• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ناوړه حقیقتونو، ناوړه تمثیلونه

Home ټولنپوهنهد ناوړه حقیقتونو، ناوړه تمثیلونه
Rohulamin-Hassan

د ناوړه حقیقتونو، ناوړه تمثیلونه

لیکنه: روح ا لأمین ( حسن )
کلتور، فرهنګ او کلچر چې د هرې سیمې ځانګړي ټولنییز اصلیتونه دي. په هره ټولنه کې ځانګړی ځای لري او د قدر وړ ګڼل کیږي.
افغانستان هم لرغونې تاریخ او لوړ کلتور، کلچر او غښتلي عنعنات لري، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. په هیواد کې مو د ژبو، لهجو، عنعناتو، کلچر او د سیمو توپیر فرعي دی، چې د ذاتي جداوالي لامل کیدای نشي. ذاتا ټول سره افغانان یو.

ټو لنیزو اصولو ته په کتو، د سیمو په اختلاف سره مختلف کلچرونه، رسم او رواجونه لرو. خو ځینې یې ملي او ان چې اسلامي هم دي، تقریبا د ټولو افغانانو سره شریک دي چې د ملی ارزښتونو په نامه یې باید ټول درناوي ته ژمن اوسي.

پګړۍ( لونګۍ) مو د نیکونو او پلرونو د ننګ شمله، لوی ټیکری او بوقره ( چادري) مو د میندو او خویندو د عزت او پت جامه ده. د لرغوني تاریخه راته تر اوسه په میراث راپاتې ده.
له څه مودې راهیسې د ځینو مغرضو کړیو لخوا په مختلفو نومونو مو شته لرغونې ملي ارزښتونه راسپکوي، توهین یې کوي او د ورکیدو او بد نامه کولو هڅه یې کوي.
خو دا خلک د ځینو نورو خلکو د یو ناوړه تړاو څخه په ګټه اخیستنې  دا کار کوي او په نوي ورژن کې د زړو تو هین ګرو په پل پښه ږدي..!
چاچې د ټولنې اسلامي او ملي نښه د ننګ او عزت شمله د وقار او غیرت نښه د جرګو او مرکو نښه د سولې او فیصلو نښه هم د انسان وژنې وسیله کړه، د قتل او ترهګر په تور یې تورنه کړه..!! دا هغه نښه وه جې په اسلام کې پیغمبر او په ټولنه کې رهبر په سر کړې وه، خو نن یې ترهګر په سروي..!! ګویا ناوړه یې کاروي..!
د ناموس د ننګ، پت او عزت وسیله، لوی ټیکری او ګونجې بوقره یې بې ننګو سړیو ته ور په سر کړه، او د بې شمیره هیوادوالو د قتل وسیله یې کړه..!!
ږیره د ښه مسلمان افغان نښه ده، نه د بد ترهګر ! خو بدبختانه چې ملي او اسلامي ارزښتونه مو د بې ارزښتو  لخوا په خورا ناوړه او بدنام ډول کاریږي.
ددوی د لاسه مو اوس نوی او تازه نسل، هر پګړۍ په سر ږیرور کلیوال ته د ډاروونکي په سترګه ګوري. هره بوقره لروونکې مور خپل بچي ته قاتله ښکاري، او په نورو ټولنو کې ترې ویره کیږي..!

اې !! دا مور او پلار قاتلان او ډاروونکي ندي، خو قاتل یې د جامې او قیافې تمثیل کړی.
مونږ تل د خپلې لمنې اور اخیستې، پردي مو ملامته کړي او ځانونه مو هیر کړي دي.
که پرون دا ډول ناوړه حقیقت نه وې ترسره شوې، نو نن به یې ناوړه  او سپک تمثیل نه کیده..!!
که مو پخپله ځان نه وې سپک کړی، نن به د نورو لخوا نه سپکیدو…!!
تیره ورځ په کابل کې د طالبانو د رژیم د غندې په تړاو د ملي او اسلامي ارزښتونو د سپکاوي، سپکوونکي که غندو او ملامتوو، خو باید هغه څوک هم وغندو او ملامت کړو چا چې ننې تمثیل پرون په حقیقي ډول ترسره کړی..!! دوی یې نني او هغوی یې پروني یوشان مجرمان دي..!! او دواړه د اسلامي او ملي ارزښتونو دښمنان دي.!!
ورته کړنې د افغاني ملي ارزښتونو د ننګونې لامل کیږي، د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه باید پورته شي. ترڅو مو ملي ارزښتونه ریښتیني ملي پاتې شي.
داسمه ده چې د هیواد په ورانولو کې مو خپله هیوادوالو پخه ونډه اخیستې، که د یوه پلوه پګړیوالو او څادروالو وران کړی، له بله پلوه پکولوال، لنډ ځنځیري واسکټوال، او برګ لونګیوال هم غلې ندې ناست هیواد یې وران کړی..!!
دلته مو نمک حرامه هیوادوال ملامت دي، نه د هیواد عنعنوي، کلتوري او کلچري ارزښتونه..! د هیواد نمک حرامه او خاین بچي وغندئ !! خو ملي ارزښتونه مو مه غندئ..!!!

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Rohulamin-Hassan

حقونه او لومړیتوبونه

Jun 6, 2015

ژباړه: روح الامین (حسن) د شرعي او قانوني څیړنو په[...]

د افغانستان د قضائیه قوې جوړښت – ستره محکمه

د افغانستان د قضائیه قوې جوړښت – ستره محکمه

Aug 2, 2016

لیکنه: روح الامین حسن دریمه برخه (Supreme Court) دریم: ستره[...]

Rohul-amin روح الامين (حسن) روح الأمين حسن

د افغانستان د قضایه قوې جوړښت(لومړۍ برخه)

Jun 15, 2016

لیکنه: روح الامین حسن قضایه قوه( Judicial power) د دولت[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022