړۍ موخه د درد له منځه وړل دي.
د اوږد مهاله درملنې موخه:-
هر هغه علت چ درد یې رامنځ ته کړی باید له منځه یووړل شي لکه انتان،تومور یا نور . ..
تودوخه د درد په کمولو کې خورا مرستندویه ده.پر خپله خېټه،زنګونونو او ملا باندې توده کڅوره کېږدئ او استراحت وکړئ.
ځینې وخت هم کېدی شي چې په ښو تودو اوبو کې کښېنئ.
که د میاشتني عادت درد له سټرس او افسردګۍ سره تړلی وي،کولی شئ د ارواه پوه د مشاورې په مرسته درد تسکین کړئ.
ګرم مزاجه خوراکونه لکه؛ چاوه،مغزیات،شوربا، سوپ شیره او داسې نور خوراکونه وخورئ.
د درملو پواسطه درملنه: –
د خفیفو دردونو لپاره له انلجیزیک لکه ؛ اېبو پروفین،آسپرین یا هم ناپروکسن څخه ګټه واخیستل شي.
انتي پروستلاندین او د امیندوارۍ ضد درمل د وخوړل شي.
په ډېرو شدیدو پېښو کې کېدی شي د هګۍ د آزادېدلو ضد هورمون(Gn-Rh) تجویز شي. تر څو د هګۍ د تخمدان کار ودرېږي.
د میاشتني عادت پر مهال فریکي فعالیت:-
د فزیکي فعالیت لپاره محدودیت نشته او کولی شئ هر ډول ورځني کارونه تر سره کړئ.
په اړخ پرېوزئ.
د پرېوتو پر مهال مو تر پښو لاندې بالښت کېږدئ یا مو زنګونونه ځمکې خوا ته کېږدئ.
بیا هم د منظم سپورټ په تر سره کولو ټینګار کوم.منظم سپورت مو راتلونکي میاستنی دردونه کموي.
کېدی شي ستاسو ډاکټر به تاسو ته ویټامین B تجویز کړي چې کولی شي دمیاشتني عادت نښې او دردونه کم کړي.