لیکنه: سیف الله (هلمند)
دلویدیځې اروپا هېوادونو او دامریکا متحده ایالاتو د ۱۹۴۹ م کال د اپریل پر څلورمه نېټه په واشنګټن کې دپخواني شوروي اتحاد دسیاست په ځواب کې یوه اوږدمهاله دفاعي طرحه جوړه کړه، چې همدا طرحه یې دشمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) په نوم ونومول شوه، ناټول څلور مخفف توري ( North Atlantic Treaty Organization) دي، دانظامي تړون د وراسا دتړون په څېر دشلو کالو لپاره دوولسو هېوادونو ( امریکا متحده ایالات، کاناډا، انګلستان، فرانسته، بلژیک، هالینډ، لوکزامبورک، ناروې، ډنمارک، اسلینډ، ایټالیا او پرتګال) لخوا په واشنګټن کې لاسلیک شو، چې په راس کې یې دامریکا متحده ایالات قرار لري.
په وروستیو کلنو کې په ترتیب سره دیونان ۱۹۵۲ م، ترکیې ۱۹۵۲، اسپانیا ۱۹۸۲م، فدارلي المان، لهستان( پولنډ )، مجارستان او دچک جمهوریت دناټو په غړیتوب کې راغلل. دناټو کار ځای او مقر په فرانسه کې وو. خو کله چې په ۱۹۶۶ م کال کې دناټو قوماندان جنرال دوګل پر دې تړون دامریکا واکمني ولیده نو له دې تړون څخه ووت او دناټو کارځای له فرانسې څخه بلجیم پلازمینې بروکسل ته انتقال شو، د دې تړون وخت پرته دکوم محدودیته هر وخت د تمدید وړ دی او تر ننه پورې څلور ځله تمدید شوی دی، دناټو تړون اصلي موخه او هدف دغړیو هېوادونو ترمنځ پوځي او سیاسي مرسته ده، یا په بل عبارت دټولو غړیو هېوادونو موخه یوه او هغه ګډه او مشترکه دفاع ده، همدې موخې ته دناټو تړون په پنځمه ماده کې داسې اشاره شوېده : که دناټو په هر یو غړي هېواد تیری کېږي، دا د ناټو په ټولو غړیو باندې تیری ګڼل کېږي، دناټو هر غړی مکلف دی، چې پرته له کوم ځنډ څخه په یوازې یا ډلیزه توګه له تېري شوي نه دفاع وکړي او د نظامي ځواک په شمول بله هره لاره چې لازمه ګڼي، باید سرته یې ورسوي تر څو امنیت بېرته پر پښو دروي:
ناټو د ترومن له دوکتورینو او دمارشال لا پلان نه وروسته په سړه جګړه کې یو بل ګام وو، چې دشوروي اتحاد پر وړاندې اوچت شو او دسړې جګړې په لړ/دوران کې یې دلویدیځ داصلي دفاعي سنګر په توګه ډېر ستر رول ولوباوه، له یوې خوا یې امریکا صحنې ته رادننه کړه او المان یې ترڅار لاندې ونیوه، له بله پلوه یې شوروي اتحاد په شا وتمبوه او له صحنې یې وایسته.
دناټو ارکان یا جوړښت
ناټو درې مهم ارکان لري، چې په لاندې توګه ترې یادونه کوو:
۱: دشمالي اتلانتیک شوار: دشمالي اتلانتیک شورا دناټو دتړون یو مهم رکن دی، چې دناټو دتړون هر غړی په دې شورا کې خپل استازی لري. دټولو غړیو درایو پر بنسټ پریکړه نیول کېږي او دغړیو ځواکمنتیا د رایې په حق کومه اغیزه نلري، غټ او واړه هېوادونه په کې د رایې له مساوي حق څخه رخوردار دي او هر هېواد یوازې دیوې رایې حق لري.
۲: دناټو مشرتابه (ریاست): لکه څرنګه چې یې له نوم څخه څرګندیږي دیادې څانګې په راس کې دناټو عمومي ریس قرار لري، چې دا ریس دټولو غړیو هېوادونو استازیو په وسیله ټاکل کېږي، عمومي ریس بېلابېلې دندې لري، د استازیو دایمي شورا دریاست سربېره د شورا دغونډوړ او جلساتو مشري هم ورتر غاړې ده، له بله پلوه دمشرتابه د ادارې چارو او دشورا او نورو مختلفو چارو مسولیت او ریاست پر غاړه لري، له دغو مسولیتونو ور هاخوا دناټو دمشرتابه یو بل دروند مسولیت دا دی، چې کله دیوې مسلې پر سر دغړیو هېوادونو ترمنځ دنظر او لیدلوري توپير شتون ولري، نو بیا مشرتابه اړونده لوریو ته لازمي مشورې او وړاندیزونه کوي، چې راپيدا شوی اختلاف له منځه یوسي.
۳: نظامي کمېټه : داکمېټه دناټو دتړون یوه ډېره مهمه او پياوړې څانګه ده. دا ځکه، چې دناټو دلوړو نظامي او مالي ارګانونو په توګه پېژندل کېږي او دناټو دتړون دهر غړي هېواد لوی درستیز د دې کمېټې غړی دی او همدې کمېټې ته مسولیت لري، دنظامي کمېټې پریکړو ته د یوې دایمي او تلپاتې کمېټې په وسیله چې دامریکا، انګلستان او فرناسې دلویو درستیزانو یا استازو راجوړه ده، دعمل جامه اغوستل کېږي، ددې کمېټې کار ځای یا مقر دامریکا دمتحده ایالاتو پلازمینه واشنګټن کې دی، نظامي کمېټه په کال کې دوه ځله او یا هم دوخت او زمان له اړتیاوو سره سم خبلې غونډې کوي، دنظامي کمېټې دریاست چارې دورانې بڼه لري، چې له یوې غونډې څخه تر بلې غونډې پورې په وار یا نوبت سره یې غړی هیواد پرمخ وړي، داکمېټه دنده لري، چې دناټو شورا ته دنظامي مسایلو په اړه معقولې او مناسبې حل لارې وړاندې کړي.
You also might be interested in
لیکنه: عطا محمد میاخېل آریوب د لرغونو آریایانو د اوسېدو[...]
لیکنه: نصیر ریښتین کونړ د هیواد په ختیځ کې پروت[...]
لیکنه: شیرشاه تسل دا چې زیات کلونه وشول ایران او[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی