ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Concreting of Pile Foundations – Workability and Quality of Concrete for Piles
میخي تهداب (Pile Foundations)د ژورو تهدابونو له ډلې څخه دی چې معمولا د لوړ پوړیزه ودانیو لپاره کاریږي په هغو ساحو کې کاریږي چې خاوره یې د زیات بارونو د زغملو وړتیا ونه لري.د میخې تهدابونو په مرسته د بره ساختمان بارونه د ځمکې سختې طبقې ته لیږدول کیږي .د میخي تهداب لپآره ترټولو لومړی د بور ماشین په واسطه په ټاکل شوي ځای کې سوری کیندل کیږي بیا په کې سیخان ځای په ځای کې او وروسته کانکریټ وراچول کیږي .
د غوښتل شوي مقاومت په پام کې نیولو او ساختمان مداومت ساتلو لپاره د میخي تهدابونو کانکریټ اچول دکانکریټ ښه کیفیت او کار وړتیا غواړي.د میخي تهدابونو کانکریټ اچولو لپاره دکانکریټو مارک ،کاروړتیا،نریوالی او مخلوطول دلته د بحث لاندې نیول شوي.
د میخي کانکریټي تهدابونو مواد اود تولید میتودونه باید د میخي تهدابونود نصبولو له شرایطو سره برابر وي.د میخي تهدابونو لپاره د کاریدونکو کانکریټو د سلمپ ترټولو کم قیمت 100mm او تر ټولو زیات قیمت 200mm پورې وي چې معمولا د میخې تهداب په بڼې او کانکریټو اچولو په بڼې پورې اړه لري.د میخي تهدابونو لپاره کانکریټ باید داسې ډیزاین شي چې متجانس وي او سلمپ او کار وړتیا یې دساحې له شرایطو سره برابره وي.
دمیخي تهدابونو لپاره کارول کیدونکي کانکریټ باید لږترلږه M25 مارک وي او سیمنټو مقدار یې لږترلږه 400 kg/m3 وي . د میخې تهداب کانکریټ مخلوطول یې یواځې په مکسر ماشین سره ترسره شي.که چیرې په وروستي پړاو کې میخي تهداب د اوبو سره مخ کیدونکی وي او یا هم کانکریټ اچول یې له ټریمي میتود پرته په نورو میتودونو سره د اوبو لاندې اچول کیږي نو د ډیزاین مارک څخه نور اضافي 10% سیمنټ نور په کې ورزیات شي څو مشخص شوی مقاومت ترلاسه کړی . په ساحه کې د بوروهلو په واسطه جوړ شوو میخونو د ډیزاین لپاره ، د پورته مقدار سیمنټو کانکریټ مخلوط مارک M20 نیول کیږي.د جغل لپاره طبیعي جغل کارول مناسب ګڼل کیږي.د ټریمي کانکریټ اچولو لپاره له 20mm غټ سایز جغل باید ونه کارول شي.دموادو پیمانه کولو لپاره باید مواد وزن په اساس اندازه شي او د حجم له مخې اندازه نه شي.