لیکنه: عطا محمد میاخېل
د لرغونې نړۍ لوی متبحر عالم، د علم او حکمت تنظیموونکی او حکیم، د بېلابېلو علومو مصنف له میلاد څخه ۳۸۴ کاله مخکې د مقدونیې د ستاګیر (Stagire) ښار، چې د آتن د شمال په ۳۰۰ کیلومټرۍ کې واقع دی، په یوه یوناني کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلار یې نیکو ماخوس (Nicomachus) چې رنځپوه ( طبیب ) او د مقدونیې د پاچا امینتاس (Amyntas) ځانګړی دوست و .
ارسطو اتلس کلن و، چې اتن ته ولاړ او د اپلاتون په اکاډمۍ کې شامل شو، شل کاله د هغه شاګرد و او د اپلاتون تر مرګه هلته پاتې شو، وروسته یې مسافرتونه پیل کړل. یوه ډله پوهان د ارسطو ژوند په دریو دورو وېشي : لومړۍ دوره یې د افلاتون په اکاډمۍ کې د شمولیت نه پیل کېږي او د اپلاتون په مړینه دا دوره پای ته رسېږي . په دې دوره کې ارسطو د خپل استاد (افلاتون) متابعت کاوه او د ژوند تر ټولو مهمه دوره یې وه، خو په داسې عمر کې نه و، چې خپله فکري خپلواکي وځلوي، کله چې اتن ته راستون شو، نو د فلسفې زده کړه یې پیل کړه، حکمت، ریاضي، نجوم او فلسفه یې زده کړل .
د افلاتون تر مړینې وروسته یې Lyceum لیسیم، چې په فرانسوي کې ورته Lycee لېسه وایي، جوړه کړه، په دې لېسه کې به شاګردانو ته حکمت، فلسفه، ریاضي او نجوم ورزده کېدل . د ارسطو د حکمت بنسټ ته د لېسې حکمت هم ویل کېده او په مشایي حکمت هم مشهور و، د ارسطو د تدریس حوزه د سکندر تر مړینې پورې موجوده وه، د ارسطو د ژوند دویمه مرحله د افلاتون د اکاډمۍ ریاست ته د سپوزپوس (Speusipus) د رسېدلو له وخته پیل کېږي، دغه مهال نوموړی اړ کېږي، چې د افلاتون د یو بل شاګرد کزنو کراتس (Xenocrates) سره آتن پرېږدي او آسوس ته لاړ شي، د افلاتون د اکاډمۍ دوه تنه شاګردان د اریستوس ( Erestus ) او کوریساس (Corisas ) په نومونو آسوس ته مخکې تللي وو د اتارنیس (Atarneus) واکمن هرمیساس (Hermisas) سره یې د آسوس په سویل ختیځ کې د دوستۍ اړیکې ټینګې کړې وې . هرمیساس آزاد شوی غلام او صراف خواجه و چې د ایډیا (Edia) د کوهستانونو په اخیستلو سره یې آسوس ته نږدې ډېر زیات شته راټول کړي وو. او نومیالی شتمن و، د اېران د پاچاهانو څخه یې د شهزاده لقب هم تر لاسه کړ او آسوس یې د هغوی په واک ورکړی و، چې خپل عقاید نوروته ور زده کړي . ارسطو او کزنو کرات د دغو دوو کسانو سره مله شول. سکندر په خپله وایي : ژوند مې راته پلار راکړی او د ژوندانه فن راته ارسطو زده کړی دی . د المان مشهور فیلسوف هیګل په دې اړه لیکي : کوم کارونه، چې سکندر تر سره کړي د فلسفې علمي نښې دي. دا به د تاسف ځای و که چېرې فلسفې نه شوای کړای د سکندر د شخصیت په باب له ځانه غوره اغېز څرګند کړي . کبرجن، شرابي، کلک زړی، کینه کښ او خرافات پالي سکندر د سکاټلینډ د غرنیو مشرانو رذایل او د ختیځ د خپل چارو پاچاهانو لېونتوبونه په خپل ځان کې را ټول کړي وو.
ارسطو خپل ډېر شمېر کتابونه د ۳۳۵ ـــ ۳۲۳ ق م کلونو ترمنځ لیکلي او د سکندر تر مړینې وروسته د دوستانو له مخالفتونو سره مخامخ شو او د سقراط په خلاف یې فرار ته په قرار باندې ترجیح ورکړه.
د ارسطو د ژوندانه درېیمه دوره د ۳۲۳ ق م کال څخه پیل کېږي او تر ۳۳۵ ق م کال پورې دوام کوي. د سکندر تر مړینې وروسته انتي پاترد د سکندر پر ځای کېني او د سکندر د ختیځو جنګونو پرمهال یې د ارسطو سره په آتن کې لېسم یا لېسه جوړه کړې وه او په آتن کې یې ښوونځی د Periptetic د تګلارې په نوم ونوماوه . څرنګه چې وویل شول، ارسطو خپل ډېر آثار او رسالې په دې دوره لیکلي دي او د افلاتون د مثل له نظریې سره یې خپل مخالفت څرګند کړ، چې د آتن د خلکو د قهر او غوسې سره مخامخ شو. د سیاست په اړه یې ټول نظریات نقد کړل او د اساسي قوانینو کتاب چې د ۱۵۸ هېوادونو د حکومتي سازمانونو او ځمکنیو مطالبو شرح پکې وه، د سیاست په بشپړتیا کې یې ولیکه له انتي پاتر سره د ده دوستي د دې لامل شوه، چې ځان له مرګه وژغوري، کله چې انتي پاتر آتن ته وغوښتل شو، نو ارسطو په خالسیس کې د خپلې مور کورته ولاړ او یو کال وروسته د یو شپېته کلنۍ په عمر مړ شو .
د ارسطو د کار بنسټ هماغه د سقراط او افلاتون څېړنې وې، مګر د ده کنجکاوي د سقراط په مباحثو قانع نه شوه او هم د علومو او سلوک په هکله یې د افلاتون بیان د معرفت په لار کې سم ونه موند په وړاندې یې د سوفسطیانو او جدلیانو مطالعې او مناقشې د حقیقت د استخراج او استدلال له پاره د سمو قواعدو د کشفولو بنسټ کېښود . د سقراط او افلاتون په مشرۍ یې منطق، اصول او د قیاس قواعد تر لاسه کړل او هغه یې د مباحثې پر بنسټ ټینګ کړل، چې تر اوسه پر هغې چا څه شی نه دي ور زیات کړي .
د ارسطو په اند د عقل او تفکر د څرګندولو ښه وسیله په ژبه خبرې کول دي او لازم ګڼي، چې کلمې او جوړښتونه یې د اجمال او ابهام څخه لرې شي، تېروتنې له منځه یووړل شي او په خیر او دقت سره د الفاظو بحث ته سړی شامل شي. لفظي او معنوي اشتراک او نورې معاني یې وموندل شي، هغه وخت دې عرضي ذاتي تصور او تصدیق، جزیي او کلي تشخیص شي او ورپسې دې لسګونو مقولاتو او پنځه ګونو کلیاتو ته قایل شي. د نوم او د حد څرنګوالي او شرایط دې وټاکل شي، بیا دې د مفرداتو ترکیب، موضوع او محمول تشخیص، د سالبه، موجبه، کلبه، تشخیصیه، شرطیه او حملیه قضایاو ډولونه او د تداخل، تضاد، تناقض، عکس او تقابل ډولونه وټاکل شي، د صغرا او کبرا قضایاوو د تلفیق کیفیت او د مقدماتو ترتیب، د پایلې اخیستلو له پاره او د قیاس صورت جوړونه او بېلابېل ډولونه استنباط او د برهان ډولونه دې بېل کړای شي، چې بالاخره د سفسطې د ارسطو رسالې لکه قطیغوریاس یا مقولات، باري ارمینیاس یانې ( د قضایاوو د احوال ) تعبیرات انولو طیقا یانې د هغو دوو رسالو تحلیل دی، چې د قیاس او برهان طوبیقا یا د جدل واضح او سفسطې اخرنی باب دی، نوموړې رسالې یې د ارغنون په نوم یادې کړې، چې په یوناني ژبه کې د جوړ د لفظ مطابق او زموږ په ژبه کې د آلت او دآلت د فن په مانا راغلی دی .
د ښو او بدو د تشخیص او د بدۍ څخه د ځان ساتنې له پاره چې فرانسویانو لوژیک لفظ وضع کړی او عربو په منطق ژباړلی او وروسته فرفوریوس د پنځه ګونو کلیاتو په بحث کې په فن مقدمه ولیکله، چې په یوناني ژبه کې د ایساغوجي په نوم مشهوره شوه او د ده نورې رسالې، چې د خطابې په فن کې د ریطوریقالو او لوطیقا په نومونو یانې شعري صنعت چې پر تخیلاتو بنا د آلت د ذهني ابداع له قوې څخه راوړل شوی دی، دا دوه رسالې هم د منطق جز شمېرل کېږي.
ارسطو ټول علوم د فلسفې په چوکاټ کې ګڼي او بشري پوهه په درې لویو څانګو وېشي لکه : نظري فلسفه، عملي فلسفه او ادبي فلسفه. ادبي فلسفه لکه : شعر، ادبیات، ویناوې او دې ته ورته نور څیزونه . په عملي فلسفه کې اخلاق، سیاست او اقتصاد شامل دي او نظري فلسفه هم په درې برخو وېشي ۱ طبیعي علوم لکه : فزیک او چاپېریال پېژندنه . ۲ ـــ ریاضیات . ۳ ـــ متافزیک او خدای (ج) پېژندنه . په طبیعي علومو کې د ارسطو تر ټولو مشهور کارونه د هغه علمي تېروتنې دي، د هغه د نظري فلسفې دویمه برخه ریاضیات دي، چې چندان لېوالتیا یې ورسره نه لرله او له همدې امله یادې موضوع ته نه داخلېده . د ارسطو د نظري فلسفې درېیمه برخه متافزیک دی .
د ارسطو فلسفي آثار په څو کتابونو کې لیکل شوي، د طبیعت یا طبیعي سماع کتاب، د حیواناتو کتاب، د ما بعد الطبیعه کتاب، چې د طبیعت له کتاب نه وروسته لیکل شوی دی، د ارسطو آثار سلګونه او حتی له دې هم ډېر دي. ځینې خلک د ارسطو آثار څلور سوه او ځینې نور یې زرګونه ګڼي، کله چې ارسطو د ایزو کراتیس سره په سیالۍ کې د خطابې مدرسه تاسیس کړه، هرمیساس، چې د ده له شاګردانو څخه و، کله د ایتارینوس د ښار واکمن شو، ارسطو یې خپل دربارته را وغوښت او د ارسطو د خدمتونو په بدل کې یې په ۳۴۴ ق م کال هغه ته پتیاس ( Pythias ) په نکاح کړه، ارسطو د هغه نبوغ سره چې درلود یې، له دې ښځې سره ښه ژوند تېر کړ، چې په خپله وصیت نامه کې یې د هغې د مینې او محبت یادونه کړې ده.
ارسطو له پیر او مرشد پرته د خپل خاص او قوي تفکر په زور د نوې پوهې بنسټ کېښود او نړۍ یې فتحه کړه، چې د سکندر د نامنظمې فتحې څخه په کراتو ښه وه. ارسطو علم او فلسفه کې نوې اصطلاحګانې وکارولې، چې تر ننه پورې د هغو له استعمال پرته سړی هېڅ علم ته نه شي ورننوتلای، دا سمه ده چې له خطا څخه د تفکر ساتلو له پاره ارسطو قواعد او اصول ایجاد کړل، د ارغنون کتاب د منځنیو پېړیو د تفکر قالب و چې د سکولاستیک فلسفې حقیقي مور شوه د فلسفې طرز تفکر په وچو او بې ثمره قواعدو او اصولو ولاړ وو، مګر اروپایي ځوان فکر یې د استدلال او باریک بینۍ سره روږدي کړل ساده مثال یې، منطق د سم فکر کولو هنر او تګلاره ده، دا تګلاره د هر علم، فن او نظام انډول دی، حتی موسیقي او د هغې قواعد هم مني، یانې منطق داسې علم دی، چې د سم فکر کولو له پاره قواعد پیدا کوي، لکه د فزیک او هندسې په څېر چې په علمي او منظمه بڼه یې را منځته کړي دي .
