• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د مینې معیار

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد مینې معیار

د مینې معیار

 

لیکوال: حضرت عثمان نوري

مینه او محبت د نفرت ضد کلمه ده او معنا یې یوځای والی او یو تر بله ښې اړیکې پالل دي. دا چې مینه له مینې پیدا کیږي، نو له دواړو لورې یې رضایت لومړی شرط بلل کیږي. په ټولنیز ژوند کې مینه له هرڅه سره کیدلی شي، لکه مینه له جانان سره، مینه له والدېنو ( مور او پلار) سره، مینه له قران کریم سره او مینه له حضرت محمد (ص) سره؛ ددې وروستۍ مینې مثال چې مینه د دواړو جهانو سردر حضرت محمد (ص) سره کیدلی شي، کولی شو چې په دې جمله کې یې ثابت کړو، لکه څرنګه چې د عبدالرحمان بابا صوفیانه شاعري ددې څرګندونه کوي چې ګویا بابا په هغه (ص) زړه بایللی وو.

اوس اصلي خبره دا ده، چې په اوس وخت کې مینتوب په ښایست وشي؛ که په زده کړه؟ دا هغه پوښتنه ده چې د لیکنې په لوستلو یې ځواب موندلی شئ. دا چې ښایست د زده کړې سره څه توپير لري؛ دواړه جلا موضوعګانې دي، یعنې ښایست له زده کړې سره دا توپير لري چې ښایست د وخت په تېرېدو سره له مینځه تللی شي، خو زده کړه د وخت په تېرېدو سره د مینځه نه شي تللی. یو بل ستر توپیر یې دا هم کیدلی شي، چې د ښایست ساتنه به څښتن کوي، خو زده کړه انسان خپله له هر ناوړه کار ساتلی شي.

دا چې هېواد مو له بده مرغه ډېر وروسته پاتې دی، نو لازمه ده چې موږ تر هر څه وړاندې لومړیتوب زده کړې ته ورکړو، یعنې اوس ددې وخت دی چې موږ ټول پام یواځې د علم لاسته راوړلو لپاره وټاکو او د خپل فامیل (کورنۍ) ټول غړي زده کړو ته وهڅوو.

زده کوونکی د یوې شمعې په څېر دی، که شمعې ته اورلګیت ونه وهل شي، نو نه روښانه کیږي، یعنې بې ګټې ده او له رڼا یې ګټه نه شو اخیستلی، خو که همدغې شمعې ته اورلګیت ووهو او روښانه یې کړو، نو د تګ راتګ او ډېرو نورو کارونو لپاره ترې ګټه اخیستلی شو.  دغه مثال د زده کوونکي هم دی؛ که په زده کوونکو کار وشي او د روښانه راتلونکي لپاره يې روحیه پیاوړې کړو، نو کولی شو چې له یو پڅ مغزي زده کوونکي ستر شخصیت جوړ کړو.

ـــــــــــــــــــــــــــــ

پای

2017/Oct/15

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ریښتیني خلک دغه نهه (۹) ځانګړنې لري

Jan 24, 2018

ژباړه: حضرت عثمان نوري صداقت او ریښتینولي د غوره شخصیت[...]

کله چې تاسې د فشار لاندې یاست، دا اووه (۷) تېروتنې کوئ

Jan 18, 2018

ژباړه: حضرت عثمان نوري که تاسې د فشار لاندې یاست،[...]

له دې نهو (۹) لارو خپله حافظه پیاوړې کولی شئ

Jan 28, 2018

ژباړه: حضرت عثمان نوري حافظه (دماغ) د فعالیت یوه پېچلې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022