ژباړه : آرش ننګیال
کله چې د انسان عمر زیاتېږې نو له مخالف جنس سره یې اړیکې کمزورې شي. هغه خاوند چې پخوا یې له خپلې مېرمنې سره بې کچې مینه کوله، د عمر په ډېروالي یې دغه مینه کمېږې. نو مېرمنو ته څه کول پکار دی چې د خپلو خاوندانو له مینې تل برخمنې واوسي.
دا یو شمېر مهارتونو ته اړتیا لري، څو ژوند مو له خوښیو ډک وي. له بلې خوا مېندې او پلورنه چې د کورنیو بنسټ او لار ښوونکي دي، کولی شي چې کورنۍ کې د خوشاله فضا په رامنځته کولو سره خپل ماشومان ښه وروزي.
+ زړه وړوونکې واوسئ.
تاسو باید د یوې ښاپېرۍ رول ولوبوئ، سره له دې چې د ښاپېرۍ د ښایست انګازې تر هر چا رسېدلي دي، خو هېڅ کله چا نه ده لیدلې.
خپل خاوند د ځان مینوال کړئ، ستاسو د لاسته راوړلو لپاه یې لیواله وساتئ، هېڅ کله هم له حده نه ډېر خپل ځان مه ورښکاره کوئ.
کېدای شي چې په لمړیو کې سر کشه واوسئ، خو وروسته ارامه اومعصومه شئ. له دې سره به ستاسو خاوند ستاسو سخت مینوال شي او تل به تاسو غواړئ.
+ ظاهري جذابیت ولرئ
نارینه وو ته هغه څه مهم وي چې په خپلو سترګو یې ګوري، ستاسو ظاهري جذابیت به، ستاسو خاوند کې یو ډول کشش پیدا کړي، نارینه د هغه څه جذب کوي چې په سترګو یې ویني.
ښه به دا وي چې خپل خاوند ته، خپل ځان ښکلی اوجذابه کړئ، له واده ورورسته ستاسو تر ټولو لوی مسولیت دادی چې، د خپل خاوند پام ځان ته را واړوئ، پر دې سر بېره چې تاسو، خپلې ظاهري ښکلا ته پام کوئ، تاسو ته پکار چې د خپل وجود تناسب ته هم پام وکړئ، د خپل پوټکی او وېښتانو خیال وساتئ او له رواني پلوه، باید پیاوړي او خوشاله واوسئ.
حقیقت دادی چې مېرمن باید د خپل خاوند په سلیقه ځان عیار کړي. تاسو به د یوې جذابې، خوش لباسه، با وقاره، باعزته، با سلیقه، په ځان بارورمندې مېرمنې په توګه خپل خاوند ته ارزښت ولرئ. په داسې حال کې بله ښځه یې په اسانۍ پام ځانته نه شي اړولی.
+ د خپل خاوند ذوقي او ذهني اړیتاوې په یاد وساتئ.
په داسې حال کې چې د خپل خاوند د ښې ساتنې کوښښ کوئ، د خپل خاوند، ذوقي او ذهني غوښتنې په پام کې ونسئ! د خاوند د خوښې رنګونه، د خوښې کتابونه او دا ډول د هغه د خوښې، نور توکي باید وپېژنئ، چې کله نا کله یې غافل ګېره کړئ او ور ډالۍ یې کړئ. د هغه د خوښې خوراکونه وپېژنئ او کله چې له کار یا دندې نه کور ته راځي، اماده یې کړئ.
نارینه غواړي چې په ظاهر کې ځان د ټولو خېر خوا ښکاره کړي، خو حقیقت کې هر انسان ځانېخود دی او تر هرڅه د خپل ځان فکر ورسره وي. که چېرې تاسو له حد نه ډېر مینه ورسره وکړئ نو هغه به ستاسو زمیمه شي، په دې مانا چې د ځان کړی به مو وي.
+ د خپل خاوند احترام وکړئ!
