لیکنه: ډاکټر میرویس حقمل
د داخلي غوږ یوه نارغي ده چې معمولاً په یو طرفه ډول رامنځته کیږي، په دې ناروغي کې endolymphatic duct متوسع او د ډیرې مایع د ټولیدو له کبله پړسیږي. دا ناروغي په حاد ډول رامنځته او په وصفي ډول لاندې اعراض او علایم لري:
۱- سرڅرخي او ګنګسیت (Vertigo and dizziness). ۲- زړه بدوالی (Nausea).
۳- کانګې (Vomiting). ۴- دSensori neural ډول کوڼوالی. ۵- په غوږ کې اضافي اوازونه (Tinitus).
مینیر ناروغي د Endolympatic hydrops په نوم هم یادیږي او نښې نښانې (اعراض او علایم) یې په بیلابیلو ناروغانو کې توپیر لري.
ددې ناروغي لامل څرګند نه دی خو د رامنځته کیدو په هکله یې ګڼ شمیر آندونه (نظریات) وجود لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
- د Endolymphatic sac په واسطه د اندولمف د جذب عدم کفایه: په دې حالت کې د اندولمف تولید نورمال خو بیرته جذب یې خرابیږي، په نتیجه کې د اندولمف مقدار په endolymphatic سیستم کې ډیر او په Membranous labyrinth کې د فشار د لوړیدو لامل ګرځي، د فشار دا لوړیدل د Reisner’s membrane د ټیله کیدو او څیرې کیدو لامل ګرځي او په پایله کې انډولمف له پیري لمف (Perilymph) سره ګډ او سرڅرخي رامنځته کیږي.
- Vasomotor ستونزې: د سمپاتیک سیستم له اندازې زیات فعالیت د وینې د رګونو د سپزم لامل ګرځي، په دې حالت کې Internal Auditory artery هم سپزم کوي چې په پایله کې د اوریدلو او موازنې ساتلو برخو ته په پوره اندازه وینه نه رسیږي، دا کار ددې برخو د دندو د خرابیدو لامل ګرځي، چې په پایله کې سرڅرخي او کوڼوالی رامنځته کیږي. په دې حالت کې د Stria vascularis د شعریه اوعیو د نفوذیه قابلیت د زیاتوالي له امله د انډولمف مایع حجم ډیر او دEndolymphatic system د توسع او پاړسوب لامل ګرځي.
- د داخلي غوږ حساسیت (Allergy) د بیلابیلو خوراکي یا انشاقي الرجن موادو له کبله د انډولمف افراز تنبه او حجم یې ډیروي.
- د اوبو او مالګې د نورمالې موازنې له لاسه ورکول.
- د هورمونونو په توازن کې بدلون.
- د داخلي غوږ انتانات.
- غیر نورمال معافیتي عکس العملونه.
- ارثي لاملونه.
- د سر ترضیضات.
کیدای شي چې ګڼ شمیر لاملونه سره یوځای او مینیر ناروغي رامنځته کړي.
په عمومي ډول ویلی شو؛ هر هغه لامل چې د انډولمف افراز تنبه کړي او یا د انډولمف له جذب څخه مخنیوی وکړي د مینیر ناروغۍ لامل ګرځي.
د اناتومي له نظره؛ غوږ له دریو برخو (باندنی، منځنی او داخلي) څخه جوړ شوی دی. داخلي غوږ چې د Labyrinth په نوم هم یادیږي د صدغي هډوکي په Petros برخه کې موقعیت لري؛ له یو شمیر یو دبل سره نښتو اجوافو څخه جوړ شوی چې ډير مغلق جوړښت لري.
داخلي غوږ (Labyrinth) د دندې له مخې لاندې دوه برخې لري:
۱- د موازنې د ساتلو برخه (The vestibular system).
۲- د اوریدلو برخه (The cochlear system).
داخلي غوږ د مورفولوژي له مخې په دوو برخو ویشل شوی دی:
۱- هډوکین Labyrinth.
۲- غشایي Labyrinth.
د هډوکین labyrinth په منځ کې غشایي labyrinth او د غشایي labyrinth په منځ کې د Endolymph مایع ځای پرځآی شوې دي . د هډوکین او غشایي labyrinth ترمنځ یوه مایع چې د Perilymph په نوم یادیږي؛ شته والی لري. د Endolymph او Perilymph مایعاتو ترمنځ کومه اړیکه وجود نه لري.
د اناتومي له نظره داخلي غوږ لاندې درې برخې لري:
۱- مرکزي برخه چې د دهلیز یا Vestibulum په نوم هم یادیږي.
۲- خلفي برخه چې نیم دایروي قناتونه دي او د Semicircular canal په نوم هم یادیږی.
۳- قدامي برخه چې د قوقعه یا Cochlea په نوم هم یادیږي.
دهلیز (Vestibulum) په مرکزي برخه کې موقعیت لري. د دوو کروي او بیضوي کڅوړو لرونکی دی چې د لومړۍ کڅوړې په منځ کې Sacculus او د دوهمې کڅوړې په منځ کې Utriculus ځای پرځای شوي دي.
