لیکنه: ناتاشا تاورنیه
ژباړه: عارفه عمر لور بشیر
هغه مهال چې رومیانو د ګالي ( Gallië) سیمو په نیولو پيل وکړ، دغه مهال یو سپين ږیری کب نیونکی له خپلې ښکلې لورسره چې مینا نومېده، د رین یا ري ( رویا) د سیند په غاړه اوسېده، بوډا کب نیونکي به په سیند کې کار کاوه،ګهیځ وخته به د کبانو په نیولو پسې د سیند له څپو سره غاړه غړۍ شو، کبان به یې و نیول اوبیا به یې خرڅ کړل، په دې ډول به یې د ژوند بیړۍ ته حرکت ورکاوه.
وختونه تیریدل، رومیانو د ګالي د سیمو د نیولو تکل کړی و، دغه مهال بوډا کب نیوونکي هوډ وکړ چې له سیند سره نوره مخه ښه وکړي، دا ځکه هغه فکر کاوه چې نور نشي کولای تر ډيره ژوند وکړي، نو اړینه ده چې دی د خپلې لور د ښې راتلونکي لپاره فکر او کار وکړي .
بوډا کب نیوکي پریکړه وکړه چې خپله لور که شونې وي، داسې یوه چاته واده کړي چې له هغې سره مینه ولري او له مینا سره یو ښه راتلونکی جوړ کړي، د ډيرو ځوانانو په اړه یې فکر وکړ، وروسته له ډيره فکره یې هورنیک Horneck و ټاکه، هورنیک یو ځوان کب نیونکی و چې کله ناکله به د دوی لیدلو ته راته، خو مینا د ګاونډي قوم یوه کروند ګر ځوان سره چې سترامبرګ یا سترامبرخStromberg نومېده مینه درلوده، مینا خپله دغه مینه له خپل پلار نه پټه ساتلې وه، دا ځکه مینا پوهېده چې پلار یې ګاونډي قوم ته په ښه سترګه نه ګوري، د لانجې د ختمولو لپاره دوی خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه چې له یوبل سره به ګډ ژوند پيلوي.
کله چې رومیانو د دوی په هیواد یرغل وکړ، د ټولو قومونو جنګیالي له چمتوالي وروسته د جګړې ډګر په لوروخوځېدل، سترامبرخ هم جګړې ته د تګ چمتوالی نیولی و، خومخکې له دې چې حرکت وکړي د مینا مینه او باور یې تر لاسه کړ، مینا ورسره لوړه وکړه چې د ده لار به څاري او مینه به یې پالي.
زوړ کب نیونکی له څه مودې پوهېدلی و چې مینا له سترامبرخ سره ډيره مینه لري، نو هوډ یې وکړ چې په درې ورځو کې به د هورنیک او مینا کوژدنه کوي. مینا هېښه وه چې څه وکړي، هغې سترامبرخ ته د مینې وعده ورکړې وه او نه یې غوښتل چې د سترامبرخ باور مات کړي، هغه د پلار د غوښتنې او د سترامبرخ ترمنځ د پرېکړې په کولو هېښ وه، هغې دوه شپې وژړل، دومره یې وژړل چې سترګې یې لکه وینه سرې اوښتې وې، په دریم ګهیځ هغه ناڅاپه ورکه شوه، د مینا ناڅاپه ورکېدل ټول هېښ کړي ول، هغوی د رین یا اوسني رویا د سیند په اوږدوالي ټول ځایونه ولټول، دومره یې لوېشت لوېشت ولټول چې په پای کې له ډير لټون نه ستړي شول او بیرته راوګرځېدل.
څه موده وروسته له رومیانو سره جګړه پای ته ورسېده، سترامبرخ له جګړې نه روغ رمټ راستون شو، سترامبرخ کور ته په رسېدو د مینا په ټوله کېسه او له ورکېدو خبر شو، سمدلاسه یې د مینا لټول پیل کړل، له ډير لټون وروسته یې مینا ومونده، مینا یې داسې ځای کې ومونده چې سیند دوه برخې شوی و، مینا جوړه نه وه، د ژوندۍ پاتېدو هېله یې هم نه وه، د هغې د ژوند وروستۍ سلګۍ وې چې سترامبرخ ورته ورسېد، مینا لکه خپله وروستۍ ساه د خپل مین غیږې ته ساتلې وي داسې یې د خپل مین په غیږ کې ساه ورکړه.
مینا مړه شوه، د سترامبرخ په سترګو تیاره شوه، نور یې نو امېدونه له منځه ولاړل، ویې غوښتل چې دی هم له مینا سره خپله لاره یوه کړی او ځان ووژني، خو ډير ژر له خپلې پرېکړې تیر شو، هوډ یې وکړ په هغه ځای کې چې مینا ساه ورکړې ده، یو دایمي یادګار جوړ کړي چې د مینا د مینې یاد تلپاتې شي.
سترامبرخ په هماغه ځای کې یوه لویه کنده واېسته او یو د اوبو بند یې جوړ کړ، بیا یې د دغه بند په منځ کې د مینا لپاره یو قبر جوړ کړ چې مینا یې په کې په ارامۍ پرېباسله، بیا یې اوبه بند ته خوشې کړې، سترامبرخ هلته یې چې مینا موندلې وه، یوه غټه تیږه ودروله او پرې ویې لیکل « MINNA-WATER » یا نې د اوبو مینه، سترامبرخ د خپلې مینا د یادګار دایمې مجاور شو.
په هغه ځای کې چې دغه تیږه ولاړه وه، اوس هغه پوور تورن Poertoren یانې د پوور څلی ولاړ دی، هلته چې دا بند پروت دی ، هلته اوس د مینې واتر پل Minnewaterbrug دی، همدلته ټولې مېنې جوړې سلفي انځورونه اخلي او د مینا پر قبر باندې د پېسو یوه سکه غورځوي، اوس سترامبرخ او مینا د بروخ ښار د رومیو او ژولیت په نوم مشهور شوي دي.
نوټ 🙁 دغه وخت له لومړی زیږدیزې پيړۍ سره سمون خوري، او ( Gallië)ګالي په لاتینه ژبه د لویدیځې اروپا د ځينو سیمو نوم دی چې اوسنۍ فرانسه، بلجیم، د سویتزرلنډ لویدیځې برخې، د هالنډ او جرمني ځينې برخې د رین ( Rin) تر سینده یې په جغرافیایي شپول کې پراته ول، ګالیا( Gallia)اوس هم د فرانسې یوناني نوم دی. د رین سیند نوم وروسته وروسته په رویا Roya بدل شو، دغه سیند د ځنګلونو او جبه زارو مځکو په وسیله کلا بند شوی دی، دغه سیند د اروپا تر ټولواوږد سیند بلل کیږي چې ۱۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۰۰ کیلومتره یواځې د جرمنې په هیواد کې بهیږي) ژباړنه.