ارسطو په یوه کوچنۍ رساله کې د حدودو په اړه لیکلي : د یوه شي د تعریف له پاره باید څه وکړل شي ؟ ارسطو په خپله ځواب ورکوي، چې هر تعریف مرکب دی، له دوو جزونو څخه او په دوو رکنونو ولاړ دی، لومړی هغه ګډ صفتونه، چې شی یا ټاکلی ډله یې لري او دا ټاکي، چې شی په دې ردیف کې دی مثلاً انسان په لومړۍ درجه کې حیوان دی بیا اختلاف وي، چې شی یا فرد د نورو افرادو څخه متمایز انسان په لومړۍ فلسفه کې حیوان دی او عاقل حیوان د انسان فصل او جلاوالی له نورو حیواناتو څخه د هغه د تمیز سبب کېږي، چې دا پوهه او عقل دی. ارسطو لومړی یو شی د طبقې په دریاب کې غوپه کوي او بیایي راباسي په داسې حال کې چې د خپلې طبقې او جنس په مانا او مفهوم باندې څرګند دی، په عین حال کې، چې د خپلو هم جنسانو سره توپیر او تمیز ښکاره او جوت دی او دا پایله په ډېرو مواردو کې سره ورته او په نورو مواردو کې سره توپیر لري، ارسطو بنسټیزه مسله مطرح کوي، چې د افلاتون له فلسفې سره د اختلاف ټکی دی، ارسطو کل، عام او مشترک اسم ګڼي چې په خپلو اجزاو باندې د انطباق وړ دی لکه : انسان، ونه، کتاب، حیوان، چې کُلي او عام دی، دا کُلیات د ارسطو له نظره ذهني تصورات دي، نه جزیي، مشخص محسوس خارجي حقیقتونه او نه کُلي امور په خارج کې شتون لري، د هغې وجود ذهني دی کُل یو ذهني ساده تجرد دی، نه خارجي یا واقعي امر، ارسطو دا کُلیات د عیني او بهرني وجود درلودونکی ګڼي، اشخاص او جزیات د کُلیاتو په پرتله کمزوري دي د لویو توپانونو په وړاندې خلک ځي او راځي، ولې انسان ابدي دی، ارسطو خپل ځان ډېر واقع بین ښودلی او وایي، چې افلاتون مې ډېر ښه دوست دی، خو حقیقت راته تر هغه ډېر زیات دی. سقراط او افلاتون غواړي، چې له بهرنیو امورو او څیزونو څخه لرې شي او له جزئیاتو څخه وتښتي، په کُلیاتو کې ور داخل شي، له علم څخه ووځي او په سکولاستیکو بحثونو اخته شي، خو افلاتون په کُلیاتو زړه بایللی دی او د نوموړي په باور جزئیات کېدای شي د کُلیاتو په واسطه وڅېړل شي، چې د مثل مجذوب دي، د دې پر عکس ارسطو د طبیعت د رښتیني څېرې پلوي کوي، اپلاتون په عام او کُلي امر مین دی، چې په خپل جمهوریت کې فرد نابود وي، څو وکړای شي یو بشپړ حکومت ځای پر ځای کړي.