نیمه دایروي قناتونه (Semicircular canal ) درې عدده دي چې د وحشي، خلفي او قدامي نیمه دایري قناتونو په نوم یادیږي.
قوقعه ( Cochlea) تیوب ته ورته تاوراتاو شوی ( حلزون ته ورته ) جوړښت دی چې د صدغي هډوکي په Petros برخه کې موقعیت او ۳۵ ملي متره اوږدوالی لري. قوقعه د قاعدوي غشاء او Reissner membrane په واسطه په دریو برخو ویشل شوی چې له علوي برخې (Scala vestibule)، سفلي برخې (Scala tympani) او متوسط برخې (Scala media) څخه عبارت دي.
د علوي او سفلي برخو په داخل کې یوه مایع د Perilymph په نوم وجود لري او یو له بل سره د Choclea په ذروه کې د یوې کوچنۍ فوهې په واسطه چې د halicotrema په نوم یادیږي؛ اړیکه لري.
د متوسطې برخې (Scala media) په منځ کې endolymph موقعیت لري او له دوو نورو برخو سره کومه اړیکه نه لري.
د مینیر ناروغۍ دقیقه پتوفزیولوژي نه ده څرګنده او په دې اړه بیلابیل آندونه شته والی لري.
تر ټولو ډیر بدلونونه په Scala media او Sacculus کې رامنځته او په کمه اندازه Utricle او Semicircular canals هم له ستونځو سره مخامخ کیږي.
د Cochlear duct توسع او انبساط ددې لامل ګرځي چې Reisner’s membrane په بشپړه توګه د Scala vestibule خواته انحناء پیدا او د Helicotreme فوهه اغیزمنه کړي. Utricule او Saccule د کڅوړې په شکل په نیمه دایروي قناتونو کې وردننه کیږي.
په نارمل ډول اینډولمف مایع د Stria vascularis په واسطه ترشح او غشایي لابیرنت ډکوي، وروسته دا مایع په Endolymphatic sac کې جذبیږي.
د اینډولمف په تولید کې زیاتوالی او یا یې د جذب کمښت ددې ناروغي د رامنځته کیدو لامل ګرځي.
کلینیکي لوحه:
دا ناروغي له ۳۵- ۶۰ کلنۍ عمر او نارینه جنس کې ډيره لیدل کیږي. په لومړیو کې ددې ناروغي په واسطه یو غوږ او د وخت په تیریدو سره دوهم غوږ هم اخته کیږي.
عمده اعراض او علایم یې له سرڅرخي، زړه بدوالي، کانګو، کوڼوالي، د غوږ برنګس، نیستاګموس، Rhombergs sign، په غوږ کې د ډکوالي او فشار احساس څخه عبارت دي.
په تشخیص کې به د غوږ پرده نورمال شکل لري، آخذوي کوڼوالی به موجود وي او Glycerol test به په ۷۵٪ پیښو کې مثبت وي. په Glycerol test کې ناروغ ته ۱٫۵ ملی لیتر پر کیلوګرام وزن د بدن؛ ګلیسرول چې د اوبو او یا لیمو له شربت سره ګډ شوی وي، ورکول کیږي. یوه یا دوه ساعته وروسته Audiogram ترسره کیږي، وبه لیدل شي چې په اوریدو کې ښه والی رامنځته کیږي. که چیرته د ۱۰db په اندازه ښه والی رامنځته شي نو دا ټسټ مثبت دی. په دې ټسټ کې د غوږ برنګس او د فشار احساس هم را کمیږي.
ددې پتالوژي د تشخیص لپاره Electrocochleography هم یوه ښه وسیله ده.
په درملنه کې د ناروغ تسکین او هغه ته اطمینان ورکول اساسي رول لوبوي. همدارنګه د سګرټو او چلم څکول باید بند کړي، د مالګې، قهوې، چای او ډيرو مایعاتو له اخیستلو او په لوړو ارتفاعاتو کې له کارکولو څخه باید ډډه وکړي.
په درملي درملنه کې یو شمیر درمل لکه Dimenhydrinate ۵۰ ملي ګرامه هر څلور ساعته وروسته، Chlor promazin ۲۵ ملی ګرامه هر شپږ ساعته وروسته، prochlorperazine ۵ ملی ګرامه هر شپږ ساعته وروسته او که چیرته کانګې ولري نو Dramamine ۵۰ ملی ګرامه په عضله کې تطبیق او توصیه کیږي.
د حملو ترمنځ په وقفه کې باید Nicotinic acid ۲۰- ۱۰۰ ملي ګرامه هرشپږ ساعته وروسته، Ronicol ۲۵ ملي ګرامه هر شپږساعته وروسته، Betahistine ۸ ملي ګرامه هر ۲۴ ساعته وروسته او diuretic (furosemide) تطبیق او توصیه کیږي.
که چیرته طبي درملنه نتیجه ورنه کړي نو یو شمیر جراحي عملې لکه Decompression of endoymphatic Sac، Sacculotomy ، Section of vestibular nerve ، ultrasonic destruction of vestibular labyrinth او labyrinthectomy ترسره کیدلی شي.