• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ناوړو دودونو مخنيوى دې وشي

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد ناوړو دودونو مخنيوى دې وشي
د ناوړو دودونو مخنيوى دې وشي

د ناوړو دودونو مخنيوى دې وشي

لیکنه: شيرمحمداميني «ستانکزى»
په افغاني ټولنه کې يو شمېر داسې ناسم دودونه دي ،چې د ګټې پر ځاى زيانونه اړوي ،چې هېڅ له ملي او ديني ارزښتونو سره سم نه دي.داسې هم ويل كېږي ،چې يو شمېر دودونه له بهره كاپي شوي او په دې ټولنه كې پلې كېږي. تلوېزيون ،چې د پوهنتون حيثيت لري، په افغاني ټولنه كې خپل اصلي رسالت تر ډېره نه دى تر سره كړى،ګڼو دغو ټلوېزيونونو داسې بهرني سريالونه خپرولو ته زور وركړى،چې له مخې يې هېوادني ارزښتونه هېر شوي او دپردي كلتور او دين د خپرولو لپاره يې تبليغ ،ترويج او سازمان وركولو ته مخه كړې ده، هېڅ داسې كومه اداره نه شته ،چې د دغو خپلسرو خپرونو مخه ونيسي او پر ځاى يې د اسلامي او افغاني ارزښتونو مطابق خپرونې وكړي. په دې ډله كې په ټلويزيوني چينلوکې کوم سريالونه چې خپرېږي، د بهرنيو هېوادونو کلتور او دين خپروي. د خپلو منل شويو کلتوري او ديني ازرښتونو او رواجونو پر ځاى د نورو كلتور او ازرښتونه ،چې هېڅ زموږ له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي ،په ښكاره توګه زموږ پر اصيل افغاني کلتور تېرى دى.
کلتور او رواجوانونه د تاريخ په اوږدو کې تغيير او تکامل کوي. هر هېواد ځينې ناوړه ،يا زاړه او له کاره لوېدلي دودونه پرېږدي او پرځاى يې نوي دودونه را منځته کېږي. خو دا تکامل او بدلون بايد د خپلې ټولنې له ګېډې او غوښتنې څخه را ايستل شوي وي. پوهان وايي چې که هر نسل د پخواني په شان ژوند کولاى شي او تغيير ونه مومي ، د بشري ټولنې اوسني پرمختګونه به نا ممکن واى. خو دا تغيير بايد د ناوړه دودونو تقليد او يا د نورو هېوادونو کلتوري يرغل ته د تسليمېدو په مانا نه وي، بلکې د خپلې ټولنې له عيني اړتياوو را زيږېدلي وي.
د پرديو ناوړو دودونو د تقليد زيانونه زيات دي. لومړى په کورنۍ او بيا په ټولنه کې پارونو ته لمن وهي او ټولنيز او سوله ييز ژوند ته ضرر رسوي، يو له بله سره د دوستانو په مناسباتو کې ستونزې او بې اړتيا تشريفات رامنځته کوي چې اقتصادي زيانونه هم لري.
ددې لپاره، چې دټولوافغانانو ژوند ديوافغاني فرهنګ په رواجولو او افغاني اصيل فرهنګ ته وده ورکول شي، د ناوړو دودونو پرځاى دې خپل دپلرونو اونيکونو د فرهنګ په پل قدم کېږدي او ددغو غيرافغاني او غيراسلامي فرهنګ نه دې په جدي ډول ځان وژغوري. دا چې زموږ فرهنګ په خپله ټولنه کې پرمختګ وکړي، دعامه پوهاوي په رسولو کې افغاني تلويزيونونه بايد خپل فرهنګي پروګرامونه په لاره واچوي. دپرديو سريالونه دې حکومتي اړونده اداره چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دى، مخه ونيسي. دولت دې هم بايد ددې ناوړو دودونو دمخنيوي لپاره يو قانون وضعه کړي، چې خلک يې ترچترلاندې کلتور ځلانده وساتي او د ناوړو دودونو مخنيوى .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022