رښتیا داده، چې سقراط خلکو ته فلسفه او ارسطو خلکو ته د فلسفې تر څنګ علم هم ورزده کړ. که څه هم له یونانیانو څخه مخکې تمدنونه د علم پولې ته رسېدلي و، د مثال په ډول مېخي او هېرو غلیف لیکونه، چې د خلکو افکار به ترې درک کېدای شول او د هغوی علم الهیاتو سره ورګډ و مثلاً د پخواني مصر عالمانو ته چې طبیعي چارې روښانه نه وې، په پورتنیو عواملو سره به یې تفسیرول او باوري وو، چې د خدایانو ډولونه په هر ځای کې څرګندېږي یوازې ایوني خلکو جرئت وکړ، چې د نړۍ اسرار آمېزه پېښې د طبیعت په هکله توضیح کړي؛ هغوی د پېښو طبیعي لاملونه په فزیک کې پلټل، کُل او عام یې په فلسفه کې .
د ارسطو د خلا نظریه، چې اجسام په چټګ ډول سقوط کوي، له حقیقت څخه خالي او پوچه فرضیه ګڼله او هغه یې ردوله. ارسطو په داسې شوخۍ سره خپل اسلاف مسخره کول او د امسله یې د هغې په رښتینې هیلې سره په غیر ثابتو شیانو ښودله .
فرانسس بېکن د ارسطو په اړه وایي : ارسطو د عثماني پاچاهانو په څېر فکر کاوه، چې نه شي کولای په آرامۍ سره حکومت وکړي، نو هغه و چې ټول سرداران او وروڼه یې له تېغ څخه تېر کړل. د ارسطو د ورور وژنې لېونتوب د دې لامل کېږي، چې له سقراط څخه مخکې د علومو په اړه په ډېرو فکرونو بریالی شي . سربېره پر دې ارسطو د ژوندیو موجوداتو د هغو د بې شمېره ډولونو جوړښت، ژوند، ودې، د مثل تولید، د جنس او حواسو له مخې عالي غړي، د هغوی نالیدونکي ارتقایي تدریجي سیر، تر مطالعې او کتنې لاندې نیولي دي. ژوندي موجودات یې له جماداتو څخه جلا کړي، له جماد اقلیم څخه د حیات سیمې ته چې د طبیعت تدریجي بهیر رامنځته شوی، د ده سره مشکوک و. ارسطو فکر کاوه، چې ښایي جمادات هم ژوند ولري او داسې ډول یې هم شته چې نه شي کېدای د نباتاتو له جنسه وګڼل شي، د هغه تمیز د خپل ټیټ جنسیت له کبله ستونزمن کار دی، څه شی چې ارسطو ته روښانه و، هغه دا و چې هر څومره د موجوداتو د پېچلتیا حالت ته ورنږدې شو د موجوداتو جوړښت په هماغه کچه کړکېچن کېږي. هر څومره چې د ژوندانه لوړو پړاوونو ته ورنږدې کېږو، نو په ډېرو دندو کې تخصص په بدن کې تل پاتې اعمال زیاتوي.
ارسطو د روح په اړه خپله نظریه له تعریف سره په زړه پورې پیلوي. روح په عمل کې د ټولو قواوو او غړو بشپړ بنسټ دی او په نباتاتو کې نامیه نفس یوازې غازیه قوه او مواد دي، په حیواناتو کې حیواني رول سر بېره د عقل پر قوې د فکر درلودونکی دی .
روح د بدن د ټولو قواعدو په مانا پرته له جسمه ژوند نه شي کولای. روح او جسم داسې دي لکه موم او د هغه نفس، چې په تعقل کې سره جلا دي، خو د شي په حقیقت کې سره یو دي. روح په بدن کې د مادې په څېر نه دی لکه چې سامري په خوسکي کې ورګډ کړ او له هغه نه یې آواز ویوست، یو خاص او مشخص نفس یوازې له خپل بدن سره تړاو لري او له هغه سره ژوند کوي. روح لکه چې ذیمقراطیس هیله درلوده، مادي نه دی فنا او زوال مني، یانې هغه څه چې په حافظې پورې اړوند دي په دې مانا چې عقل فنا منونکی دی، ځکه چې بدن د حافظې حامل دی او له هغې سره مري، مګر عقل کلي فعال دی، چې دا عقل محض دی او د حافظې څخه خپلواک دی، نه فنا کېږي، لنډه داچې ارسطو، روح تجزیه کوي او فکر کوي، چې هغه باقي او تل پاتې دی، د همېشنۍ قوې نفس محض عقل دی او له مادي نړۍ سره ککړ نه دی. ارسطو د هنر او ښکلا په اړه هم خپل نظریات وړاندې کړي دي، دی هنري ابداع د شکلونو او صورتونو له پیدا کېدو سره د مینې او د احساساتو د تعبیر او بیان د پوره شوق پایله بولي، ارسطو هنر له طبیعت څخه تقلید ګڼي .