ډېرې مېرمنې فکر کوي چې د نارینه وو تر ټولو ستره اړیتا، له مېرمنو سره جنسي اړیکې دي، خوحقیقت دادی چې هغوئ تر هرڅه خپلې مېرمنې نه احترام غواړي. له هغه سره په داسې ډول خبرې وکړئ یا داسې سلوک وکړئ، چې هغه فکر وکړي ډېر ارزښت درته لرې.
+ په هغه کې اعتماد په نفس پیاوړی کړی
نارینه د خپل ظاهر برعکس دی، هغوی غواړي چې تل یې صفت وشي او ونازول شي. د خپل خاوند د افکارو په تايد سره په خپل ځان یې اعتماد پیدا کړئ، ترڅو هرڅه له تاسو سره شریک کړي، یا درسره په هر کار کې مشوره وکړي. که په هوښیارئ او زیرکئ سره د هغه خوبیانې ورته ووایاست نو په هغه کې به اعتماد په نفس پیاوړی شي او که په شپه او ورځ کې یو ځل هم ورته ووایاست چې مینه درسره لرم، کېدای شي ددې لامل شي چې د خوښئ احساس پکې راپیدا شي.
+ هغه تشویق کړئٔ!
کله چې ستاسو خاوند هڅه او کوښښ کوي، نو ملاتړ یې وکړئ او ویې هڅوئ. که چېرې ستاسو خاوند نامناسب کار هم تر سره کړي، یا هم کومې بدې حادثې سره مخامخ شي یا هم ترې سهوه کېږي، نو پرته له کومې اندېښنې ورته وواېئ چې خیر دی، بل ځل داسې نه کېږي، یا هم دا ډول نورې جملې چې ملاتړ او هڅونه پکې وي، ځکه چې په ګډ ژوند کې، دا ډول سلوک ددې لامل کېږي چې ستاسو د خاوند قهر په خوشالۍ بدل شي او د را روانې شخړې مخنیوی به هم وشي او که خپل خاوند سره د نظر اختلاف لرئ، هېڅ کله هم بدې جملې مه کاروئ، ځکه چې نه جبرانېدونکو زیانونوسره به مخ شئ!
+ حساس اوسئ!
د خپل خاوند پر وړاندې حساس واوسئ، دا به ستاسو جذابیت لا ډیر کړي. د بېلګې په توګه، د خوب په بستر کې حساس اوسئ، د هغه پر اړتیا او غوښتنه باید ځان پوی کړئ او که چېرې ستاسو خاوند جنسي کمزورتیا سره مخ وي نو دا راز هېڅ کله هم چا ته مه وایئ! دا به ستاسو خاوند ته تر ټولو بده سزا وي. د خپل خاوند د کړو صفت وکړئ او ووايئ چې له ګډ ژوند نه ورسره خوند اخلئ. په دې توګه به هغه لا پیاوړی او خوشاله شي او تاسو به هم خپل ګډ ژوند نه راضي اوسئ.
+ تجربه تر لاسه کړئ او ترې ګټه واخلئ!
ښکلې او په زړه پورې جامې واغوندئ، چې د خاوند پام مو در واوړي، بیا نو د لږ وخت لپاره بې تفاوته شئ. که چېرې هغه تاسو سره د مینې اظهار کوي نو خبرې یې ومنئ. له دې سره به ستاسو ترمنځ د هر وخت لپاره مینه دوام ولري.
+ چابکه اوسه!
هېڅ کله له خپل حده پښه وانه ړوئ، ځکه نارینه د هغو مېرمنو غوښتونکي دي چې دوی ته لږ میلان ښکاره کوي. نارینه د اړیکو په ټینګولو کې لږ څه وخت ته اړتیا لري، پکار ده چې هغوی درک کړئ! صابره اوسئ او له یو بل سره همکاري وکړئ، دا او ددا ډول نورو لارو چارو عملي کولو سره به ستاسو د اړیکو دیوال دومره پیاوړی شي چې چپه کول به یې نا ممکن وي او د تل لپاره به، په خپل ځای ولاړ وي.