ژباړه: عطا محمد میاخېل
ډېر آسانه کارونه شتون لري، چې هر څوک کولای شي، د خپل حالت د ښه والي له پاره یې ترسره کړي. د ناکامۍ احساس د اروا پېژندنې یوه له دودیزو ستونزو څخه ده، چې ښایي هر فرد ورسره مخامخ شي.
په یوه آزموینه کې ټیټې نمرې، د پام وړ کاري مقام ته نه رسېدل، یا حتا له خپلې مېرمنې یا زوی څخه د یوه بد چلند لیدل، کولای شي، په انسان کې د ناکامۍ احساس سبب وګرځي. ښکاره ده، چې اړینه نه ده، ټولې هغه سپارښتنې، کومې چې د دې لیکنې په دوام ترې یادونه کېږي، ترسره کړئ.
بسنه کوي، چې هغه لارې وازمایئ، کومې چې له هغو سره تر ډېره د هوساینې احساس لرئ یا داسې احساس کوئ، چې ستاسو له پاره آسانه دي. دا مقاله د ارواپوه، لیکوال او په انګلستان کې د اکسفورډ پوهنتون استاد نیل برټون له خوا لیکل شوې ده.
مه هېروئ، په هغو صورت کې، چې د خپل حالت له ښه کېدو وروسته وتوانېږئ، دې ښو عادتونو ته لا هم دوام ورکړئ، بیا به هم ښه احساس ولرئ.
۱ ـــ ژوند په آرامه توګه پرمخ یوسئ:
ستر کارونه په کوچنیو کارونو ووېشئ او د یادو کارونو د ترسره کولو له پاره دقیق وخت په پام کې ونیسئ. هڅه وکړئ، چې د خپل اروایي فشار کچه را ټیټه کړئ او ځان له دې امله، چې د پرمختګ له پاره، په چټګه توګه اقدام نه کوئ، مه رټئ، تاسو یوازې د ځان او د خپل حالت د ښه کېدو له پاره فرصت او وخت ورکوئ، ځان ته ووایئ، چې یو ګام شاته اخلم، ترڅو لوړ والوځم.
۲ ـــ په اصولي توګه ویده شئ:
یو ښه شپنی خوب یا حتا یو ښه چرت کولای شي، په بشپړه توګه ستاسو د حالت د بدلون سبب شي. د ښه او اوږد خوب له پاره، څو سپارښتنې شتون لري. هره شپه په یوه مشخص وخت کې خوب ځای ته لاړ شئ او په یوه مشخص ساعت کې له خوبه را پاڅېږئ. خوب خونه مو باید تر یوه بریده تیاره وي، شور او زوږ ونه لري او له هغې څخه یوازې د ویده کېدلو له پاره ګټه واخلئ.
۳ ـــ خپل حواس ګډوډ وکړئ:
هغه کارونه ترسره کړئ، چې ترې خوند اخلئ، حتا که د نورو له پاره، هېڅ په زړه پورې هم نه وي. د بېلګې په توګه: د خپل ماشومتوب د دوران کتاب ولولئ، خرید وکړئ یا دا چې په سینما کې کوم فلم وګورئ؛ خواړه پاخه کړئ، له خپل یوه پخواني دوست سره وخت تېر کړئ. هر هغه کار، چې تاسو بوختوي او حواس مو له منفي افکارو څخه لرې کوي، نو حالت مو ښه کوي.
۴ ـــ له منفي افکارو سره وجنګېږئ:
د خپل ځان او د خپل ځای په اړه د ټولو مثبتو څیزونو لړ لیک ترتیب کړئ، له ځان سره یې ولرئ او د ورځې په اوږدوکې څو ځله پرې مرور وکړئ. هر څومره، چې د بخت د خرابوالي احساس کوئ، په یاد ولرئ، چې ستاسو دا احساس هره ورځ نه دي او نه به تل پاتې وي.
۵ ـــ له خپلې کورنۍ او دوستانو سره ډېر وخت تېر کړئ:
د خپلو احساساتو په اړه له نورو سره خبرې کول او د شاوخوا خلکو له نظرونو څخه ګټه اخیستل او د هغوی ملاتړ، د انسان په اروایي حالت کې له بدلون سره ډېره زیاته مرسته کوي، له دې چې نورو ته ووایئ، مرستې ته مو اړتیا لرم، مه وېرېږئ او دا چې د هغوی مرسته ومنئ، د ګناه احساس مه کوئ. البته د دې فرد په ټاکنه کې ډېر دقت وکړئ، په همغږي اوسېدلو سره بېره، د باور وړ انسان هم وي. په ټولیزه توګه، له زړه خوږو کسانو سره وخت تېرول او د ځینو کارونو په ترسره کولو کې له هغوی سره ملتیا کولای شي، ستاسو د حالت له ښه والي سره مرسته وکړي.
۶ ـــ د خپل حالت د ښه والي په اړه د واقعیتونو په لټه کې شئ:
د روحیې لاسته راوړل او د ناکامۍ له احساس څخه د ذهن پاکول، ناڅاپي نه دي او په تدریجي ډول را منځته کېږي، حتا مخکې تر دې، چې په ښه کېدو پیل وکړئ، په ډېر احتمال سره حالت مو لاپسې خرابېدای هم شي، خو که چېرې سم تګلوری وټاکئ، نو خوږې ورځې به ستاسو په تمه وي.
۷ ـــ په دې ورځو کې برخلیک ټاکوونکی تصمیم مه نیسئ:
په دې ورځو کې د مهمو کارونو له ترسره کولو یا د هغوی په اړه له تصمیم نیونې څخه ډډه وکړئ، په دې موضوع کې، د دندې پرېښودل؛ خپلې مېرمنې ته طلاق ورکول او ډېر لګښتونه شاملېږي. د پرېښانۍ او اندېښنې په منځ کې، فکري تېروتنې ښایي ستاسو د لارښوونې او قضاوت حس کمزوری کړي، خو نباید په ناسمو تصمیمونو سره د بېرته را ګرځېدو لاره وتړئ.
۸ ـــ یوازې مه پاتې کېږئ:
په هېڅ وجه یوازېتوب ته مخه مه کوئ. له کور څخه بهر قدم ووهئ، حتا که شونې وي، د یوه پاکټ شیدو د اخیستلو له پاره، له کور څخه بهر شئ او یا هم په پارک کې قدم ووهئ. د ورځې روښنایي، تازه هوا، له شور او هیجان څخه ډک ورځنی ژوند، دا ټول په طبیعي منظرو سره بېره کولای شي، مرسته کوونکي واوسي. که کولای شئ، لږ نرم ورزش ترسره کړئ، لکه: د شل دقیقو له پاره پلی مزل کول.
۹ ـــ د بیړنۍ اړیکې له پاره، یوه ځانګړې شمېره ولرئ:
باید پوه شئ، که چېرې د ناکامۍ احساس او د منفي افکارو هجوم کنټرول نه کړئ، نو په احتمالي توګه ډېر تور افکار به مو سر ته راشي، همدا اوس تصمیم ونیسئ، که له دا ډول افکارو سره مخامخ شوئ، نو غواړئ له چا سره بیړنۍ اړیکه ټینګه کړئ، دا فرد کولای شي، یو له خپلوانو، دوستانو یا ستاسو ډاکټر ( روغتیا پال ) واوسي.