انسان له تقلید څخه خوند اخلي، چې دا حس په حیواناتو کې نه شته د هنر موخه د شیانو ظاهري ننداره نه، بلکې د هغې مانا بیانوي، ځکه د شیانو حقیقت د شیانو په دننه کې پټ دی، نه په ظاهري جزئیاتو او تفصیلاتو کې د ارسطو په اند ډېر څرګند هنر هغه دی، چې له عقل او احساساتو سره سرو کار ولري، په هر ترتیب ارسطو د سیاست، اخلاقو، انسان او انساني ټولنې او د نورو موجوداتو په هکله خپل نظریات څرګند کړي دي. دی د نېکمرغۍ په اړه وایي : سعادت ( مطلق شی ) دی او هغه څه چې ښکاره مطلب یې دی او موږ هغې ته رسوي او د انسان نېکمرغي پکې نغښتې ده، هغه د تفکر ځانګړې دندې، استعداد او صفات دي، چې انسان د کمال برید ته رسوي، چې د انسان ځانګړي لوړ او عالي صفتونه د تفکر قوه ده، په همدې وسیله له حیواناتو څخه را جلا کېږي، نو د نېکمرغي بنسټیز شرط عقلاني ژوند دی، چې د انسان ځانګړی قدرت او ویاړ دی په سم حکم کې فضیلت یا کمال پر نفس تسلط، په غوښتنو او شهوت کې منځلاري له وسایلو څخه سمه ګټه اخیستنه دی . ارسطو د فضیلت له پاره دریو پوړیو ته قایل دی، افراط، تفریط او منځنی حد، چې منځنی حد د فضیلت کمال دی څرنګه چې د هنر کمال په تجربه او عادت کې دی، د فضیلت کمال د کار او عمل په واسطه تر لاسه کېدای شي .
ارسطو په سیاست کې هم منځنۍ لاره تعقیبوله او له بلې خوا یې د ډیموکراسۍ په وړاندې د مخالفت سر پورته کاوه، ډیموکراسي په دې اصل استواره ده، چې ټول خلک سره برابر دي .
د ارسطو خبرې هم د کاڼي کرښې دي، چې یو څو یې ستاسو لوستونکو مخې ته ږدم :
ـــ انسان باید خپله نېکمرغۍ او یا بد مرغۍ په پوره مېړانه ومني او د نورو په خوشالۍ همدومره خوشاله شي، لکه په خپله خوښۍ چې خوشالېږي .
ــــ په اصولو کې منځلاري او برابري انسان د کمال برید ته رسوي .
ـــ د مال او پیسو په ګټلو کې منځلاري کوه، رښتیني دوستان پیدا کړه، د خیال پالنه کوه او ذهن ته پراختیا ورکړه .
ـــ خپلې غوښتنې د دوه ځواکمنو دېوالونو، لکه : اراده او عقل ترمنځ بندې کړئ .
ـــ خوشالي د لوړو صفتونو او عادتونو په روزنه او پالنه کې ده .
ـــ په دوستۍ کې رښتیا له افلاطون او سقراط څخه هم غوره دی .
ــــ له ظالمانو سره اړیکې مه ساتئ، کېدای شي د قیامت په ورځ د هغوی د جرم پوښتنه له تاسې څخه وشي .
You also might be interested in
ژباړه: عطا محمد میاخېل وو نه وو، یو بوډا بزګر[...]
ژباړن : عطا محمد میاخېل د بصرې د[...]
ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ سلام کول تاسو پیل[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی